د غزني پوهنتون او د غزني ولایت د چاپیریال ساتني ریاست ترمنځ د ګډو علمي همکاریو د تړون د لاسلیک په موخه ناسته وشوه.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۹:۴۵
hh

 

سه شنبه : ۲۴ / محرم الحرام / ۱۴۴۶ه.ق

د غزني پوهنتون د رهبرۍ د هدایت سره سم د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد جاوید خالد او ور سره مل پلاوي، د چاپیریال ساتني ریاست له رئیس مولوي احمدالله عرفان سره د دوه اړخیزو علمي همکاریو د تړون د لاسلیک په موخه ګډه ناسته وکړه، د چاپیریال ساتني ریاست رئیس دغه پلاوي ته د ښه راغلاست او قدرداني ترڅنګ د غزني پوهنتون په دغه کړنه خوښي وښووده او ویې ویل چې د چاپیریال ساتني ریاست چې کوم امکانات په واک کې لري دغو امکاناتو ته په کتو له یاد پوهنتون سره د هر ډول علمي همکاریو لاسلیک کولو ته چمتو دي او زیاته یې کړه چې په نیزدې راتونکي کې به له غزني پوهنتون سره د دواړو لورو استازو په شتون کې د دوه اړخیزو علمي همکاریو تفاهم لیک امضأ کړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت



 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS