غزني پوهنتون کې د شپږګونو پوهنځیو محصلینو ترمنځ د روغتیا، ورزشي روحیې، یووالي او همغږۍ د پیاوړتیا په موخه د فوټبال څلور ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۴:۵۲
bu

قمري نېټه: محرم الحرام  ۵، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه:  سرطان ۱۰، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه:  جولای ۱، ۲۰۲۵م

تېره ورځ په غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د شپږګونو پوهنځیو د محصلینو  ترمنځ د فوټبال څلور ورځنۍ سیالۍ په رسمي ډول پیل شوې. په دغو سیالیو کې د بېلابېلو پوهنځیو اتو ټیمونو ګډون کړی، چې هدف یې د محصلینو ترمنځ د روغتیا، ورزشي روحیې، یووالي او همغږۍ پیاوړتیا ده.

د سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې د محصلانو چارو سرپرست مرستیال پوهنمل عبدالمتین میاڼي د ورزش اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل: چې ورزش نه یوازې فزیکي روغتیا تضمینوي، بلکې د زغم، همکارۍ او مشرتابه مهارتونه هم پیاوړي کوي. دا ډول سیالۍ د محصلینو ترمنځ مثبت رقابت رامنځته کوي او د پوهنتون فضاء لا ښکلې کوي؛ او زیاته یې کړه چې د  پوهنتون رهبري هڅه کوي چې د نورو لوبو لکه والیبال او کرکټ لپاره هم سیالۍ تنظیم کړي، ترڅو د محصلینو ورزشي استعدادونه نور هم وغوړېږي.

د سیالیو لومړۍ لوبه د ژبو، ادبیاتو  او ښوونې او روزنې پوهنځیو ترمنځ ترسره شوه.

په ورته وخت کې، محصلین له دې نوښت څخه هرکلی کوي او وایي چې دا ډول فعالیتونه نه یوازې د دوی د ذهني فشارونو کمولو کې مرسته کوي، بلکې د ملګرتیا او همکارۍ فضا هم رامنځته کوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS