د کرنې پوهنځي لنډه پيژندنه:
د کرنې يا Agriculture کلمه د لاتين ژبې له دوه کلمو (Ager ) يا (Agri ) او (Culture) څخه اخيستل شويده چې (Ager) يا (Agri ) د خاورې يا ځمکي او Culture دکرنې يا کرلو معنی لري نو ځکه Agriculture د ځمکي د کرلو په معنی سره دی، کرنه يوه پراخه اصطلاح ده چې د نباتي توليداتو، مالدارۍ، کب روزنې او ګڼ نور اړخونه ترخپل پوښښ لاندي راولي.
ياپه بل عبارت کرنه هغه پراخ کسب يا مسلک دی چې په وسيله يې نباتي او حيواني محصولات لاسته راځي او د انسانانو د ګټې وړ ګرځي. او يا هم کرنه د ځمکي د طبعي زيرمو څخه د نباتاتو او حيواناتو د توليد پوهي ته راجع کيږي، د Agriculture اصلي موخه له يوي ټوټې ځمکي څخه د زيات حاصل لاسته راوړل او په عين وخت کې د هغي له تخريب او بي ځايه استعمال څخه مخنيوی کول دي.
د غزني پوهنتون دکرنې پوهنځی په ۱۳۸۷ ل.ل کال کې د بڼوالي او اګرانومي څانګو په لرلو سره تأسيس شو او خپلې اړوند تدريسي او اداري چاري يې د شپږ تنو استادانو په لرلو سره پيل کړې. په ( ۱۳۸۹هـ ش) کال کې د پورته دوه تحصيلي څانګو تر څنګ د کرنيز اقتصاد او پراختيا څانګه هم رامنځته شوه، د کرنې پوهنځي د تأسيس له نيټې څخه تر دې دمه د ګڼو ننګونو سربيره د هېواد د ځوان کهول د اسلامي او مسلکی روزنې لړۍ جاري ساتلي. د کرنې پوهنځي تر دې مهاله(۱۴۰۴ کاله) له پورته دري واړه څانګو څخه په سلګونو ځوانان په اسلامي او مسلکي زده کړو سمبال ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي. دا چې غزني ولایت د پراخو دښتو او ورشوګانو په لرلو سره د مالدارۍ د روزنې لپاره پراخ امکانات لري او زیاتره وګړي یې د کرنې تر څنګ په مال روزنه هم بوخت دي، نو د دوي لپاره د ښو خدماتو د وړاندې کولو په موخه په (۱۴۰۱هـ ش) کال کې د کرنې پوهنځي په آډانه کې د حیواني علومو څانګه ایجاد شوه.
کرنې پوهنځی د اړوند تعمير سربيره چې تدريسي او اداري چارې پکې مخته وړې کرنيز فارم، لابراتو او کتابتون هم لري. غزني پوهنتون کرنې پوهنځی اوس مهال د هېواد له بيلابيلو ولايتونو څخه ( ۳۴۴ ) تنه محصلين او(۲۷ ) تنه استادان لري چې د هغوي له جملي څخه يې (۷) د هېواد په دننه او بهر کې د ماستري او دوکتورا په زده کړو بوخت دي، همدارنګه ۶ تنه اداري او خدماتي کارکوونکي لري. د ياد پوهنځي د څلور واړه څانګو محصلين څلور لومړني سمسترونه د کرنې اړوند عمومي زده کړي کوي او وروسته له هغه پاتي څلور سمسترونه په اړوندو اختصاصي څانګو کې لولي.
د کرنې پوهنځي تشکیلاتي جوړښت:
د کرنې پوهنځی د څلورو څانګو په درلودلو سره خپلې چارې ترسره کوي.
د کرنې پوهنځي تشکیلاتي جوړښت په لاندې توګه دی.
لرليد (Vision)
د کرنې پوهنځی په پام کې لري چې د ټولنې د اړتياوو او غوښتنو سره سم د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د غوره تدريس او څېړنې له لارې د معیاري او باکیفیته علمي چوپړونو په وړاندې کولو سره د يو مخکښ او باوري علمي مرکز په توګه وپېژندل شي.
ماموريت (Mission)
د کرنې پوهنځی د یو غوره ملي، علمي او ښوونیز بنسټ په توګه ژمن دی، چې د شته فرصتونو، اسانتیاوو او د خپلو علمي کادر غړو د هڅو څخه په کټې اخیستنې سره او همدارنگه د دخیلو اړخونو د فعاله ملاتړ په مرسته د کرنیزو او حيواني محصولاتو د زیاتوالي، د خوړو خوندیتوب او دوامداره اقتصادي پراختیا لپاره د غوره ښوونيزو برنامو او څیړنو په ترسره کولو سره د ټولنې او کار بازار غوښتنو ته په پام سره په اسلامي او ملی ارزښتونو سمبال، ژمن، علمي او مسلکي کادرونه وړاندي کړي.
د کرنې پوهنځي بنسټیز ارزښتونه عبارت دې له:
- اسلامي- اداري اصولو ته درناوی.
- د مسلکي اخلاقو رعایت.
- شایسته سالاري.
- اداري عدالت.
- بشري کرامت ته درناوی.
- رښتینولي او ورورولي.
- اسلامي ارزښتونو او ملي کلتور ته درناوی.
- د مسئولیت احساس.
- د فساد په وړاندې مبارزه.
- ابتکارات او نوښتونه.
- له تعصبانو، تبعیض او خرافاتو سره مبارزه.
- ګډ کار کول.
د غزني پوهنتون، کرنې پوهنځي ټول منسوبین ژمن دي چې له خپلو وړتیاوو او ظرفیتونو څخه په بشپړې ګټې اخیستنې سره د لاندې ستراتیژیکو موخو له تحقق څخه کار واخلي او په دې سره د هېواد د ښې راتلونکې او پرمختیا په راوستلو او لوړو زده کړو وزارت او غزني پوهنتون د ستراتیژیکو موخو په پلې کولو کې فعاله ونډه واخلی ترڅو خپل دیني، ملي او وجداني مسئولیتونه ادا کړي.
- د پالیسی جوړونکو علمي څېړنو ترسره کول.
- ټولنې ته د کرنې په مسلک سمبال علمي او معتهد کادرونو وړاندې کول.
- د اوبو مدیریت: د اوبو د ضایع کیدو مخنیوی او د آبیاری نوې ټکنالوژۍ لکه drip irrigation او sprinkler irrigation سیستمونه پلي کول.
- د کرنېزو تکنالوژیو پرمختګ: د نوو ټکنالوژیو لکه د ژوندۍ ډاټابیس سیسټمونو، سپروټ ټیکنالوجۍ، د اقلیمي بدلون د اټکل لپاره سافټویرونه او د ډرون ټکنالوژۍ کارول ترڅو د زراعتي فعالیتونو کیفیت او دقت لوړ شي.
- د مالدارۍ ښه والی: د مالدارۍ د تولیداتو کیفیت او کمیت لوړول، د نوو نسلونو انتخاب، د صحت او د مالدارۍ د مدیریت نوې تګلارې پلي کول، او د هغوی د حفظ الصحې او خوړو وضعیت ته پاملرنه.
- پایښت لرونکې کرنه: د کرنېزو ځمکو د خوندي ساتلو لپاره د نامناسبو موادو کارول کمول، د عضوي کودونو کارول او د خاورې کيفيت ته زیاته پاملرنه کول.
- د تولیداتو پروسس او بازار موندنه : د تولیداتو له ځمکې څخه په غوره توګه پروسس کول، د پروسس صنعتونه پرانیستل او د دې محصولاتو لپاره غوره بازارونو ته لاسرسی.
- د کرنېزو محصولاتو تنوع : د محصولاتو تنوع او د یوه ځانګړي محصول پراخ تولید پر ځای د بېلابېلو محصولاتو لکه حبوبات، سبزيجات او مېوې کښت ته لومړیتوب ورکول، څو د بازار اړتیاوې پوره کړي او د کرنېز سکتور په مختلفو برخو کې پرمختګ وکړي.
- د کرنې د مالي ملاتړ سیستمونه: د کرنې د تولیدونکو لپاره د مالي مرستو پراختیا، لکه د قرضو ورکول، د بیمو سیستمونه، او د کرنېز پرمختګ لپاره د سوبسایډو ډاډ ورکول.
- د اقلیمي بدلون سره انطباق: د اقلیمي بدلون له کبله د کرنې سکتور کې احتمالي خطرونو ته غبرګون ښودل، لکه د وچکالیو، سېلابونو، او د حرارت د لوړې کچې له امله د زراعتي فعالیتونو ته د نوي حل لارو پیداکول.
- د کرنې پر زده کړو او روزنې پانګونه: د کرنېزو چارو کې د خلکو پوهه او مهارتونه لوړول، د کرنې زده کړې او روزنې مرکزونه پرانیستل، ترڅو د زراعتي تخنیکونو په اړه معلومات پراخه شي.
- د کرنې د ګټو لپاره د عامه او خصوصي سکټور همکاري: د حکومت او خصوصي سکټور ترمنځ همکاري په پراخه توګه، په ځانګړې توګه په تخنیکي، مالي او پرسونلې برخه کې، ترڅو د کرنې د سکتور پیاوړتیا او استحکام تامین شي.
کرنې پوهنځي اړوند د قوت ټکې
- د علمي څېړنو د ترسره کولو لپاره کافي تجربه او وړتیا.
- د څېړنو د تحلیل او تفسیر په برخه کې د لوړي پوهې لرل
- په کرنه کې د خلاقیت د ودې لپاره د بشري ظرفیتونو شتون.
- له اداری فساد سره د مبارزې برخه پوره ژمنتیا
- د معیاري تحصيلي نصاف په تطبیق او تدریس کې کافي تجربه لرل
- کیفیت لوړونې په برخې کې د پوهنځي تجربه او روښانتیا.
- د معلوماتي ټکنالوژۍ چوپړتیاوو ته لاسرسی.
- اداري او تدریسي بلاک چې مجهز تدریسي ټولګي لري.
- د یو منظم او نسبتا مناسب څېړنیز فارم، لابراتوار او کتابتون شتون.
- برښنا ته کافی لاسرسۍ.
- د مسلکي پرمختیا مرکز چوپړتیاوو ته لاسرسی.
- ژمن، متخصص او تجربه لرونکي علمي کادر غړو شتون
- تجربه لرونکي اداري کارکوونکي چی په اسلامي او ملي ارزښتونه ته ژمن دی.
- د کرنې پوهنځي د غزني ولایت له دريو ستکوری ریاستونو سره د تفاهمنامي لرل
- د کرنې په سکتور کې څلور مهم فارغورکونکی څانګو شتون.
- په ټولنه کې د څانګې د فارغینو غوره ځلېدل.
ضعفونه
- په نړوالو معتبرو جورنالونو ته د کرنې پوهنځې نه غړيتوب
- په تدریسي بهیر کې د څېړنو له پایلو څخه نه اخیستنه
- په پلانونو کې په څېړنه باندې د ټینګار کموالی.
- په چارو کې د نوښت نه پالل.
- د خلاقیت او نوښتونو د ودې لپاره د مالي منابعو نشتون.
- په بشپړه توګه د شته تحصیلي نصاب نه پلي کېدل.
- د کیفیت د لوړاوي په موخه د منابعو کمښت
- د حضوري زده کړو د چارو د فشار زیاتوالی.
- د برښنایي زده کړو د یو اغېزمن سیستم نشتون.
- کمپيوتر ليب نشتون.
- داستادانولپاره دکافي دفترونونشتوالی.
- د ظرفیت لوړونې اړوند ستراتیژیکو اقداماتو نشتون.
- له ذیعلاقه اړخونو سره کمرنګه اړیکې.
- د اړیکو مؤثر مدیریت او فعال ټیم نشتون.
- د تحصیلی برنامو د شمېر کموالی.
- د محصلینو د جذب لپاره کم ظرفیت ورکړه.
فرصتونه
- هيواد په کچه د زراعتی څېړنو د ترسراوی لپاره د زیاتو ناحل شوو ستونزو شتون.
- د کرنې په برخه کې په پراخه اندازه د ترسره شوی علمي څيړنیز منابع ته لارسی
- د کرنېز مسائلو په برخه کې له څېړنو څخه ملاتړ.
- په کرنې برخه کې په ملی سطح د څېړنیزو پروژو شتون.
- خلاقیت او نوښت ته د کرنې سکتور ډیره اړتیا.
- په کرنې برخه کی د خلاقیت او نوښت د پرمختګ د زمینو شتون.
- په څيړنو کې د خلاقیت او نوښت څخه د اسلامی امارت کلک ملاتړ
- د فساد مخنیوي لپاره کرنې پوهنځې پوره تعهد.
- وزارت په سطح د کرنې پوهنځي لپاره معیاری نصاب شتون
- د وزارت په سطح د کیفیت لوړاوي ته د ملاتړ شتون.
- د برښنایي زده کړو د لېوالتیا او اړتیا زیاتوالي احساس او ملاتړ
- کرنې ته د افغانستان د اسلامی امارت ځانګړي پاملرنه.
- . د لوړو زده کړو وزارت له لورې د کرنې پوهنځیو ته ځانګړې پاملرنه.
- په کور د ننه د ماسټرۍ او دوکتورا د برنامو شتون
- په نړيواله او ملی سطحه د کرنې په برخه کې دسيستمونو چټګ پرمختګ او نړیواله لېوالتیا
- په بیلابیلو برخو د تفاهمنامو د لاسليک اسنتیاوو شتون
- تخنیکی او مسلکی زده کړو ته او خاصتا کرنې برخه کې د زده کړو لپاره د لېوالتیا زیاتوالی
- په دولتي او غیر دولتي اداراتو کې په نسبي توګه د کرنې پوهنځي د محصلینو لپاره کاري فرصتونه.
تهدیدونه
- د څېړنې په برخه کې د امکاناتو او آسانتیاوو نشتون
- د معتبرو نړیوالو ژورنالونو زیات مالي لګښت
- د څيړنيزم فارم لپاره د بوديجي نشتوالی
- په کور د ننه د پرمختللو کرنېز تولیدي کړنو نشتون
- د عملي چارو ترسره کولو د امکاناتو کموالی
- د تحصیلي نصاب بدلون د صلاحیت نشتون
- د ورځې د غوښتنو مطابق تحصیلي نصاب د ځینو مفرادات نه مطابقت
- په تحصیلي نصاب کې د مضامینو او موضوعاتو تکرار
- د کیفیت لوړاوي لپاره د ځانګړې بودجې نشتون
- د شرایطو سره د کیفیت لوړاوي د ځینو معیارونو نه تطابق
- د کیفیت پالنې په برخه کې آزاد لاس نه درلودل
- پوهنتونونو ته د ټيتي سويې شاګردانو معرفي کيدل
- د علمي کادر غړو د مسئولیتونو زیاتوالی
- د استادانو لپاره د مطالعې د ځانګړو خونو نشتون
- د فارم ساحی محدودوالی
- د یو معیاري کتابتون او لابراتوار نشتون
- د سکالرشیپونو ورکړې په برخه کې د لېوالتیا کموالی
- د فارم ساحی د پاره د اوبو منابعو او حاصلخيزي خاورې نه شتون .
- د څيړنيزفارم لپاره د ځانګړي شوی ساحي ناهمواري او د فارم د وسايلو نشتون.
- د داخلي دولتي او غير دولتي کرنيزو ادارو له طرفه د تفاهمنامو نه تطبیق.
- د برنامو په شمېر کې کموالی
د کرنې پوهنځي د علمي کادر غړي (۱۴۰۵ هـ ش کال)
|
ګڼه |
نوم او تخلص |
علمي رتبه |
تحصیلي درجه |
دنده |
تخصصي څانګه |
کتنې |
|
۱ |
ثابت احمد باوري |
پوهنمل |
ماستر |
د پوهنځي رئیس |
کرنیز اقتصاد او پراختیا |
|
|
۲ |
محمد مسعود نیکنام |
پوهندوی |
ماستر |
استاد |
|
|
|
۳ |
فضل محمد محمدي |
پوهنمل |
ماستر |
د څانګې آمر |
|
|
|
۴ |
عبدالمتین میاڼی |
پوهندوی |
ماستر |
د کمپیوتر ساینس پوهنځي رئیس |
|
|
|
۵ |
حشمت الله سایس |
پوهندوی |
ماستر |
استاد |
|
|
|
۶ |
سیدالرحمن صمیمي |
پوهنمل |
ماستر |
استاد |
|
|
|
۷ |
صبغت الله صمیم |
نوماند پوهنیار |
ماستر |
استاد |
|
|
|
۸ |
اسد الله رحماني |
نوماند پوهنیار |
د ماستري محصل |
استاد |
|
|
|
۹ |
سید رحیم غفاري |
پوهنوال |
د دکتورا محصل |
استاد |
اګرانومي |
|
|
۱۰ |
محمود همت |
پوهنمل |
د دکتورا محصل |
استاد |
|
|
|
۱۱ |
احمد رضا صالحی |
پوهندوی |
ماستر |
PDC آمر |
|
|
|
۱۲ |
محمد مهدي صمیم |
پوهندوی |
دکتور |
استاد |
|
|
|
۱۳ |
سید حمیدالله مظفري |
پوهنمل |
ماستر |
د څانګې آمر |
|
|
|
۱۴ |
ميرزا محمد مدثر |
پوهندوی |
ماستر |
استاد |
|
|
|
۱۵ |
سبقت الله عليپور |
پوهنیار |
دکتورا محصل |
استاد |
|
|
|
۱۶ |
عبدالواسع تاجزاده |
پوهنمل |
ماستر |
د څانګې آمر |
بڼوالي |
|
|
۱۷ |
حبیب الله همایون |
پوهنوال |
د دکتورا محصل |
استاد |
|
|
|
۱۸ |
محمد عمر درویش |
پوهنوال |
ماستر |
استاد |
|
|
|
۱۹ |
غلام معروف فقيري |
پوهندوی |
ماستر |
استاد |
|
|
|
۲۰ |
احسان الله اکرمزوی |
پوهندوي |
د دکتورا محصل |
استاد |
|
|
|
۲۱ |
روح الله کمال |
پوهندوی |
ماستر |
د څانګې آمر |
حیواني علوم |
|
|
۲۲ |
حبیب الله فیضی |
پوهنمل |
ماستر |
استاد |
|
|
|
۲۳ |
محمد امين عمري |
پوهنمل |
دکتور |
د علمي مجلې آمر |
|
د کرنې پوهنځي د کمیټو او د غړیو پېژندنه:
کرنې پوهنځي په لاندې توګه ۹ کمیټې لري، چې د اصولو په چوکاټ کې ټولې خپلې دندې مخته وړي، په لاندې چارت کې کمیټې او د هرې کمیټې غړي روښانه شوي.
د ۱۴۰۵ ل.ل کال لپاره د کرنې پوهنځي د بیلابېلو کميټو د غړو ليست
|
کتنې |
د غړو نومونه |
د کميټې نوم |
ګڼه |
|
|
فیضي مسؤل، فقيري، صبغت الله صميم او جمیلي غړي. |
نظم- دسپلېن |
۱ |
|
|
کمال مسؤل، باوري، درویش، نیکنام، دکتور صمیم، صمیمي، غفوري او صبغت الله صمیم غړي. |
څېړنو |
۲ |
|
|
درویش مسؤل، محمدي،تاجزاد، مظفري، کمال او باوري غړي |
نصاب |
۳ |
|
|
صمیمي مسؤل، مدثر،فقيري،فیضي، دکتور مهدي صمیم، سایس او صبغت الله صمیم غړي |
ازموينو |
۴ |
|
|
سایس مسؤل، تاجزاده، کمال، مظفري،محمدي، او باوري |
ستراتيژیک پلان |
۵ |
|
|
نيکنام مسؤل، محمدي، تاجزاده، مظفري، کمال او باوري غړي |
کيفيت لوړونه |
۶ |
|
|
مدثر مسؤل، دکتور صیمم، دکتور عمري او بهرام غړي |
اليکترونکی زده کړي |
۷ |
|
|
صبغت الله صمیم مسؤل، مدثر، غفوري او فقیري غړي |
فرهنګی کميټه |
۸ |
|
|
باوري مسؤل، فیضي، درویش، دکتور عمري او فقیري غړي |
همکاریو دجذب او تفاهم لیکونو |
۹ |
د کرنې پوهنځي د رئیس پوهنمل ثابت احمد باوري ژوند لیک:
پوهنمل ثابت احمد باروي په ۱۳۷۱ ل. ل کال کې د غزني ولایت، قره باغ ولسوالي د نکردک کلي په یوه علم پروره کورنۍ کې زېږیدلی، خپلې زه کړې یې د شهید عبدالسلام په لېسه کې پیل او په ۱۳۹۰ کال کې د همدې لېسې څخه عمومي اول نمره فارغ او په د ۱۳۹۱ ل. ل کال کې بیرته په همدې لېسه کې د ریاضي مضمون د ښوونکي په توګه په دنده وګمارل شو، استاد په ۱۳۹۱ کال کې د کانکور ازموینې له لارې د خوست شیخ زاید پوهنتون کرنې پوهنځي کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګې ته لار ومونده، په ۱۳۹۵ کال کې له یاد پوهنځي څخه په لومړۍ درجه فارغ او په ۱۳۹۶ کال کې د ازادې سیالۍ له لارې په شیخ زاید پوهنتون، کرنې پوهنځي کرنیز اقتصاد څانګه کې د علمي کادر غړي په صفت مقرر شو، استاد د ۱۳۹۸ کال په وروستیو کې د ایران هېواد – شهرکرد نړیوال پوهنتون کلیوپراختیا څانګه کې د ماستري زدکړې پیل او ۱۴۰۰ کال کې په پوره بریالیتوب سره پای ته ورسولي، استاد باوري په ۱۴۰۳ کال کې د شیخ زاید پوهنتون څخه غزني پوهنتون ته تبدیل شو. ښاغلي استاد په خپله مسلکي برخه کې د زیاتو څېړنو او ژباړې تر څنګ د ۱۵ په شاوخوا کې علمي داخلي او نړیوالي مقالې لیکلي او لا هم په دې برخه کې بوخت دی.
د کرنې پوهنځي د رئیس پیغام:
یادونه کوو چې، کرنې پوهنځي د خپلو پیاوړي بشري او نسبتاً بسیا او د ورځې د غوښتنو مطابق فزیکي او مالي سرچینو په درلودلو سره بشپړ باور لري چې، کولای شي په ټاکلي وخت کې خپل رسالت ترلاسه او د هېواد د غیرتي بچو د واقعي روزنې له لارې د هېواد رغونې او علمي پرمختیا سره بشپړه مرسته وکړي او له دې لارې له خپلو کړېدلو هېوادوالو سره کړې ژمنې پوره او خپل ایماني، وجداني او افغاني مسئولیت ادا کړي. مونږ نه هېروو چې د پرمختګ او سوکالۍ راوستلو لاره نه هواره او نه ژر طی کېدونکې ده، مګر ډاډمن یو چې زمونږ د قوي او نه ماتېدونکې ارادې غوټۍ به سپړېږي؛ په دې سره مونږ خپل سازماني ژوند ته معنا ورکوو او نه پرېږدو چې شرایط زمونږ ژوند ته هویت او معنی ورکړي.
په خورا درنښت
پوهنمل ثابت احمد باوري
د غزني پوهنتون، د کرنې پوهنځي رئیس
ستراتيژیک پلان جوړولو ته اړتیا:
څرګنده ده چې په نړیواله اوملي کچه دهیوادونو د پرمختګ بنسټیزه موضوع معاصري ،علمي لاسته راوړنې دي چې بې له شکه دعلماوو اوفیلسوفانو هڅې او لارښوونې ددې لامل شوې ترڅو د باکیفیته علمي موادو اوتحصيلي مرکزونو شاهدان واوسو، دهمدې اصل څخه په پیروي کرني پوهنځی هم غواړي د پوهنتون د ستراتیژي څخه په الهام ،ټولني ته باکیفیته علمي خدمتونه وړاندي؛ اوعلمي کادرونه په تحصيلي اوعلمي ګاڼه سمبال کړي، چې په دې موخه یو تشکیلاتي جوړښت (د کیفیت د تضمین کمېټه ) جوړه شوې اوپه دوامداره توګه فعالیت کوي.
د ستراتیژیک پلان د پیداکولو لپاره دلته کلیک وکړئ.