غزني پوهنتون کې د رهبري مسؤلینو له لوري د عالیې او عالمیې مرحلې ازموینې د منظم ترسره کولو په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۵
yu

غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ او د معاونیتونو د معاون صاحبانو او پوهځیو د رئیسانو په ګډون د عالیې او عالمیې مرحلې ازموینې د ښه تنظیم، شفافیت او پر ټاکلي وخت ترسره کېدو په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه.
د ناستې پیل د قرآن عظیم الشآن د مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو.
ورپسې عمومي رئیس شیخ صاحب د یادې ازموینې ارزښت ته په اشارې سره وویل، چې د تثبیت سویې ازموینه د علمي معیارونو د لوړولو او د علماوو د علمي وړتیاوو د ارزونې په برخه کې ځانګړی اهمیت لري، او ټینګار یې وکړ چې ټولې اړوندې کمېټې دې خپلې دندې په بشپړ مسؤلیت، نظم او رڼښت سره ترسره کړي.

وروسته د ناستې ګډونوالو له لوري پرېکړه وشوه چې د ازموینې د لا ښه تنظیم لپاره به لازم چمتووالی، د انساني او تخنیکي امکاناتو برابرول او د ازموینې د بهیر دوامداره څارنه په جدي ډول ترسره کېږي، څو ازموینه په یوه معیاري، شفاف او عادلانه فضا کې واخیستل شي.

 په پای کې برخوالو د شته ستونزو د حل لپاره خپل وړاندیزونه شریک کړل او ژمنه یې وکړه چې د عالیې او عالمیې مرحلې ازموینې د بریالي ترسره کېدو لپاره به په ګډه هڅې وکړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه ، ۲۴ جمادی الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق— ۲۴ قوس۱۴۰۴ه ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۹:۱۹
Background image

دورۀ آموزش، ترجمه و تفسیر قرآن عظیم الشأن در پوهنتون غزنی آغاز شد.

این برنامۀ مبارک طی محفل با شکوه با حضور داشت استادان، کارمندان ومحصلین این پوهنتون امروز یک‌شنبه مورخ ۱۱ صفر سال ۱۴۴۵ هـ ق در مسجد پوهنتون عزنی برگزار گردید و هدف از تدویر این برنامۀ. . .

شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

غزني پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د اجرایه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتو مدیریت سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام دایر کړ

غزني پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د اجرایه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتو مدیریت سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام دایر کړ.

پدغه پروګرام کې چې د غزني. . .

BACK TO NEWS