د علمي چارو معاونیت لنډه پېژندنه:

د غزني پوهنتون د علمي چارو معاونیت د پوهنتون له مهمو او اساسي علمي واحدونو څخه شمېرل کېږي، چې د تدریس، څېړنې، نصاب، تضمین کیفیت، استادانو چارو او علمي پرمختګونو د تنظیم او رهبرۍ مسؤلیت لري. دغه معاونیت د پوهنتون د علمي فعالیتونو اصلي محور بلل کېږي همدارنګه دغه معاونیت د پوهنتون د علمي نظام اصلي اداره ده او د پوهنتون د علمي پرمختګ، معیاري زده کړو او اکاډمیک اعتبار لپاره مهم رول ادا کوي.

د علمي چارو معاونیت په لاندې څانګو کې فعالیت ترسره کوي:

د استادانو چارو آمریت

د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو آمریت

د استادانو د مسلکي پراختیا (PDC) آمریت

د علمي چارو معاونیت دندې:

د علمي چارو معاونیت اساسي دندې عبارت دي له:

د پوهنتون د علمي پروګرامونو تنظیم او رهبري

د تدریسي بهیر څارنه او ارزونه

د نصاب بیاکتنه او پراختیا

د استادانو د علمي ظرفیت لوړونه

د علمي څېړنو ملاتړ او تشویق

د کیفیت تضمین معیارونو تطبیق

د علمي شورا د غونډو تنظیم

د امتحاناتو او نتایجو مدیریت

د لوړو زده کړو وزارت د علمي پالیسو تطبیق

د علمي چارو معاونیت کړنې:

دغه معاونیت لاندې مهمې کړنې ترسره کوي:

۱. علمي نظارت

د پوهنځیو او څانګو تدریسي فعالیتونو ارزونه

د استادانو د حاضري او تدریس څارنه

۲. د کیفیت تضمین

د کیفیت تضمین کمېټو جوړول

د اعتبار ورکولو معیارونو پلي کول

۳. د څېړنو پراختیا

د علمي سیمینارونو او کنفرانسونو جوړول

د علمي مقالو او مجلو چاپ ته زمینه برابرول

۴. د استادانو پرمختګ

د ماسټرۍ او دوکتورا بورسونو تعقیب

د ظرفیت لوړونې ورکشاپونه

۵. د نصاب اصلاح

د عصري او معیاري نصاب برابرول

د نړیوالو معیارونو سره سمون

مسؤلیتونه:

د علمي چارو معاونیت مهم مسؤلیتونه:

د پوهنتون د علمي کیفیت ساتنه

د تدریس معیاري کول

د محصلانو علمي ستونزو حل

د استادانو علمي ارزونه

د څېړنیزو پروژو همغږي

د علمي شورا پرېکړو عملي کول

د لوړو زده کړو وزارت ته راپور ورکول

د علمي اسنادو ترتیب او ساتنه

راتلونکې پلانونه:

د علمي چارو معاونیت راتلونکې پلانونه عموماً په لاندې برخو کې وي:

۱. د کیفیت لوړول

د ملي او نړیوال اعتبار ترلاسه کول

د تدریس معیاري کول

۲. ډیجیټلي سیستمونه

د معلوماتي سیستمونو پراختیا

آنلاین تدریس او امتحانات

۳. د استادانو ظرفیت لوړونه

د ماسټرۍ او دوکتورا بورسونه

علمي روزنیز پروګرامونه

۴. علمي څېړنې

د څېړنیزو مرکزونو پراختیا

د علمي مجلو فعالول

۵. د نصاب عصري کول

بازارمحوره نصاب

تخنیکي او عملي زده کړې

د علمي چارو د مرستیال پیغام:

علمي او اکاډمیک مرکزونه باید د اسلامي فکر د تولید او اسلامي موخو او لوړو هیلو د تحقق مظهر شي، فکر جوړونه د اسلامي ارزښتونو او  نسل پالنه د شرعي معیارونو په رڼا کې ترسره شي. څو د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره دسیالۍ په لړۍ کې پاته نشو. افغانان د هرکار وړتیا لري، چې هر لورې ته یې مخه کړې، بریا او لاسته راوړنې یې هم دځان کړي. خو د یو سالم فکر تشه یې تل محسوسه شوي او دې تشې بحرانونه هم زېږولي، چې څرګند مثال یې په یوه پیړۍ کې دری ځلې اشغالګرو ته د راتګ زمینه برابرول او د وطن په پاک حریم د اشغال ناپاک قدمونه ښودل دي.

زه د یو مسلمان او مجاهد په توګه ځوان او مسلمان نسل ته دا پیغام لرم، چې دا هیواد د مسلمانانو هیواد ده فطرتاً مسلمان دي، دلته الحادي افکار او الحادي موخې هیڅکله تحقق نه پیدا کوي، نو ښه داده چې د دغه ستر مقدس شعار چې اسلام دی تر سیوري لاندې په لوړ مورال او سالمه عقیده باندې د دغه هیواد راتلونکي ته کار وکړو. څو بیا مو نوی نسل د نورو د شومو موخو ښکار نشي.

او زموږ محصلين ځوانان بايد د خپلو عصري زده کړو ترڅنګ د خپل دين زدکړه هم وکړي او د ديني او اسلامي زدکړو په ډګر کې هم باید وځليږي او کافي علم بايد ورسره وي؛ او په اخلاقو او آدابو کې هم باید د غربيانو او پرديو پرځای دخپلو اسلافو او خپل ګران پيغمبر صل الله عليه الله عليه وسلم پيروي او تابعداري وکړي.

والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته

دغزني پوهنتون د علمي چارو د مرستیال او طريقت پیر الحاج خليفه صاحب مولوي محمد حیدر حمزه لنډ ژوند لیک

زوکړه او زده کړي یې:

دجهادي محاذونو سترغازي، زوړور مجاهد،  د اشغالګرو د سترګو اغزی، د حجرو او مرکو سترمصلح، د منبر فصیح مبلغ الحاج مولوي محمد حیدر حمزه چې د جهاد په ګرمو سنګرونو کې د مولوی عبدالباسط په نامه یې خاص شهرت د ځان کړی و، له نن څخه پوره دوه څلویښت کاله پخوا په ١٣٦٣هـ ش کال کې د غزني ولایت دهیک ولسوالۍ د دهيک په کلي کې د ارواه ښاد حاجی جمعه الدین په متدینه او جهادپاله کورنۍ کې د حیات قدم کېښود. د ماشومتوب ټوله دوره یې د خپلې کورنۍ په غېږ کې ترشاه کړه، چې کله د کتاب او قلم  شو، نو یې ارواه ښاد پلار په خپل همت سره خپل نازولی زوی د سیمې متبحر عالم او نوموتي استاد د روزي کلا مولوی صاحب ته کېنول، د زده کړو پیل یې د روزي کلا له جوماته وشو، هغه پیل چې د حمزه مولوي صاحب په ژوند یې د یوه لوی تحول او بدلون څرکونه وبریښول.  مروج  او لومړني ديني او عصري علوم یې د کلیو په درسونو؛ او مکتبونو کې تر پنځم ټولګې ورسول، د شپږم او اوم ټولګي لپاره یې د نورالمدارس عالي جامعې ته زړه ښه کړ، ځکه هلته د فیوضاتو او برکاتو خوا کې معیاري او منظم تدریس له کلونو راهیسي جریان درلود، مولوي حمزه لیواله وه، چې د زده کړو لړۍ تر پایه په همدغه مدرسه کې ترسره کړي، خو قسمت او د وخت جبر یې د زده کړو لړۍ په اتم ټولګي کې وشلوله ، په هیواد د امریکایې او ناټو اشغالګرو خونړۍ څپه را خوره شوه، حمزه مولوي صاحب کتابونه په تاخچه کې، کېښودل او د جهادي همت او غیرت ملایې وتړله، په خرپ او ترپ یې د جهاد سنګرونه د ځان او ملګرو په مبارکو وینو او ډیر ځلې یې د دښمن په وینو سره کړل. د ډیرو ستړو، قربانیو، منډو او هڅو وروسته یې په سیمه کې ځان ته د دمې ځای پیدا کړ ، نو یې بیا مخ په زده کړو کړل ، د جهاد په ګرمو هنګامو ، د باروتو په دودونو، چاپو او بمبار کې چې کله به له سنګره راستون شو، کتاب به یې د موټر سایکل له خورجین راوباسل؛ او د سیمي نوموتو علمأ کرامو سره به یې زده کړیزه ملتیا جاري کړه، مولوي حمزه ته خدای یو نادره حافظه، قوي ذهن او لوړ فطري استعداد ورکړی ؤ، چی اکثره وخت به په خپلو ملګرو کې د صنف اول نمره ؤ، په ډیر کم وخت کې د سیمې د علماوو ترمنځ دده د لیاقت، اهلیت، درایت او شخصیت زمزمې او اوازي خورې شوي، په شل کلن اشغال کې د دښمن له بریښولو سره خواکې دهجرت له سختيو ګاللو سره پرشيخ الحديث والتفسير د هيواد مشهورعالم مولوي عزيزالله مظهری صاحب دحديثو وړه دوره وکړه؛ او په مشهور محدث شيخ القران والحديث شيخ صاحب محمد ادريس يې لویه دوره وکړه او په شهيد شیخ القران والحديث حضرت مفتی رحمت الله غنوي صاحب باندې یې د فقهی تخصص هم وکړل، دوه کاله چې کله فراغت ته نيژدې ؤ، نوموړی مفتی صاحب مبارک شهيد شو او د تخصص سند يې نیمګړی پاتي شو؛ چې د ظاهري علومو د حصول سلسله يې په همدې ځای پای ته ورسيده او د طريقت په لار کې يې خپلي هڅې او کوششونه جاري وساتل چې په ۱۴۴۵ ه ق کال کې ورته د وحيدالعصر فريدالدهر د وخت د مجدد مشفق استادالحاج خليفه صاحب محمداسماعيل جان صاحب زاده چې د باران قلعه په خليفه صاحب مشهورده او د قلعه اي جواد د حضراتو سجاده نشین او د نورالمدارس د عالي جامعې د ټولو استادانو استاد؛ او روحاني شخصيت لخوا ورته دطريقت اجازه ورکړل شوه او ورته د خلافت دستار ورته په سرکړل شو. او د ١٤٤٦هـ ق کال په ازموينو کې ماسټري ازموینې په ترسراوي کې د ممتاز په درجه و ویاړل شو .

له فتحې وړاندې مسؤلیتونه :

دجهاد د پیل په لومړیو کې د امریکایې اشغال سلطه خورا پياوړي او پلویان یې له شمیره زیات ؤ،  پر وړاندې یې دمقاومت احساس لرل، محال او ناشوني ؤ، خو څو تنو په خدای تعالی جل جلاله او ازادۍ مینو ځوانانو سرونه په لاس کې ونیول ، چې یو هم په تانده ځوانۍ کې مولوي محمد حیدر حمزه دغې لوې معرکې ته یې دالله په نصرت او د مسلمان ملت په غیرت یې د ۱۳۸۵هـ ش کال په لومړیو کې   را ودانګل، دغه ډله له ورځې بلې ته په سیمه او منطقه کې په قوت او قدرت اوښته، د اشغالګرو او د هغوی د لاسپوڅو پام یې ځانته واړول، چاپې، کمینونه، چریکې جنګونه په ډیریدو شو، چې د کال تر پایه حاکم نظام ته په لوی سرخوږي بدله شوه.

په ١٣٨٥هـ ش کال کې حمزه مولوی صاحب او ملګرو یې د جهادي تړون مزی، له خلیفه صاحب سراج الدین حقاني سره ټینګ کړل، دهغوی تر رهبري لاندې یې د څو تنو غيرتي ملګرو په ملتیا کلکه مبارزه شروع کړه د هغو ملګرو دشهادت څخه وروسته د ځينو جهادي تکتیکونو او د جهادي صف د قوي کولو په موخه د١٣٨٥هـ ش کال په اخير کې د مولوي صاحب حمزه او څو نورو غیرتي او با احساسه ملګرو او شهیدقاري صاحب نعیم په مشرۍ یوه جهادي ډلګۍ او ټولۍ د اندړو په ولسوالي کي رامنځته کړه، چې د دغي کوچنۍ؛ او غيرتی ډلې فعالیت د الله تعالی په نصرت ورځ په ورځ قوي کيده او د هري سيمي او ولسوالیو مجاهدين او خلګ ورسره ملګري کيدل او په مختلفو ولسواليو او سيمو کې په غربي اشغالګرو او د هغوی په متحدينو او د هغوی په داخلي ګوډاګيانو او جاسوسانو يې سخت عمليات ترسره کړل؛ او په ډيرکم وخت کې دوښمن سخت وارخطا کړ چې په دې ترڅ کې د دغو مجاهدينو د جذبو او مقاومت شهرت بيخي زيات شو، چی فعاليت يې اندړو، قرباغ، دهیک، مرکز، واغظ، خوګياڼو ولسواليو ته پراخ شو اوپه همدې ذکر شوو ولسواليو کې فعال ګروپان د مجاهدينو فعال شول د دغې ډلګۍ د جهادي ولولیز ګوزارونه، جهادي تکتیکونه  او زوړرتیا ذلیل دوښمن ډير زيات وارخطا کړ، په هر جنګ کې چې به ورسره مخ شو، ماتې به یې له ځاني تلفاتو سره مل  او د تېښتې لاره به یې نیوله.

د قاري صاحب نعیم تقبله الله له شهادت وروسته د ډلګۍ ملګرو مولوي صاحب حمزه د هغه ځایناستی وټاکل خو حمزه مولوي صاحب له خپل لوري شهید ابو یوسف د دغه کار لپاره وړ وبلل او هغه یې د شهید قاري صاحب ځایناستی او خپله یې بیعت ورسره تازه کړ.

له دې وروسته عبدالباسط مولوي صاحب د مختلفو سیمو مسؤل، د ګروپ مشر، د لویو جنګونو د محاذ مشر له ۲۰۰۹ کال څخه تر ۲۰۱۲ کال پوري د غزني ولایت د متفجراتو عمومي مسؤل، د دعوت او ارشاد استازی، د خوګیاڼو ولسوالۍ نظامي مسؤل، بیا تر فتحې پوري د غزني ولایت د استخباراتو د کشف مسؤل پاتي شو.

له فتحې وروسته:

له مبینې فحتې وروسته مولوي صاحب محمد حیدر حمزه داستخباراتو لوی ریاست په چوکاټ کې په دنده پیل وکړ، له څه وخت وروسته د ملګرو او نظام د اړتیا پر بنسټ نوموړی د دفاع وزارت د خالد بن ولید قول اردو د کشف او استخباراتو مسؤل وټاکل شو، له څلور میاشتني واک وروسته د مشرانو د لزوم دید له مخې د۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند د ډګروال په نظامي رتبه او بست کې د ضد استخباراتو مسؤل وټاکل شو. ورپسي د دفاع وزارت د وزیر صاحب د ځانګړې سپارښتنې او امر پر بنسټ د دفاع وزارت د مرکزي زون د کشف او استخباراتو مسؤل چې اته مرکزي ولایتونه لکه پنجشير، کاپيسا، پروان، لوګر، میدان وردګ، دايکنډی، باميان او کابل په کاري ساحه کې راتلل وګمارل شو، له یو کال دندې او خدمت وروسته د لوړو زده کړو وزارت په غوښتنه یې هغه دنده د غزني پوهنتون د علمې چارو په مرستیالۍ بدله شوه، ځکه په علمي ماحول کې یې تر بل هرځای دده اړتیا زیاته محسوسېده، چې تر نن پورې په یاده دنده کې له نوښتونو سره مل روان دی.