د غزني پوهنتون د علمي څېړنو د آمریت لپاره پوهنیار میرویس منصور کاکړ د آمر په توګه معرفي او خپله دنده یې په رسمي ډول پیل کړه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۳:۲۳
hg

نېټې:

هجري قمري: ۱۴ جمادی الثاني ۱۴۴۶

هجري شمسي: ۲۶ قوس ۱۴۰۳

میلادي: ۱۶ دسمبر ۲۰۲۴

تېره ورځ د غزني پوهنتون د علمي څېړنو د آمریت لپاره د یاد پوهنتون، د ښوونې او روزنې پوهنځي د ریاضۍ ډیپارټمنټ کادري غړی، ښاغلی استاد پوهنیار میرویس منصور کاکړ، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه، د تحقیقاتو او علمي مجلې مرستیال پوهنمل عبدالمتین میاڼی، او د استادانو د چارو آمر پوهنمل نقیب الله حقاني لخوا د آمر په توګه معرفي او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړه.

او همدارنګه یې د ښاغلي کاکړ د معرفت پرمهال د مبارکۍ او ښه راغلاست ترڅنګ، د الله تعالی له دربار نه په چارو کې د بریالیتوب او توفیق غوښتنه وکړه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۳:۴۵
Background image

غزني پوهنتون کې د مسؤلینو له لوري د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د دریمې مرحلې د اخیستلو په موخه د اړینو چارو د ترسره کولو اړوند مشورتي ناسته ترسره کړه.

تېره ورځ په غزني پوهنتون کې د مسؤلینو له لورې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو پروسې د دریمې مرحلې د اخیستلو په موخه مشورتي ناسته ترسره کړه.
یاده ناسته د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۳:۴۰
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته په ټولنه کې د ناسمو رواجونو د مخنیوي اړوند د ۱۷مي ګڼې فرمان د تدریس لړۍ پیل شوه.

غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن له لوري٬ استادانو ته په ټولنه کې د ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړه د عاليقدر اميرالمومنین حفظه الله تعالی ورعاه د ۱۷ ګڼې فرمان د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۳:۳۵
Background image

د غزني پوهنتون عمومی رئیس د یاد پوهنتون له مرکزي کتابتون څخه ليدنه او ارزونه ترسره کړه.

د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د یاد پوهنتون له مرکزي کتابتون څخه لیدنه او ارزونه ترسره کړه او همدا راز یې د دغه کتابتون عمومي وضعیت، کاري بهیر او د محصلینو لپاره د. . .

BACK TO NEWS