د غزني پوهنتون د عمومي کتابتون په اړه لنډ معلومات او مقررات یې:

کتابتون د پوهنتون له مهمو او اړینو سرچینو څخه شمېرل کېږي، ځکه په علمي ټولنه او د معلوماتو په عصر کې معلوماتي سواد ته لاسرسی یو حیاتي او ضروري امر دی. د محصلینو اړتیا د باوري، معتبره او ګټورو سرچینو ترلاسه کول ټولو ته څرګنده ده. د فکر او خلاقیت وده یوازې د ټولګي درسونو، کورنیو دندو او ازموینو له لارې نه ترسره کېږي، بلکې محصلین اړتیا لري چې د هرې موضوع ژور تحلیل او څېړنه وکړي. دا کار له کتاب، درس او استاد څخه زیات څه غواړي. په همدې لاره کې کتابتونونه د محصلینو په فردي، ټولنیزه، علمي او فرهنګي وده کې مهم رول لري.

په هر پوهنتون کې د کتابتون شتون یوه اړتیا ده، ځکه کتابتونونه د مطالعې د پیاوړتیا، د علم د خپرولو او د مطالعې د فرهنګ د لوړولو وسیله ګڼل کېږي. د لوړو زده کړو په منظم نظام کې کتابتون یو اساسي ضرورت دی، او که کتابتون نه وي یا یې فعالیت کمزوری وي، د محصلینو زده کړې یوازې د درسي کتابونو تر کچې محدودې پاتې کېږي.

د غزني پوهنتون د عمومي کتابتون تاریخچه:

د غزني پوهنتون کتابتون په لومړیو کې د دودیز کتابتون په توګه فعالیت کاوه او په معیاري بڼه نه و جوړ شوی. د پوهنتون له جوړېدو سره سم کتابتون هم رامنځته شو. د کتابتون لومړنی عمومي مدیر عبدالروف زیباکلام و. تر ۱۴۰۲ هـ ش کال پورې یې د مدیر په توګه دنده ترسره کړه. وروسته د غزني پوهنتون د رهبرۍ د هدایت او وړاندیز له مخې اسدالله د هغه پر ځای وټاکل شو، او اوس مهال هم اسدالله منصور د کتابتون عمومي مدیر دی.

په ۱۳۹۰ هـ ش کال کې د غزني پوهنتون کتابتون په نسبي ډول په یوه معیاري کتابتون بدل شو. د پوهنتون د رهبرۍ د هڅو او زیار په پایله کې یو شمېر اړین کتابونه هم ورزیات شول. د افغانستان د اسلامي امارت له راتګ وروسته د کتاب او کتابدارۍ برخې ته ځانګړې پاملرنه وشوه، چې له برکته یې د طب پوهنځي لپاره له ۸۳۰ څخه زیات نوي چاپ شوي کتابونه کتابتون ته ور زیات شول.

اداري جوړښت

د غزني پوهنتون د مرکزي کتابتون په اداري تشکیل کې دوه بستونه شتون لري:

  • د کتابتون عمومي مدیر (څلورم بست)
  • کتابدار مدیر (پنځم بست)

یاد کتابتون نیږدې ۱۵۰۰۰ ټوکه کتابونه لري، چې په لاندې برخو پورې اړه لري:

  • طب
  • تعلیم او تربیه
  • حقوق
  • شرعیات
  • اقتصاد
  • زراعت
  • ادبیات
  • کمپیوټر
  • فکري او فرهنګي برخې
  • بدني روزنه

همدارنګه د اسلامي امارتي پوهنتونونو علمي مجلې هم د کتابتون مدیریت ته را رسېږي.

ټول کتابونه په ډیټابېس کې ثبت شوي او په منظم ډول په شمېره لرونکو الماریو کې ځای پر ځای شوي دي. هره ورځ د مراجعینو د اسانتیا لپاره کتابونه ارزول او تنظیمېږي. د محصلینو لپاره د ډله‌ییزې مطالعې یو مناسب او معیاري ځای هم جوړ شوی دی، چې پخوا موجود نه و.

د کتابتون د ننوتلو لپاره د غړیتوب کارت په پام کې نیول شوی، چې په نیږدې راتلونکې کې به ووېشل شي.

برېښنايي کتابتون

د غزني پوهنتون کتابتون دوه ډوله خدمتونه وړاندې کوي:

  1. حضوري خدمتونه
  2. برېښنايي خدمتونه

عمومي کتابتون یو برېښنايي کتابتون هم لري، چې په ۱۴۰۳ هـ ش کال کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي د څلورو محصلینو له خوا جوړ شو. په دې برېښنايي کتابتون کې له ۱۰۰۰ څخه زیات PDF کتابونه موجود دي.

د کتاب ترلاسه کولو مقررات

  1. د کتاب ترلاسه کولو پر مهال د کتابتون د غړیتوب کارت وړاندې کول ضروري دي، او د شخص معلومات د هر کتاب په ځانګړي کارت کې ثبتېږي.
  2. کتابتون کولی شي هر غړي ته د کتابتون څخه بهر د مطالعې لپاره تر دوو کتابونو پورې د یوې اوونۍ لپاره امانت ورکړي. د اړتیا په صورت کې موده د یوې بلې اوونۍ لپاره هم تمدیدېدای شي. د ټاکلې مودې له تېرېدو وروسته هره ورځ ۱۰ افغانۍ جریمه اخیستل کېږي. که کتاب ورک شي، باید هماغه نسخه راونیول شي، او که په بازار کې موجوده نه وي، د کتاب دوه برابره بیه ورکړل شي. استادانو او محصلینو ته تر څلورو کتابونو پورې امانت ورکول د پوهنځي او کتابتون د مسؤول تر همغږۍ پورې تړلي دي.
  3. که یو کتاب د ډېرو کاروونکو اړتیا وي، کتابتون حق لري د امانت موده راکمه کړي.
  4. که کتاب د بل غړي له خوا مخکې له مخکې نه وي غوښتل شوی، د امانت موده یې تمدیدېدای شي.
  5. کتابونه باید په ټاکلې نېټه بېرته وسپارل شي.
  6. په هر ځل یوازې یو کتاب امانت ورکول کېږي؛ خو د استاد د لیکلي سپارښت لیک په صورت کې تر دوو کتابونو پورې اخیستل کېدای شي.
  7. که کتاب د بل چا له خوا امانت اخیستل شوی وي، د بیا غوښتنې په صورت کې به تر یوې اوونۍ وروسته غوښتونکي ته ورکړل شي.
  8. مرجع کتابونه او مجلې یوازې د اړتیا په وخت کې استادانو ته د یوې یا دوو ورځو لپاره امانت ورکول کېږي.
  9. استادان باید کتابونه په خپل نوم وانخلي او محصلینو ته یې ور نه کړي. د کتاب د خرابېدو یا ورک کېدو مسؤولیت د امانت اخیستونکي پر غاړه دی.
  10. د پوهنتون اداري کارکوونکي هم د کتابونو د استفادې حق لري او د مقرراتو له مخې یې ترلاسه کولای شي.
  11. استادان یوازې د پوهنځي له تأیید او محصلین د زده‌کړیال هویت کارت په وړاندې کولو سره کتاب امانت اخیستلای شي.
  12. لاندې سرچینې یوازې په کتابتون کې مطالعه کېدای شي:
  • مرجع کتابونه (قاموسونه، دایرةالمعارفونه، اطلسونه او نور)
  • خطي نسخې
  • نفیس، کمیاب او نایابه کتابونه
  1. د کتابتون له مسؤولینو پرته د هر ډول کتاب، مجلې او نورو موادو ایستل د یوه کال لپاره د کتابتون له خدماتو څخه د محرومیت سبب ګرځي.
  2. هر کال د قوس میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰ ورځو لپاره ټول امانت ورکړل شوي کتابونه راټولېږي، څو د کتابتون موجودي وکتل شي.
  3. امانت اخیستونکی باید د کتاب ترلاسه کولو پر مهال هغه په دقت وګوري، او که کوم عیب یا نقص پکې وي، سمدستي کتابدار خبر کړي؛ که نه، د تاوان ورکولو مسؤول به وي.
  4. د امانت مقررات او شرایط باید د مراجعینو د لیدو وړ ځای کې ځوړند وي.
  5. د امانت ورکړل شوو کتابونو احصائیه او راپورونه باید په دقیقه توګه ثبت شي.
  6. د کتاب د بېرته سپارلو پر مهال مراجعه کوونکی باید له کتابدار څخه وغواړي چې د امانت ثبت شوی لېست د ده په حضور کې لغوه کړي؛ که نه، کتاب به لا هم د هغه په نوم ثبت ګڼل کېږي.
  7. د امانت اخیستل شوو کتابونو په اړه یوازې امانت اخیستونکی د کتابتون پر وړاندې مسؤول دی.
  8. د نویو کتابونو او سرچینو کارول تر هغه وخته نه دي مجاز چې تنظیم، فهرست او چمتووالی یې بشپړ شوی نه وي.
  9. د کتابتون د منابعو د کارولو پر مهال باید کتابونه په الماریو کې ګډوډ نه شي، او که د کتاب سم ځای معلوم نه وي، باید د نورو کتابونوترمنځپه خپل سر کېنښودل شي.