د غزني پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د صدقةالفطر د پاتي برخي او امربالمعروف، نهی عن المنکر وزارت قانون اړوند معلومات ارائه شول.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۳:۳۰
bn

ورځ او نېټې: دوشنبه
هجري قمري: ۱۴ جمادی الثاني ۱۴۴۶
هجري شمسي: ۲۶ قوس ۱۴۰۳
میلادي: ۱۶ دسمبر ۲۰۲۴

نن ورځ د غزني پوهنتون د دعوت ارشاد آمریت له لوري اداري او خدماتي کارکوونکو ته د صدقةالفطر ( سرسایې) د درس پاتي برخي او ترڅنګ یې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د قانون څلورمه، پنځمه او شپږمه مادې په مفصله توګه تشریح او په اړه یې هر اړخیز معلومات ګډون کوونکو ته ورکړل شول.
دغه درسونه د یو منظم مهالوېش له مخي د یاد پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي نقیب احمد منذر له لوري هره دوشنبه پرمخ وړل کیږي چې پرمهال یې د ګډونوالو پوښتنو ته په ترتیب سره ځوابونه وویل شول.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS