د شرعیاتو پوهنځي پېژندنه:
د شرعياتو پوهنځی د پوهنتون په چوکاټ کې یو تحصیلي او څېړنیز مرکز دي چې موخه یې په دیني پوه سنبال او متخصص کادرونه قضايي بنسټونو، ښوونې او روزنې، دعوت او ارشاد برخو کې ټولنې ته وړاندې کول دي.
د شرعیاتو پوهنځی د هیواد په کچه په لومړې ځل په 1330هـ ش کال د کابل پوهنتون په چوکاټ کې د پنځمې پوهنځی په حیث رامنځه ته شوی، چې د 14 تنه علمي کادرونو په ملتیا یې دا علمي مزل پیل کړ.
له دې وروسته د هیواد په مختلفو پوهنتونو کې یاد پوهنځی جوړ شوي دي، دا چې افغانستان د تاریخ په اوږدو کې له ګڼو خارجي او داخلي ستونزو، جګړو، او نظامونو سره لاس او ګریوانو وو، چې یادو ستونزو د شرعیاتو پوهنځي په ارزښت او اهمیت هم ډیر ضد او نقیص تاثیرات لرلي دي.
له نیکمرغه د اسلامي امارت په واکمنیدو سره د هیواد په هغه پوهنتونو کې چې شرعیاتو پوهنځی یې نه درلودل، د امیرالمؤمنین شیخ القران والحدیث هبة الله اخندزاده حفظه الله په ځانګړې لارښوونه یاد پوهنځي رامنځته شو، د خوشحالي ځای دی چې اوس مهال د ګران هیواد په ټولو دولتي امارتي پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځی خپل فعالیت کوي.
د شرعیاتو پوهنځي په اړه لنډ معلومات:
د غزني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي یو علمي بنسټ دی چې په 1392 ل. ل کال کې د پوهنتون د مشرتابه د هڅو په پایله کې یې په کار پیل وکړ. نوموړی علمي بنسټ د پرانیستلو له وخت څخه تر اوسه پورې د هیواد په کچه د علمي او قضايي کادرونو روزنې لپاره ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي، دغه بنسټ د خپل علمي او اداري پلاوي د هڅوپه پایله کې د هماغه پيل څخه تر اوسه پورې د ټولنې شرعي او قضايي پوښتنو ته په ښه توګه ځواب ویلی دی. دا علمي مرکز و کولای شول چې په کور دننه( هیوادواله«ملي») او بهرنۍ ( نړیواله«بین المللي») او د افغانستان په کچه لومړی مقام خپل کړي. دا مرکز د دوه فارغ ورکونکو او یو غیر فارغ ورکوونکی ( اسلامي ثقافت) برخو په درلودلو سره د (فقه او قانون) او (اسلامي تعلیماتو) څخه پنځه دورې زدکړیالان فارغ کړي، شرعیاتو پوهنځي د دوه اداري کارکوونکو ( عمومي تدریسي مدیر او اجرائیوی مدیر) او په دواړو څانګو کې (20) تنو استادانو لرونکی ده، چې اکثریت یې د ماسترۍ او افتاء تر کچې زده کړې لري، له یادو 20 تنو استادانو څخه یې 7 تنه د پوهنمل علمي رتبې لري، یوازې یو تن یې د پوهنیار او پاتې نور یې د نوماند پوهنیار علمې رتبې لرونکي دي.
اوس مهال یاد پوهنځي7 تنه کادري غړي د هیواد په داخل او بهر کې دماستري او دکتورا په زده کړه بوخت دي دوه تن استاذان د مالیزیا هیواد دکتورا پرګرام، دوه تنه د هیواد داخل افغان نړیوال پوهنتون کې دکتورا او دری تنه ماستري په زده کړه بوخت دي. د 1395 ل. ل کال څخه تر اوسه پورې ( 763) تنه فارغ کړي.
د شرعیاتو پوهنځي کتابتون د اسلامي تعلیماتو او فقه او قانون په برخه کې (1800) ټوکه کتابونه چې په ملي او بین المللي ژبو دي برخمن دی. د غزني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د کلینیکي زده کړو په ډګر کې یو مخکښ بنسټ دی چې حقوقي کلینیک یې په 1397 ل.ل کال کې تاسیس کړ، د تاسيس له پیل څخه د هر ډول بهرني ملاتړ پرته تمثیلي محاکم دایر شوي او د میراثو درسونه په عملي ډول وړاندې شوي دي او د استادانو لخوا د جزایي، مدني، سوداګریزو د عوا ګانو عملي زده کړې ترسره شوې دي.
دشرعیاتو پوهنځی په نظر کې لري، چې د اسلامی او ملی ارزښتونو پر بنسټ، د هيواد د نافذه قوانینو په رڼا کې، د ملي او نړیوالو اړتیاوو په نظر کې نیولو سره د تدریس، څيړنې او لوړو خدمتونو په وړاندې کولو سره د معتبر تحصیلي مرکز په توګه و پیژندل شي
د شرعیاتو پوهنځی د یو علمي مرکز په حیث د خپلو امکاناتو او فرصتونو څخه په ګټه اخیستنې سره ژمن دي تر څو علمي او مسلکي کادرونه او انساني سرچینو پانګه چې یو له ملی اړتیاوو څخه بلل کیږي ټولنې ته وړاندې کړي.
بنسټیز ارزښتونه
د شرعیاتو پوهنځی د غزني پوهنتون اکاډمیک بنسټ دی چې په 1392 کال کې د پوهنتون د رهبرۍ او د عالي مقاماتو په منظورۍ ( د متخصصو قضايي، حقوقي او اسلامي پوهي په موخه د لیسانس تر کچې د علمي کادرونو روزنه) د غزني پوهنتون په چوکاټ کې په کار پیل وکړ، د شرعیاتو پوهنځی د موخو د ټاکلو او تدوین په غرض د خپلو او اسلامي ټولنې د غوښتنو پوره کولو ته چې په یو لړ مهمو او بنسټیزو ارزښتونو تکیه لري او یادو ارزښتونو ته يې د خپل کار په ساحه کې لومړیتوب ورکړی دی، په واقعیت کې د اسلامي ټولنې ارزښتونه په ځانګړی ډول علمي ارزښتونه په یوې لويې او د نیکبختۍ لارې ته رهنمايي کوي.
مهم ارزښتونه
- ایمان، تعهد، تخصص او ښایسته سالاري.
- په څېړنیزو او تحصلي کړنو کې خلاقیت او ابتکار.
- په ټولو سطحو او برخو کې کیفیت ته توجه.
- د خبرو او شورا له لارې د ستونزو پر حل تاکید او تمرکز.
- د هیواد لپاره د مسلکي کادرونو روزنې ته ژمنتیا.
ستراتیژیکې موخې
لکه څرنګه چې د شرعیاتو پوهنځی ستراتیژیک پلان دلیدلوری ، مأموریت او خپل ارزښتونو په رڼا کې د پنځو راتلونکو کلونو په جریان کې مختلف دراز مدته موخو د ترلاسه کولو په هڅه کې دی خو سربیره پردې راتلونکي ځینې بنسټیز موارد یې د یادولو وړ دي:
- د لوړو زده کړو د ټاکل شویو معیارونو سره د پوهنځی علمي او اداري کړنې عیارول.
- د زده کړې او څېړنې لپاره د شرعیاتو پوهنځی په یوه ښه او بهتر فضا باندې بدلول.
- د نوی ظرفیت د رامنځته کول او د پوهنځی لپاره هم مهاله د منسوبینو جوړونه.
- د زیربنا او د ښه خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ډیر توجه کول، همدا ډول د تدریس نوې طریقې عملي کول.
- په لاس کې شته امکاناتو څخه په ګټه اخیستنې سره د ټولنې په ټولنیزو او فرهنګې چارو کې برخه اخیستنه.
په تحصیلي ستراتیژی پورې اړونده موخې
- په ښه شکل د محصلینو او نور غوښتونکو لپاره د علمي خدمتونو وړاندې کول.
- د محصلینو د وړتیاو او استعدادونو د پرمختګ لپاره د زمینې برابرول.
- د استاذانو د علمې سویې د لوړولو لپاره زمینه برابرول.
- د استاذانو لپاره د ماسترۍ او دکتورا مرحلو زمینه برابرول.
- د پوهنځی د تحصیلي پرمختګ په موخه د مدرن وسایل برابرول.
په څېړنیزې ستراتیژی پورې مربوط موخې
- د استاذانو او محصلینو څېړنیزه او تحلیلي وړتیا ته لوړتیا ورکول.
- د پوهنځی د دیپارتمنتونو سره په متناسب ډول د علمي او څېړنیزو کړنو لوړول.
- د پوهنځی د هر استاذ لپاره د څېړنې په موخه مناسبه فضا رامنځته کول.
- کتابتون غني او پراختیا ورکول تر څو په مختلفو څېړنیزو برخو کې اړتیاو ته ځواب ویونکي و اوسیږي.
په ټولنه کې د پوهنځي رول اړونده ستراتیژي مربوط موخې
- د پوهنځی دیني او ټولنیز موقف ساتنه.
- پوهنځی د هیواد د نورو پوهنتونونو د شرعیاتو پوهنځیو او د اسلامي نړۍ د معتبرو پوهنتونونو سره توامیت لپاره زمینه برابرول.
- د هیواد په سطحه څېړنې ته د پرمختګ ورکولو همکاری.
- د نویو رامنځته شویو مسایلو ته د استنباطي مناهجو له لارې حل پیدا کول.
- په هغه مسایلو کې چې صریح نص شتون ونه لري د خلکو پوښتنه ته د عرف او شرایطو به نظر کې نیولو سره مناسب ځواب.
ځانګړې موخې
- د قضاء، څارنوالۍ او وکالت دفاع په برخه کې د متعهدو او متخصصو کادرونو روزنه.
- په اسلامي علومو او حقوقو کې د علمي او وړ کادرونو روزل.
- د دیني دعوتګرو او روښانه کوونکو روزل.
- د انساني، اقتصاد، ټولنیزو او معاصرو فقهي علومو په برخه کې د نویو نظریو راټولونه.
- دحقوقو، د اسلامي تاریخ او تمدن په برخه کې پراخه علمي څېړنې ترسره کول.
- د پوهنې لپاره د وړ کادرونو روزل.
د پوهنځي کتابتون :
د شرعیاتو پوهنځی د فقه او قانون او اسلامي تعلیماتو په برخه کې دا کتابتون د ( ۵۰۰۰) جلد کتابونو ګنجایش لري، چې او پکې د تفسیر ، احادیثو شروحو ، اسلامي حقوقو ، اصول فقه ، د عربي ژبې قواعدو اړوند ( ۱۳۰۰) جلد کتابونه په ملي او عربي ژبو شتون لري.
حقوقي کلینیک:
د شرعیاتو پوهنځی د کلینیکي زده کړو په ډګر کې یومخ کښ بنسټ دی، چې حقوقي کلینیک یې په ۱۳۹۷ه ل کال کې تاسیس کړ، د تاسیس د پیل څخه د هر ډول بهرني ملاتړ پرته تمثیلي محاکم دایرشوي، او د میراثو درسونه په عملي ډول وړاندې شوي، او د استادانو لخوا د جزایی ، مدني ، تجارتي دعواګانو عملي زده کړې ترسره شوي.