غزني پوهنتون عمومي رئیس له اداري او خدماتي کارکوونکو سره د اداري چارو د لا ښوالي او د امر اطاعت اړوند د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۱:۳۳
xd

قمري نېټه: ربیع الاول ،۲۰، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ۲۲ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ۱۳ ، ۲۰۲۵م

 د غزني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور له اداري او خدماتي کارکوونکو سره د همغږۍ ځانګړې ناسته ترسره کړه. په دغه ناسته کې د پوهنتون د ورځنیو اداري چارو د لا منظموالي، اداري پروسو د چټکتیا، د چارو د پر وخت ترسره کولو او د امراوو په اطاعت باندې ټینګار وشو.
د غونډې په پیل کې عمومي رئیس ښاغلي منصور د پوهنتون د اداري کارونو په اغېزمن مدیریت او د همکارۍ په روحیه خبرې وکړې او ویې ویل:
«زموږ موخه دا ده چې د پوهنتون ټولې اداري چارې په منظم ډول پر مخ لاړې شي، څو محصلینو او استادانو ته پر وخت او معیاري خدمتونه وړاندې کړو. او ترڅنګ يې باید د خپلو امراوو اطاعت هم وکړو څه چې دوی وایې ورته لبیک ووایو، هر امر او فرمان يې په ځانونو تطبیق کړو.»
په غونډه کې د اداري کارکوونکو له لوري هم خپلې غوښتنې او ستونزې شریکې شوې. او ډاډ ورکړل شو چې دغو غوښتنو ته به ژر تر ژره رسیده ګي وشي  .
دغه د همغږۍ ناسته د آمر د اطاعت او د پوهنتون د اداري چارو بهیر په لا ښوالي، سرعت او دقت په موخه ترسره شوه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS