داستاذ پوهنيار سيد آصف "هاشمي" بېيو ګرافي!

داستاذ پوهنيار سيد آصف "هاشمي" بېيو ګرافي!    

د شرعیاتو پوهنحی رئیس

ایمل: sayed.asif.h2@gmail.com

د تماس شمیره: ۰۷۹۰۲۰۲۴۲۴

پوهنيار سيد آصف "هاشمي" دحضرت شاه "هاشمي" زوى چې په ۱۳۷۱ هـ ش کال کې يې دغزني په مرکز قلاغج سيمه کې دې فاني نړۍ ته سترګې را وسپړلې. نموړي خپلې ابتدايه زده کړې په ۱۳۷۶ هـ ش کال کې د سيد قاضي عليه رحمه په ښونځۍ کې چې دمنګور په سيمه کې موقيعت لري، متوسطه او لېسه دوره زده کړې يې له ۱۳۸۱ - ۱۳۸۹ هـ ش کاله په مدرسه دارالعلوم عربي جمع أولياء کې پاى ته ورسولې. ورسته له دې علمي دورې يې دنورو شاګردانو غوندي په ۱۳۸۹ هـ ش کال کې دکانکور په ملي پروسه کې ګډون وکړ ، چې بلآخره يې دکابل  پوهنتون شرعياتو پوهنځۍ فقه او قانون څانګې ته په لوړو نمرو لاره وموندله، او په ۱۳۹۲ هـ ش کال کې له کابل  پوهنتون څخه په اعلى درجه فارغ شوه. نموړى په ۱۳۹۳ هـ ش کال کې دغزني پوهنتون په شرعياتو پوهنځۍ کې داستاذ په صفت مقرر شوه.

استاذ پوهنيار سيد آصف "هاشمي" دخپلې مورنې ژبې (دري) برسيره په پښتو، عربي او انګليسي ژبو باندي هم کاملاً برلاسي ده. هغه دکمپيوټر زده کړو دېپلوم له (لنکون پوهنتون کابل) معتبر کورس څخه اخستي ده، او همدارنګه دانګليسي ژبې دېپلوم يې دهيواد له مشهوره مرکز (مسلم انستېتوت) او UW واشتنګن سياتل ښار آمريکا هيواد څخه اخستي ده. استاذ هاشمي چې علمي رتبه يې "پوهنيار" ده په 2015 م کال کې دغزني پوهنتون دجېسپ ټيم د روزونکي په توګه انتخاب شوه، خوشبختانه دهغو اولسو (۱۷) ټيمونو له منځه چې په بين المللي تمثلي محکمو کې يې ګډون کړي وه، استاذ  سيد آصف "هاشمي" دخپلو نه ستړي کېدونکو هلو ځلو او ورسره ټيم په ملتيا د "روح جېسپ" جايزه دغزني پوهنتون ته راوړله. او همدارنګه په 2016 م کال کې ددوهم ځل لپاره دغزني پوهنتون په نمايندګي دياد پوهنتون دجېسپ ټيم د روزونکي په توګه وټاکل شوه. خو داځل د نموړي تر رهبري لاندي ټيم دافغانستان په سطحه اول مقام خپل کړ، او د "اګزبېشن" تر عنوان لاندي د جېسپ بين المللي تمثلي محکمو په موخه دآمريکا هيواد واشنګټن ډې سې (DC) ته ولاړل. ددې علمي سفر په ترڅ کې يې له ( ايټاليا، روسيه، اندونېزيا او پولنډ) هيوادونو سره د تمثلي محکمو کاميابه مسابقې وکړلې.

استاذ چې له پخوا يې له علمي او اکاډمېکو حرکتونو سره زياته مينه لرله، نو په 2016 م کال کې يې دماسټري زده کړو لپاره دجلاآباد پوهنتون دفقه او قانون په ډېپارټمنټ کې داخله وکړله، په 2018 م کال کې دماسټري له پروګرامه په پوره برياليتوب سره فارغ شوه، او د "تأصيل مخصر القدوري" تر عنوان لاندي يې يو موثق او معتبر پاى ليک (تېزېس) وليکى.

په عيني کال ( 2018 م) کي استاذ  سيد آصف "هاشمي" دپيداګوژي زده کړو د 20 ورځني سيمېنار لپاره اندونېزيا هيواد ته علمي سفر وکړ ، او ورسته له هغه يې په 2019 م کال کې يو ځلې بيا د 3 مياشتو لپاره آمريکا هيواد ته ديو لړ علمي زده کړو په موخه سفر وکړ ، او دواشنګټن يوډب په پوهنتون کې يې داصول تحقيق،  اصول تدريس او دانګليسي ژبې دعلمي زدکړې په اړه معلومات حاصل کړل، او دياد پروګرام په آخر کې يې دلايق ترين شاګرد جايزه هم تر لاسه کړله. نموړى په ۱۳۹۳ هـ ش کال کې دغزني پوهنتون په شرعياتو پوهنځۍ کې داستاذ په صفت مقرر شوه، او په ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶ هـ ش کلونو کې يې دتدريس تر څنګ دياد پوهنتون د "تضمن کيفيت" دآمر په صفت هم وظيفه اجرا کوله، اوپه ۱۳۹۸ هـ ش کال کې دغزني پوهنتون دستراتژيک پلان مسٶل وټاکل شوه. او همدارنګه دالکترونکي زده کړو دکميټې غړى هم ده.

استاذ پوهنيار سيد آصف "هاشمي" د ۱۳۹۹/۳/۲۲ تاريخ دهيواد دجمهور رئيس دفرمان پر اساس دغزني پوهنتون د شرعياتو پوهنځۍ درئيس په توګه وټاکل شوه.

دتألف په برخه کې داستاذ تر اوسه لاندي ذکرشوې کتابونه له چاپه راوتلي دي:

۱-      تأصیل مختصر القدوری.

۲- توسل مشروع و غیر مشروع.

۳- دوازده گفتار .

۴- زندگی نامه امام ابوحنیفه و روش استنباط آن در مسائل فقهی.

۵- تأصیل و تهذیب کتاب مبادی اصول فقه د شیخ غلام جیلانی عرفانی.

۶- تقريباً (۱۳) دانې علمي مقالې يې په " مبارزه وجام غور" ويب سايټ کې نشر شوې دي.

۷- او (۳) دانې ترجمه شوې مقالې يې په "اصلاح آنلاين" ويب سايټ کې نشر شوې دي.

داستاذ هغه کتابونه چې چاپ ته آمده دي:

۱- ترجمه کتاب الاحکام الشرعیة فی احوال الشخصیة د قدری باشا.

۲- ترجمه کتاب نیل المرام  د غلام جیلانی عرفاني.

پوهنيار سيد آصف "هاشمي" داستاذي دمقدس مسٶليت تر څنګ په غزني پوهنتون کې د " پيام حق" انجمن رئيس هم ده.

ديادونې وړ ده چې مذکوره انجمن دخير يه کومکونو او داسلامي کارونو په تمويل کې زيات فعاليت کوي.

 استاذ همدارنګه په صوتي او تصويري رسنيو کې دمسلمه امت دبيداره کولو لپاره مختلف النوعه اسلامي پروګرامونه پرمخ وړي، چې پوره يو کال يې په آفتاب ټلويزون کې د " اسلام وهستي" په نوم خپرونه وچلوله.

او دم ګړى دسعادت ټلويزون په خپرونوکې د "بيداري اسلامي" او " انديشه هاي معاصرمسلمين" خپرونې مخته وړي.