د ښوونې او روزنې پوهنځي پېژندنه:
د ښوونې او روزنې پوهنځي د یاد علمي بنسټ له جوړېدو سره سم، په ۱۳۸۷ هـ ش کال کې خپل فعالیت پیل کړ؛ او په دغو کلونو کې یې د بېلابېلو څانګو له لارې ګڼ شمېر محصلین جذب کړي دي. دغه پوهنځی د خپل تأسیس له پیله تر اوسه پورې د باکیفیته زدهکړو او د پام وړ علمي لاسته راوړنو له لارې د نورو پوهنځیو تر منځ یو مهم او مخکښ ځای خپل کړی دی، او علمي فعالیتونه یې څو ځله د دولتي چارواکو له لوري ستایل شوي دي.
یاد پوهنځی د ښوونې او روزنې په برخه کې د روښانه سابقې په لرلو سره، خپل اساسي مأموریت د مسلکي، خلاقو او ژمنو نسلونو په روزنه کې ویني. د مجرب علمي کادر شتون، چې استادان یې د چین، ترکیې، ایران، قزاقستان او هند له پوهنتونونو څخه د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه فارغ شوي، او همدارنګه پرمختللي تدریسي امکانات لکه کتابتون او مجهز لابراتوارونه (په بیولوژي، کیمیا او فزیک برخو کې)، د محصلینو د زدهکړې د کچې د لوړولو لپاره مناسب چاپېریال برابروي.
اوس مهال، د ښوونې او روزنې پوهنځی پنځه علمي څانګې لکه: ریاضي، تاریخ، بیولوژي، کیمیا او فزیک لري؛ دغه پوهنځی د روښانه ستراتیژیک پلان له مخې خپلې چارې د لوړو زدهکړو وزارت، پوهنتون او د ټولنې اړتیاوو ته په کتو تنظیموي.
د دې پوهنځي له مهمو موخو څخه یوه دا ده چې ځوان، مسلکي او وړ علمي کادرونه او ښوونکي وروزي، څو د افغانستان د پوهني نظام په پرمختګ کې اغېزمن رول ولوبوي. موخه دا ده چې د اغېزمنې زدهکړې له لارې د هېواد زدهکوونکي په وطنپالنې، پرمختګ، نوښت او زړورتیا وروزل شي، ځکه د هېواد راتلونکی له تعلیمیافته نسلونو سره تړلی دی.
د دې پوهنځي تدریسي چارې د ۳۳ تنه استادانو له خوا پر مخ وړل کېږي، چې تحصیلي درجې یې لیسانس، ماسټري او دوکتورا دي، او علمي رتبې یې له نامزد پوهنیار څخه تر پوهندوی پورې رسېږي. سربېره پر دې، پوهنځی یو رئیس، یو مرستیال، یو عمومي تدریسي مدیر، یو اجرائیه مدیر، د بیولوژي او کیمیا په برخو کې دوه لابرانتان، او یو خدماتي کارکوونکی لري، چې ټول په ګډه د تدریسي، څېړنیزو او اداري چارو د پرمخ وړلو لپاره په همغږي کار کوي.
دغه پوهنځی تل هڅه کړې چې د تخصصي پوهې ترڅنګ محصلین د خپلو زدهکړو د لا لوړولو لپاره وهڅوي. د څه باندې یوې لسیزې پرلهپسې هڅو په ترڅ کې، دې پوهنځي داسې مسلکي او وړ کسان روزلي چې نن ورځ یې ډېری فارغان د هېواد په لوړو تعلیمي بنسټونو او معتبرو تعلیمي ادارو کې په علمي او اداري دندو بوخت دي.
لرلید
د ښوونې اوروزنې پوهنځی هڅه کوي چې د تدریس، څېړنو او معیاري تحصیلي خدمتونو له لارې د ټولنې له اړتیاؤ سره سم په ملي او سیمه ییزه کچه د یوه باوري او بریالي ښوونیز او څیړنیز بنسټ په توګه وپېژندل شي.
مأموریت
د ښوونې او روزنې پوهنځی د یو علمي او څېړنیز مرکز په توګه ژمن دی چې د چاپېریال له فرصتونو، امکاناتو عصری ټکنالوژۍ، انساني ځواک، وړتیاؤ او له خپلو ذینفعانو سره د اړیکو په جوړولو سره ګټه واخلي، څو د ریاضي، فزیک، تاریخ، کیمیا او بیولوژي په برخو کې علمي کادرونه وروزي او د ټولنې له اړتیاو سره سمې علمي څېړنې ترسره کړي.
بنسټیز ارزښتونه
د ښوونې اوروزنې پوهنځی بنسټیز ارزښتونه عبارت دي له:
- اسلامي او اخلاقي اصولو ته درناوی
- د مسلکي اخلاقو رعایت
- شایسته سالاري او وړتیا ته لومړیتوب
- اداري عدالت او شفافیت
- بشري کرامت ته درناوی
- رښتینولي او همکارۍ روحیه
- نوښتونه او ابتکارات
- د ټکنالوژۍ او نوښت فرهنګ پالنه
- له فساد سره رښتینې مبارزه
- له تبعیض او تعصب سره مبارزه
- ګډ کار کول
- سالمه سیالي
- د سازماني هویت مفهوم پالنه
- د محصلینو تخلیقي وړتیاوو پیاوړتیا
- دټولنې پروړاندې دمسئولیت احساس پیاوړی کول.
د ښوونې اورزنې پوهنځی ستراتیژیکې موخې
- د علمي څېړنو او نوښت پرمختګ او پراختیا.
- اغېزمنه رهبري او د فساد بشپړه محوه.
- د تحصیلي نصاب بیا کتنه او پرمختګ لپاره هځي
- د کیفیت د معیارونو لوړول، پالنه او ساتنه.
- د اغېزمنو برښنایي- تحصیلی چوپړتیاوو پراختیا.
- د لوړو زده کړو وړاندې کولو لپاره د پوهنځی ټولو موجودو امکاناتو اغېزمنه استفاده.
- د بشري سرچینو د علمي او مسلکي استعدادونو لوړتیا او پرمختګ.
- د داخلي اړیکو اغېزمن مدیریت او پیاوړتیا.
- د محصلینو د تخلیقي وړتیاوو وده او هغوی ته د عادلانه لوړو زده کړو وړاندې کول او زمینه برابرول.
د ښوونې اوروزنې پوهنځي کمېټې:
- د ستراتیژیک پلان د تدوین او څار کمېټه
- د نصاب کمېټه
- د څېړنو کمېټه
- د کیفیت لوړاوي کمېټه
- د ازموینو کمېټه
- فرهنګي او نظم دسپلین کمیټه
- دشکایاتو اوریدلو کمیټه
- د الکترونیکي زده کړو کمېټه
د ښوونې اوروزنې پوهنځي درئيس پوهنمل ګل حبیب حنفي لنډه پېژندنه
ښاغلی پوهنمل ګل حبیب حنفي د حاجي تاج میر زوی او د مرحوم حاجي خدای نور لمسی په ۱۳۶۷هـ ش کال کې د غزني ولایت، قره باغ ولسوالۍ خالوخیلو په کلي کې زیږدلی دی. خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړي یې دقره باغ ولسوالۍ دحضرت بلال (رض) په عالی لیسه کې او ثانوي زده کړې یې د قره باغ ولسوالۍ د سلطان محمود په عالي لېسه کې بشپړې کړې دي. او په ۱۳۸۶هـ ش کال کې د نوموړې لېسې څخه په اعلی درجه فارغ شو. پوهنمل ګل حبیب حنفي د ۱۳۸۷هـ ش کال د کانکور په آزموینه کې تر ګډون وروسته د خپلې خوښې سره سم د خوست دشیخ زاید پوهنتون، د ښوونې اوروزنې پوهنځي ته بریالی شو. نوموړي د څلورو کلونو په موده کې خپلې د لېسانس دورې زده کړې د ریاضی اوفزیک په برخه کې په بریالیتوب سره پای ته ورسولې او په۱۳۹۰ هـ ش کال کې دخوست شیخ زاید پوهنتون د ښوونې اوروزنې پوهنځي څخه د لېسانس په کچه فارغ شو. پوهنمل حنفي په ۱۳۹۱ ه ش کال د آزادې سیالۍ له لارې دکابل ولایت مرکز ساینس ریاست د فزیک په څانګه کې د غړي په توګه دنده پیل کړه. ددې تر څنګ د کابل ولایت دپوهنی وزارت ترچتر لاندې دودان موسيسه کې دماستر ترینتر په حیث دنده ترسره کړي. د ۱۳۹۱ هـ ش کال په اخير کې د آزادې سیالۍ له لارې د پکتیکا پوهنتون دښوونې اوروزنې پوهنځي ته په کادرۍ ازموینې کې بریالی شو . له څوکلونو داستادۍ مقدسې دندي وروسته د چین هیواد د UESTC پوهنتون د فزیک پوهنځي د رادیو فزیک په برخه کې د ماسترۍ پروګرام ته لاره پیداکړه چې د دوه کلونو په موده کې یې خپلې د ماسترۍ دورې زده کړې په بریالیتوب سره بشپړې کړي او د ۱۳۹۸ه ش کال کې دچین هیواد UESTC پوهنتون دفزیک پوهنځي د رادیو فزیک څانګې څخه د ماسترۍ په کچه فارغ شو. په ۱۳۹۸هـ ش کال کې دپکتیکا پوهنتون د ښوونې اوروزنې پوهنځي د فزیک د څانګې د آمر په صفت دنده په غاړه درلوده . او له څه باندې لس کاله داستادې مقدسې دندې وروسته یې په ۱۴۰۰ ه ش کال کې د غزني پوهنتون دښوونې اوروزنې يوهنځي د فزیک څانګې ته د تبدیلۍ لاره وموندله چې له دوو کلونو داستادۍ مقدسې دندې وروسته .یې په ۱۴۰۲ ه ش کال کې د ښوونې اوروزنې پوهنځي د رئيس په توګه په دنده وګمارل شو، چې تر اوس مهال یاد مسؤلیت په غاړه لري. ښاغلی پوهنمل ګل حبیب حنفي ته د خپل تحصیل او دندې په بهیر کې د پوهنې وزارت ، لوړو زده کړو وزارت، پکتیکا پوهنتون؛ او د ماسټرۍ په جریان کې د چین هیواد د UESTC پوهنتون، څخه په دندو کې او د ښې وړتیا ښودلو په پار تقدیري لوحې او ستاینلیکونه ورکړل شوي دي.
د ښوونې او روزنې پوهنځي د رئیس پیغام
الحمد لله رب العالمین، والصلاة والسلام علی سید المرسلین و علی آله و اصحابه اجمعین.
د یوه لوی بنسټ د ګډي بریا لپاره اړینه ده چې یو هر اړخیز او جامع پلان موجود وي. داسې پلان چې د مناسبو پریکړو او عملي تګلارو پر بنسټ ولاړ وي. د ښوونې او روزنې پوهنځی هڅه کوي چې د ملي اسنادو او پروګرامونو لکه د هېواد د علمي جامع نقشې؛ او د لوړو زده کړو وزارت ستراتیژیک پلان پر بنسټ، د خپل پوهنځي ستراتیژیک پلان وړاندې کړی، څو د پوهنتون لیدلوري، ماموریتونو او سترو تګلارو ته ورسېږي.
د ستراتیژیک پلان پر بنسټ، د پوهنځي او علمي کادر غړو خپل خپل ستراتیژیک پلانونه ترتیب کړي دي، چې په پایله کې د دغو پلانونو د یو ځای کولو او همغږۍ څخه د «پوهنځي ستراتیژیک پلان» رامنځته شوی دی. د دې پلان تر ټولو مهم هدف دا دی چې یو «بااعتباره تحصیلي او څېړنیز بنسټ» ته ورسېږي. د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره مهم محورونه لکه له ټولنې او صنعت سره اړیکې، هدفمندې څېړنې، د پوهنتون او پوهنځي مقام لوړول، د زده کړې وده، کلتوري، ټولنیز او روزنیز پرمختګ، نړیوال کېدل، د زیربناوو پراختیا او اغېزمن مدیریت د «تدریس او څېړنې» پر بنسټ تعقیبېږي.
د ښوونې او روزنې پوهنځی ژمن دی، چې د استادانو او څانګو له خوا وړاندې شوې ټولې طرحې او وړاندیزونه ملاتړ کړي. دا کار د دې سبب شوی چې بودجه له پروګرامونو سره وتړل شي او یو عملي پلان رامنځته شي. تر اوسه پورې دا هڅې د پنځو څانګو له خوا د عملي پلانونو د جوړېدو سبب شوي دي.
د دې ستراتیژیک پلان له مخې، د ۱۴۰۳-۱۴۰۷ هـ.ش کلونو په اوږدو کې، د ښوونې او روزنې پوهنځی به یو الهام بښونکی، فعال او تخصصي پوهنځی وي، چې د خپلو انساني او علمي پانګو په کارولو او همدارنګه د داخلي ظرفیتونو په ګټې اخیستنې سره به د علومو (تاریخ، ریاضي، فزیک، بیولوژي، کیمیا) په بدلون کې ونډه واخلي. دا به د عصري علومو د مقام لوړولو او د مؤمنو، عاقل او بدلون راوستونکو انسانانو د روزنې لپاره به کار وکړي، څو په ملي او نړیواله کچه اغېزمن رول ولوبوي.
د ښوونې او روزنې پوهنځی ویاړي چې نوی ستراتیژیک پلان یې ترتیب کړی، چې موخه یې په ټولنه کې د تعلیم او تربیې د کیفیت لوړول او د ټولنې اړتیاوو ته ځواب ویل دي. دا پلان د راتلونکو فعالیتونو لپاره د یو جامع لارښوود په توګه طرحه شوی؛ او د علمي کادر او محصلانو د نظریاتو پر بنسټ جوړ شوی دی.
دا ستراتیژیک پلان د نوښت، همکارۍ او ټولنیز مسؤلیت پر بنسټ ولاړ دی. د ښوونې او روزنې پوهنځی غواړي داسې تعلیمي او څېړنیز چاپېریال رامنځته کړي چې نه یوازې علم ته وده ورکړي، بلکې د ټولنیزو او اقتصادي ستونزو په حل کې هم مرسته وکړي.
موږ په ګډه کولای شو چې په خپله ټولنه کې د علم او پوهې څراغ لا روښانه کړو او خپلو لوړو موخو ته ورسېږو.