د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تالیف او ژباړې ریاست د هدایت په اساس غزني پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لورې د دغه پوهنتون استادانو ته پیل شوی دری ورځنی سمینار نن ورځ پای ورسیدل.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۵:۴۲
ac

سه شنبه : ۱۴/ربیع الاول/۱۴۴۶ه.ق

۲۷/سنبله/۱۴۰۳ ه.ش

۱۷/سیپټمبر/۲۰۲۴ م

د غزني پوهنتون د تحقیقاتو او علمي څېړنو معاونیت له لورې د استادانو د مسلکي آمریت په ملتیا د استادانو د مسلکي او څېړنیز ظرفیت لوړوني په موخه پیل شوي دری ورځنی سمینار نن ورځ پای ته ورسېدل. د سمینار پیل له معمول سره سم د قرآن عظیم الشآن په څو مبارک آیاتونو سره پیل شو. ورپسې د زراعت پوهنځي استاد پوهندوی سید رحیم غفاري، د علمي څېړنو معاون پوهنمل عبدالمتین میاڼي او د ښاغلي استاد پوهنمل محمد مسعود نیکنام له لوري په ترتیب سره د ژورنالونو اړوند مفاهیم د هغوی په ډولونو او ژورنالونو ته د مقالو په لیږد او د نړیوالو ژورنالونو اړوند معلوماتو ترڅنګ د پروپوزل او مقاله لیکني په اصولو په تحقیق کې د موضوعاتو په ټاکنه او د یادو مطالبو اړوند هر اړخیز معلومات وړاندي شول، د سمینار په پای کې ښاغلي میاڼي له ټولو استادانو او د دغه سمینار له ګډونوالو مننه وکړه. او ترڅنګ یې د سمینار ګډونوالو ته تصدیق پاڼي ووېشل شوې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS