دمحصلانو چارو معاونیت :
د محصلانو معاونیت د غزني پوهنتون د څلورو معاونیت په ډله کې راځې، چې د دې معاونیت مسؤلیت د محصلینو د اسنادو تکمیلول، د تحصیلي سندونو بهیر ترسره کول، د محصلینو د ظرفیت لوړونې لپاره د زمینې برابرول، مناسبه ورزشي فضاء برابرول ، مشوره ورکول، د تدریسی بهیر د تطبیق پروسه او دتحصیلي دورې د اکمال ټولي چاري ترڅارلاندې لري؛ د محصلانو چارو معاونیت په مستقیمه توګه د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام تر اثر لاندې دی. او د زده کونکو معیارونو او تجربو ته په کتو یې ډیر فعالیتونه ترسره کړي دي. د لوړو زده کړو قانون ته په کتو د پوهنتون په کچه د محصلانو چارو معاونیت مهم رول اداء کوي. دغه معاونیت د هیواد په کچه د لوړو زده کړو د قانون او لوایحو سره سم محصلانو ته تحصیلي خدمات په معیاري او پرمختللي توګه، لکه څنګه چې لازم دي پرمخ بیایې.
د محصلانو چارو معاونیت پېژندنه :
د محصلانو چارو اکاډمیک بست د غزني پوهنتون د څلورګونو معاونیتونو له ډلې څخه ګڼل کېږي، چې د محصلانو چارو اړوند پالېسیو طرحه کول، د ډیپلومونو او ترانسکریپتونو وېش، د محصلینو د معتبرو اسنادو او د لوړو زده کړو وزارت د سپین مهر دنده په غاړه لري .
محصلانو چارو معاونیت شعار:
روڼتیا، کیفیت، خدمات، اسانتیاوي، سرعت
- لرلید (Vision )
د محصلانو چارو معاونیت د غزني پوهنتون رهبري، ادارې او اکاډمیکو څانګو سره په ګډه کار کوي ترڅو د هیواد او نړۍ لپاره مسلکي، تخصصي او په کار پوه بشري ځواک وروزی او د ټولنې د پراختیا او هوساینې لپاره غوره او باکیفیته خدامات وړاندې کړي.
۲) رسالت Mission))
په اسلامي او ملي روحیه د هیواد د ځوان کهول روزنه ، د محصلانو د ظرفیت لوړوني پروګرامونو پلانول، د محصلینو لپاره په مارکیټ کې د مناسب کار پیداکول، د زده کړو د معیاري کیدو لپاره هڅې کول.
په عمومي ډول:
- د مؤمن، متخصص او رښتني وطن دوسته بشري ځوان روزنه
- د موثرو او اغیېزناکو خداماتو وړاندې کول
- په خپل وخت او پرته له ځند د فارغو محصلینو اسناد پروسس او له وزارت څخه طۍ مراحل کول
- د محصلینو لپاره د لیلی او بدل اعاشې خدامات پرمخ بیول
- د محصلینو د نظم او ډسپلین څار او کنترول
- د محصلینو د سپورټی خداماتو پلان او ترتیب
- د محصلینو لپاره دسیمنارونو، علمي کنفرانسونو او ورکشاپونو دایرول
- د هیواد او نړۍ په کچه محصلینو ته د سکالرشیفونو برابرول
۳ )- ارزښتونه (Values)
- د اسلامي ارزښتونو ساتل او هغې ته پوره احترام
- د وطن دوستۍ او ولس ته د خدمت قوي روحیه ورکول
- د زده کړو کیفیت او معیاری کول
- نوښتونه او خلاقیت
- په چارو کی موثریت او اغیزمنتوب
- اړونده چاری په سالم ډول مدیریت کول
- په چارو کې رڼا والی او د فساد په مقابل کې مبارزه کول
۴) موخې Goals) )
- دزده کړو معیاری کول او کیفیت لوړول
- دظرفیت لوړونی برنامو پراختیا
- دمحصلانو لپاره دسالم چاپیریال ایجاد
- د محصلینو لپاره د خارجي هیوادو سره دسکالرشیفونو او انټرشیف اړوند تفاهم نامی امضا کول
- دتحصلي اسنادو څاراو کنترول
- دالکترونیکی ډیټابسونو را منځ ته کول او دفساد په مقابل کی دومداره مبارزه
- دمحصلینو په داسې ډول روزل ترڅو دمارکیټ غوښتنو ته ځواب ووایی
- د ادارې انکشاپ او پراختیا
د محصلانو چارو معاونیت اړوند کمېټې:
د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت محصلینو ته د غوره خدماتو ترسراوي، د محصلانو ستونزو ته درسیدګي په موخه مختلفې کمېټې رامنځته کړې دي ترڅو د همدې کمېټو له لارې محصلینو ته رنګا رنګ خدمات او فعالیتونه وړاندې شي په لاندې توګه په یادو کمېټو باندې رڼا اچوو.
۱- د آزموینو عمومي هیئت ۲- د نظم او ډیسپلین عمومي هیئت ۳- فرهنګي عمومي هیئت