غزني پوهنتون کې د رهبري شورا ناسته ترسره؛ او په یاد پوهنتون کې د ترسره شویو پرژو د ارزونې ترڅنګ په یولړ مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۳۴
nm

غزني پوهنتون کې د رهبري شورا ناسته د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ او د ټولو غړو په شتون کې ترسره؛ او په دغه پوهنتون کې د ترسره شویو پرژو د ارزونې ترڅنګ په یولړ مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.
د ناستې پیل د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو.
ورپسې رئیس صاحب د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست او هرکلی وویل او همداراز یې د چارو پر خپل وخت په ترسره کولو باندې ټینګار وکړ.
 وروسته د تیرې ناستې د پریکړو د عملي کېدو راپورونه وړاندې شول. 
او همدارنګه د ننۍ ناستې د اجنډا سره سم د طب او عامه ادارې او پالیسي پوهنځیو د علمي کادري او اداري بستونو د تقرر اړوند یوه کمېټه تعیین شوه ترڅو یاد کارونه مخته یوسي، او دارنګه د میاشتنیو کاري راپورونو پر وخت لیږلو، د تیکا مؤسسې او افغان بیسیم مخابراتي شرکت له لوري په پوهنتون کې د ځینو د کارونو په ترسره کولو او په یاد پوهنتون کې د ترسره شویو پرژو د ارزونې ترڅنګ په یو لړ مهمو او متفرقه موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
چهارشنبه ، ۲۴ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق— ۲۴ جدې۱۴۰۴هـ ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS