غزني پوهنتون کې د رهبري مسؤلینو له لوري د عالیې او عالمیې مرحلې ازموینې د منظم ترسره کولو په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه.
غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ او د معاونیتونو د معاون صاحبانو او پوهځیو د رئیسانو په ګډون د عالیې او عالمیې مرحلې ازموینې د ښه تنظیم، شفافیت او پر ټاکلي وخت ترسره کېدو په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه.
د ناستې پیل د قرآن عظیم الشآن د مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو.
ورپسې عمومي رئیس شیخ صاحب د یادې ازموینې ارزښت ته په اشارې سره وویل، چې د تثبیت سویې ازموینه د علمي معیارونو د لوړولو او د علماوو د علمي وړتیاوو د ارزونې په برخه کې ځانګړی اهمیت لري، او ټینګار یې وکړ چې ټولې اړوندې کمېټې دې خپلې دندې په بشپړ مسؤلیت، نظم او رڼښت سره ترسره کړي.
وروسته د ناستې ګډونوالو له لوري پرېکړه وشوه چې د ازموینې د لا ښه تنظیم لپاره به لازم چمتووالی، د انساني او تخنیکي امکاناتو برابرول او د ازموینې د بهیر دوامداره څارنه په جدي ډول ترسره کېږي، څو ازموینه په یوه معیاري، شفاف او عادلانه فضا کې واخیستل شي.
په پای کې برخوالو د شته ستونزو د حل لپاره خپل وړاندیزونه شریک کړل او ژمنه یې وکړه چې د عالیې او عالمیې مرحلې ازموینې د بریالي ترسره کېدو لپاره به په ګډه هڅې وکړي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه ، ۲۴ جمادی الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق— ۲۴ قوس۱۴۰۴ه ش
