د اقتصاد پوهنځي لنډه پيژندنه:
د اقتصاد پوهنځی په ۱۳۹۲ل.ل کال کې د مالي او بانکي چارې او منجمنټ او تشبثاتو اداره څانګو په لرلو سره تأسيس شوه او خپلې اړوند تدريسي او اداري چاري يې د ۲ تنو استادانو په لرلو سره راپيل کړې. د تأسيس له نيټې څخه تر دې دمه يې د ګڼو ننګونو سربيره د هيواد د ځوان کهول د اسلامي او مسلکي روزنې لړۍ جاري ساتلي او له يادو دوو څانګو څخه يې سلګونه په نويو مسلکي پوهو او ځانګړو مهارتونو سمبال ځوانان فارغ او ټولنې ته وړاندي کړي دي. اقتصاد پوهنځی تر ۱۴۰۳ کال پوری په مالي او بانکي چارو او منجمنټ او تشبثاتو ادارې په برخه کې په اسلامی او مسلکی زده کړو سمبال (۱۱۳۳) محصيلين ټولنې ته وړاندې کړي دي.
اقتصاد پوهنځی اوس مهال د هيواد له بيلابيلو ولايتونو څخه (۳۰۰) تنه محصلين او(۱۴) تنه استادان لري چې د هغوي له جملي څخه (۵) تنه یې د هيواد په داخل او خارج کې د ماستري او دوکتورا په زده کړو بوخت دي. ۴ تنه اداري او خدماتي کارکوونکي لري. د يادې پوهنځی د دواړو څانګو محصلين څلور لومړني سمسترونه د اقتصاد اړوند عمومي زده کړي کوي او وروسته له هغه پاتې څلور سمسترونه په اړوندو اختصاصي څانګو کې لولي.
لرليد (Vision)
اقتصاد پوهنځی په پام کې لري چې د تدریس، څېړنې او نوښت د پرمختیا له لارې د ټولنې او کار بازار د اړتیاوو او غوښتنو سره سم د هېواد په کچه یو مخکښ او معتبر پوهنځی وپېژندل شي.
ماموريت (Mission)
اقتصاد پوهنځی ژمن دی چې د خپلو ژمنو او مسلکي بشري ځواکونو د هڅو، بالفعل او بالقوه فرصتونو څخه په ګټنې او دخیلو اړخونو د ملاتړ له لارې په کاروباري او مالي او بانکي برخو کې په اسلامي او ملي ارزښتونو سمبال، ژمن او مسلکي کادرونه وروزي.
بنسټیز ارزښتونه
د اقتصاد پوهنځي بنسټیز ارزښتونه عبارت دي له:
۱) اسلامي- اداري اصولو ته درناوی.
۲) د مسلکي اخلاقو رعایت.
۳) شایسته سالاري.
۴) اداري عدالت.
۵) بشري کرامت ته درناوی.
۶) رښتینولي او ورورولي.
۷) اسلامي- ملي کلتور ته درناوی.
۸) د مسئولیت احساس.
۹) له فساد سره رښتینې مبارزه.
۱۰) ابتکارات او نوښتونه.
۱۱) له تعصبانو، تبعیض او خرافاتو سره مبارزه.
۱۲) ګډ کار کول.
۱۳) سالمه سیالي.
۱۴) د سازماني ښاریتوب مفهوم پالنه.
د اقتصاد پوهنځي ستراتیژیکې موخې
د غزني پوهنتون، اقتصاد پوهنځي ټول منسوبین ژمن دي چې له خپلو وړتیاوو او ظرفیتونو څخه په بشپړې ګټنې سره د لاندې ستراتیژیکو موخو په تحقق کې کار واخلي او په دې سره د هېواد د ښې راتلونکې او پرمختیا په راوستلو او لوړو زده کړو وزارت او غزني پوهنتون د ستراتیژیکو موخو په تحقق کې فعاله ونډې اخیستنې له لارې خپل دیني، ملي او وجداني مسئولیتونه ادا کړي.
۱) د علمي څېړنو او نوښت د پرمختیا لپاره کوټلي ګامونه اوچتول.
۲) د مدیریت او رهبري د اغېزمنتیا د کچې لوړول او فساده بشپړه محوه.
۳) د تحصیلي نصاب کتنه او ارزونه او د پرمختیا لپاره یې د پوهنځي اړوندو ګامونو پورته کول.
۴) د کیفیت د کچې اوچتولو او ساتلو لپاره عملي او اغېزمن اقدامات ترسره کول.
۵) د اغېزمنو برښنایي- تحصیلي چوپړتیاوو وړاندې کول.
۶) د تحصیلي چوپړتیاوو وړاندې کولو لپاره له خپلو ټولو ظرفیتونو څخه اعظمي ګټه اخیستنه.
۷) د بشري سرچینو د استعدادونو د پرمختیا لپاره اړینې هڅې ترسره کول.
۸) د اړیکو د یو اغېزمن سیستم پلي کول او پیاوړتیا.
۹) د محصلینو د وړتیاوو پیاوړتیا په پار د اغېزمنو تحصیلي خدماتو وړاندې کول او د عادلانه لوړو زدکړو لپاره زمینه برابرول.
د چاپېریال بررسي
د علمي تیوریګانو د بحثونو له مخې، ستراتیژي سازمان او چاپېریال ته د دوو جدا عنصرونو په سترګه ګوري او د چاپېریال دقیقه، ژوره او پر وخت مطالعه او پر وړاندې یې د کوټلو او عاقلانه ګامونو اوچتول د سازمانونو او ادارو د بریا شونتیا زیاتوي. د همدې کتنو په پام کې نیولو سره اقتصاد پوهنځی هم غواړي چې له خپل اړوند چاپېریال سره د اغېزمن تعامل په پار د چاپېریال ټول هغه ستراتیژیک عوامل (فرصتونه، تهدیدونه، قوتونه او ضعفونه) مطالعه کړي، کوم چې د یاد پوهنځي د ستراتیژیکو موخو د تحقق په لاره باندې روښنایي/ سیوري غوړوي. د دې عواملو په مطالعه کې اقتصاد پوهنځی یوازې نه وو پاتې شوې، بلکې د عمومي چاپېریال د مطالعې د مینوالو، ستراتیژیکو مسائلو متخصصینو، غزني پوهنتون او په ځانګړې توګه اقتصاد پوهنځي د علمي کادر غړو، خصوصي د لوړو زده کړو موسساتو منسوبینو، فارغو او برحاله محصلینو او د دولتي او خصوصي برخې کارمندانو کافي مرسته ورسره وه. اقتصاد پوهنځی په دې برخه کې د هغوی د مرستو او ګډون قدردانی کوي.
د قوتونو برخه:
۱) د بسیا څېړنیزو – بشري ظرفیتونو شتون.
۲) د څېړنې ترسراوي لپاره د لېوالتیا شتون.
۳) د څېړنې په برخه کې د بسیا تجربې شتون.
۴) د خلاقیت او نوښت په باره کې د پوهې شتون.
۵) په نصاب کې د خلاقیت او نوښت د موضوعاتو شتون.
۶) د خلاقیت د ودې لپاره د بشري ظرفیتونو شتون.
۷) له اداري فساد سره د مبارزې لپاره ټینګه ژمنتیا.
۸) د فساد محوه کولو په برخه کې قوي همغږي.
۹) تحصیلي نصاب سره د علمي کادر غړو ښه بلدتیا.
۱۰) د معاصرو علمي موضوعاتو سره د علمي کادر غړو بلدتیا.
۱۱) د مختلفو تحصیلي نصابونو اړوند کافي تجربو شتون.
۱۲) د کار بازار له اړتیاوو سره د تحصیلي نصاب تطابق.
۱۳) د همغږي، ژمن او وړ کاري ټیم شتون.
۱۴) د کیفیت لوړاوي په برخه کې د تیوریکي پوهې زیاتوالی.
۱۵) د کیفیت لوړاوي د پیټي سپکوالی.
۱۶) د معلوماتي ټکنالوژۍ چوپړتیاوو ته لاسرسی.
۱۷) د برښنایي زده کړو سره د محصلینو د لېوالتیا زیاتوالی.
۱۸) منظمې برښنایي انرژۍ ته لاسرسی.
۱۹) انټرنټي چوپړتیاوو ته لاسرسی.
۲۰) د نسبتاً بسیا اداري خونو شتون.
۲۱) د مسلکي پرمختیا مرکز چوپړتیاوو ته لاسرسی.
۲۲) د ظرفیت لوړېدنې د پیاوړې لېوالتیا شتون.
۲۳) د اړیکو غیررسمي چینلونو ته لاسرسی.
۲۴) د اړیکو مدیریت د بسیا تجربې شتون.
۲۵) د تدریس کیفیت ته ځانګړې پاملرنه.
۲۶) د کار په بازار کې د څانګې د فارغینو غوره ځلېدل.
۲۷) د تدریس په کیفیت او اغېز باندې ځانګړی باور شتون.
د بهرني چاپېریال د عواملو تحلیل
کولای شو په بهرني چاپېریال کې له لاندې عواملو (فرصتونو او تهدیدونو) څخه، د غزني پوهنتون اقتصاد پوهنځي د فعالیتونو اغېزمنوونکو عواملو په توګه یادونه وکړو:
د فرصتونو برخه:
۱) د اقتصادي مسائلو په برخه کې له څېړنو څخه ملاتړ.
۲) په اقتصادي برخه کې د ترسره شوو څېړنو شتون.
۳) په اقتصادي برخه کې د نوو څېړنیزو مسائلو رامنځته کېدل.
۴) په اقتصادي برخه کې د څېړنیزو پروژو شتون.
۵) خلاقیت او نوښت ته د افغان اقتصاد سخته اړتیا.
۶) د خلاقیت او نوښت د پرمختګ د زمینو شتون.
۷) د خلاقیت او نوښت لپاره د دوام لرونکې اړتیا شتون.
۸) د خلاقیت او نوښت له چارو د کلک ملاتړ شتون.
۹) د فساد مخنیوي په برخه کې د اقتصاد پوهنځي قاطعیت.
۱۰) له فساد سره مبارزې په برخه کې دیني او مذهبي ملاتړ.
۱۱) د تحصیلي نصاب نوي کولو لپاره د سختې اړتیا شتون.
۱۲) د فعالو زده کړو لپاره د اړتیا زیاتوالی.
۱۳) د تحصیلي نصاب نوي کولو په سر د اجماع شتون.
۱۴) د کیفیت لوړاوي پر سر د سیالۍ شدت.
۱۵) د کیفیت لوړاوي سره د ذینفع اړخونو د ملاتړ شتون.
۱۶) د برښنایي زده کړو د اړتیا زیاتوالي احساس او ملاتړ.
۱۷) د ټکنالوژیکي پرمختګونو څرکونه او د لاسرسی شونتیا.
۱۸) د هېواد محرومو برخو ته د حکومت د پاملرنې زیاتوالی.
۱۹) په کور د ننه د ماسټرۍ او دوکتورا د برنامو شتون.
۲۰) د اقتصادي برخې ظرفیتونو لوړاوي ته نړیواله لېوالتیا.
۲۱) د نظریاتو اورېدنې فضا شتون.
۲۲) د اړیکو ټینګولو سره د بیرونۍ لېوالتیا زیاتوالی.
۲۳) په اقتصادي برخه کې د زده کړو لپاره د لېوالتیا زیاتوالی.
۲۴) تر فراغت وروسته د ګمارنې د امکاناتو زیاتوالی.
توامیتونه
اقتصاد پوهنځی د خپلو علمي ظرفیتونو د لوړاوي په منظور د غزني ولایت مستوفیت او اقتصاد ریاستونو سره د خپلو عملي کارونو د لا پیاوړتیا په موخه د ګډو همکاریو توامیتونه لري.
د اقتصاد پوهنځی تشکیلاتي جدول:
د اقتصاد پوهنځي د علمي کادر غړي:
|
د اقتصاد پوهنځي فرعي کمېټې:
اقتصاد پوهنځی د کارونو د له ښه والي او پرمختیا په موخه ۷ فعالې قرعي کمېټې لري چې د هرې کمېټې اړوند معلومات په لاندې جدول کې ځاي په ځای شویدي.
|
ګڼه |
کمېټه |
د ۱۴۰۴ هـ. ش مطابق د ۱۴۴۶ او ۱۴۴۷ هـ .ق کال لپاره د اقتصاد پوهنځی د فرعي کمېټو تشکیل |
|||
|
آمر |
منشي |
غړی |
کتنې |
||
|
۱ |
ستراتیژیک پلان |
پوهنمل وحیدالله امین |
پوهنمل احسان الله سعید |
نوماند پوهنیار قدرت الله حبیبی نوماند پوهنیار احسان الله احسان نوماند پوهنیار محمدرحیم معصوم زی |
|
|
۲ |
تحصیلي نصاب |
پوهنمل وحیدالله امین |
پوهنمل حمیدالله نوری |
نوماند پوهنیار محمدرحیم معصوم زی نوماند پوهنیار احسان الله احسان نوماند پوهنیار قدرت الله حبیبی |
|
|
۳ |
علمي څیړنې |
پوهنمل وحیدالله امین |
نوماند پوهنیار قدرت الله حبیبی |
پوهنمل احسان الله سعید پوهنمل حمیدالله نوری نوماند پوهنیار سعیدالله وحدت |
|
|
۴ |
نظم، دسپلین او فرهنګي |
پوهنمل وحیدالله امین |
نوماند پوهنیار سعیدالله وحدت |
پوهنمل حمیدالله نوری نوماند پوهنیار محمدرحیم معصوم زی نوماند پوهنیار بشیر احمدبهاند |
|
|
۵ |
الکترونیکي زده کړو |
پوهنمل وحیدالله امین |
نوماند پوهنیار احسان الله احسان |
نوماند پوهنیار محمدرحیم معصوم زی نوماند پوهنیار سعیدالله وحدت نوماند پوهنیار قدرت الله حبیبی |
|
|
۶ |
ازموینې |
پوهنمل وحیدالله امین |
نوماند پوهنیار بشیر احمد بهاند |
پوهنمل احسان الله سعید پوهنمل حمیدالله نوری نوماند پوهنیار قدرت الله حبیبی |
|
|
۷ |
کیفیت لوړاوی |
پوهنمل وحیدالله امین |
نوماند پوهنیار محمدرحیم معصوم زی |
نوماند پوهنیار سعیدالله وحدت نوماند بوهنیار احسان الله احسان نوماند پوهنیار بشیراحمد بهاند |
|
د اقتصاد پوهنځي د رئیس ژوند لیک
پوهنمل وحیدالله امین د امین الله زوي په ۱۳۶۹ هـ ش کال کې د وردګو لایت، چک ولسوالۍ د ګوډه زرکک کلي په یوه دینداره کورنۍ کې زیږیدلي دي. لومړنۍ زده کړې یې د خپل پلار او د کلي له ملا امام څخه تر لاسه کړې، وروسته د غازي ملا مومن خان ښوونځۍ ته شامل او ابتدایه زده کړې یې په یاد ښوونځۍ کې پای ته ورسولې، په ۱۳۸۲ هـ ش کال د غازي ګل احمد خان عالي لیسې ته داخل او په ۱۳۸۷ هـ ش کال یې د همدغې لیسې څخه په اعلی درجه فارغ شو. په ۱۳۸۸ هـ ش کال کې د کانکور په ازموینه کې له ګډون وروسته د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځی ته داخل او په ۱۳۹۱ هـ ش کال کې د یاد پوهنځی د مالي او بانکي څانګې ځخه د لسانس په کچه فارغ شو. د ۱۳۹۲ هـ ش کال په لومړیو کې د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوی انستیتیوت کې د استاد په صفت مقرر شو. د ۱۳۹۲ هـ ش کال د حوت میاشت کې د یوې آزادې رقابتي پروسې له لارې د غزني پوهنتون، اقتصاد پوهنځی، مالي او بانکي چارې څانګه کې د استاد په توګه دنده پیل کړه، په ۱۳۹۷ هـ ش کال کې د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځی د ماسترۍ برنامې ته معرفی شو او په ۱۳۹۸ هـ ش کال یې له یادې برنامې(مالي او بانکي) څخه د ماسترۍ په کچه د فراغت سند تر لاسه کړ. د ۱۴۰۳ هـ ش په پیل کې د غزني پوهنتون اقتصاد پوهنځی د رئیس په توګه دنده پیل کړه. په مختلفو سمینارونو او ورکشاپونو یې ګډون کړي دی او تر دې دمه پورې یې په ملي او نړیوالو ژورنالونو کې ګڼې علمي او څيړنیزې مقالې نشر کړيدي.
د اقتصاد پوهنځی رئیس: پوهنمل وحیدالله امین
د غزني پوهنتون د اقتصاد پوهنځی د مالي او بانکي چارې څانګې د علمي کادر غړی
بریښنالیک پته: waheed.amin.2014@gmail.com
مبایل شمیره: 0778492632 / 0781490120
د اقتصاد پوهنځي د رئیس پیغام
الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ، وَالصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ عَلَى سَيِّدِنَا مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِهِ وَصَحْبِهِ أَجْمَعِينَ، أَمَّا بَعْدُ: فَأَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ، بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ. قَالَ اللَّهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى فِي مُحْكَمِ كِتَابِهِ، وَهُوَ أَصْدَقُ الْقَائِلِينَ. وَ لَقَدْ آتَيْنَا دَاوُودَ وَ سُلَيْمَانَ عِلْمًا وَ قَالَا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي فَضَّلَنَا عَلَىٰ كَثِيرٍ مِّنْ عِبَادِهِ الْمُؤْمِنِينَ، صَدَقَ اللَّهُ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ.
نړۍ د اقتصادي، سیاسي او ټکنالوژیکي بدلونونو په څپو کې قرار لري. اقتصاد نه یوازې د هېواد د پرمختګ او ثبات بنسټ جوړوي، بلکې د انساني سوکالۍ، عدالت او دوامداره ودې کلیدي عامل هم ګڼل کېږي. د اقتصاد پوهنځی، د تخصصي علم، نوښت، او څېړنې په برخه کې له پوره ژمنتیا سره کار کوي. باور لرو چې د استادانو علمي وړتیا، د محصلینو هڅې، او د پوهنتون د ادارې ملاتړ کولای شي زموږ علمي کورنۍ د لوړتیا نوي پړاو ته ورسوي. له ټولو درنو استادانو، محصلینو او هیوادوالو څخه هیله لرم چې د ګډو هڅو، همغږۍ او علمي ژمنتیا له لارې، د هېواد د راتلونکې د روښانه کولو لپاره لا زیات ګامونه واخلي. باوري یم چې د علم، اخلاص او مسؤلیت له لارې کولای شو یو مثبت بدلون راولو. هڅه مو محصلینو ته یوازې د اقتصادي پوهې بنسټونه ور زده کول نه، بلکې د داسې استعدادونو روزنه ده، چې د اسلامي فکر، د څیړنې او نوښت په مهارتونو سمبال، قوي تحلیل او اخلاقي ارزښتونو درلودونکي وي، او د ټولنې اقتصادي ستونزو ته علمي او واقعي حل لارې ولټوي او د ټولنې په وړاندې خپل مسؤلیت په غوره توګه ادا کړي. اساسي موخه مو څیړنه، مسلکي پرمختګ، او ټولنیز مسؤلیت دی. په پای کې ټولو دخیلو اړخونو ته ډاډ ورکوو چې مونږ به د هېواد آبادۍ او د هېوادوالو د غیرتي بچیانو په روزنه کې له خپلو ټولو امکاناتو او وړتیاوو څخه بشپړه ګټه پورته کړو او دا په خپل ځان باندې لازمه ګڼو.
والسلام
پوهنمل وحیدالله امین
د اقتصاد پوهنځی رئیس