غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره؛ او د طب او عامه ادارې، پالیسي پوهنځیو په اداري تشکیل او یو لړ نورو موضوعاتو باندې بحث او لازمي پریکړي ترسره شوې.

قمري نېټه: ذالحجه ۲۲، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمریزه نېټه: جوزا ۲۸، ۱۴۰۴ هـ.ش
میلادي نېټه: جون ۱۸، ۲۰۲۵م
نن ورځ د غزني پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره او په یو شمېر مهمو موضوعاتو د بحث ترڅنګ لازمې پریکړې وشوې.
ناسته د کلام الله مجید د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه. ورپسې د غزني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هغوی د صحت او عافیت پوښتنه وکړه او دارنګه یې د پوهنتون په روانو علمي او اداري چارو کې له الله تعالی ج څخه د کامیابي غوښتنه وکړه.
وروسته له اجنډا سره سم د شرعیاتو پوهنځي پوهنځي په تحصیلي نصاب، د طب او عامه ادارې او پالیسي پوهنځیو په اداري تشکیل او د ځینو کمېټو د کاري پلانونو او دندو لایحو تائیدي او د ستادانو د علمي رتبو د ترفیعاتو د دوسیو په تائیدي او یو شمېر نورو مهمو او متفرقه موضوعاتو هم هر اړخیز بحث او لازمي پریکړي وشوې.
ناسته په دعایه سره پای ته ورسېده.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت