غزني پوهنتون کې استادانو ته دSPSS ) Mendely،Endnote،Latex او Zotero )پراګرومونو اړوند څلور ورځني علمي سیمینار پیل شو.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۹:۲۲
cv

ورځ: یکشنبه

۲۴/شعبان المعظم۱۴۴۶ه ق

۵/ کب / ۱۴۰۳ هـ ش

۲۳/ فبروري / ۲۰۲۵ ميلادي

غزني پوهنتون کې د څېړنو او علمي مجلې معاونیت له لوري استادانو ته ( د احصایې د اساساتو،SPSS Mendely،Endnote،Latex او Zotero ) پروګرامونو اړوند څلور ورځنی علمي سیمینار پیل شو.

په جوړ شوي سیمینار کې د غزني پوهنتون د مسؤلینو او استادانو ترڅنګ، د غزني تخنیکي پوهنتون، مسلم د لوړو زده کړو مؤسسې او خاتم النبیین د لوړو زده کړو مؤسسې استادانو ګډون کړی وو.

د سیمینار پیل د کلام الله په څو مبارکو آیاتونو سره وشو.

ورپسې د غزني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د افتتاحیه خبرو پرمهال په هیواد کې د تېرو نظامونو د کړنو او ظلمونو اړوند خبري وکړې

او همدارنګه یې د ا.ا.ا په لاسته راوړنو او کړنو یې هر اړخیزي خبري وکړي. او له استادانو څخه یې د خپلي وړتیا په کار اچولو، او همدارنګه د خپل مسؤلیت په ښه شکل ترسره کولو او د امراوو اطاعت او د سیمینارونو اهمیت ته په کتو په خپل وخت ورته راتګ او له سیمینار څخه پوره اخذ کولو اړوند خبري اتري وکړې.

وروسته له اجنډا سره سم د اقتصاد او کرنې پوهنځیو استادانو نامزد پوهنیار قدرت الله حبیبي او پوهنمل ثابت احمد باوري د احصایې په اساساتو، اوسط، موډ، میانه، پرېکونسي، حسابي اوسط او د سیمینار اړوند نورو موضوعاتو په باره کې چمتو کړي هر اړخیز علمي معلومات وړاندې کړل.

او په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته هر ډول علمي ځوابونه وویل شول.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS