د غزني پوهنتون عمومی رئیس د یاد پوهنتون له مرکزي کتابتون څخه ليدنه او ارزونه ترسره کړه.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۳:۳۵
gu

د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د یاد پوهنتون له مرکزي کتابتون څخه لیدنه او ارزونه ترسره کړه او همدا راز یې د دغه کتابتون عمومي وضعیت، کاري بهیر او د محصلینو لپاره د برابرو شویو اسانتیاوو څخه څارنه وکړه.
د دغې ارزونې پر مهال، د کتابتون داخلي حالت، د محصلینو لپاره د مطالعې به برخه کې برابري شوې اسانتياوې، د کتابونو د تنظیم څرنګوالی او د مراجعینو لپاره د خدمتونو بهیر وکتل شو.
همدارنګه، د پوهنتون رئیس د کتابتون مسؤلینو ته یو شمېر سپارښتنې وکړې، څو د کتابونو د منظم ساتنې، د مطالعې د چاپېریال د ښه‌ والي او د محصلینو لپاره د خدماتو د لا پیاوړتیا په موخه لازم اقدامات ترسره کړي.
یاده څارنه د غزني پوهنتون د رهبرۍ له لوري د علمي بنسټونو د پیاوړتیا او د تدریسي بهیر د ملاتړ په موخه ترسره شوه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د  شعبان المعظم (١٥)مه،  ۱۴۰۴ ه ش کال سلواغې  میاشتې له (١٤)

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۱۵
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته په علمي، تدریسي او څېړنیزو چارو کې د نوښت او ابتکار اړوند علمي سمینار وړاندې شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي پرمختیا( PDC ) آمریت له لوري استادانو ته د خپلو علمي، تدریسي او اداري چارو د لا ښه والي او اغېزمنتیا په موخه، د نوښت او ابتکار تر سرلیک لاندې علمي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۲۰
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د افتخاري درسونو د پیل سره سم، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ګټو او په اسلامي نظام کې د آمر د ټاکنې اړوند اصلاحي او فکري سمینار پیل شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد  آمریت له لوري محصلینو ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ګټو او په اسلامي نظام کې د آمر د ټاکنې تر سرلیکونو لاندې د اصلاحي او فکري درسونو لړۍ پیل شوه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۳:۴۷
Background image

غزني پوهنتون کې مسؤلینو او استادانو ته د تحصیلي نصابونو د ارزونې، تدوین، بیاکتنې او پراختیا درې ورځنی علمي سمینار پیل شو.

د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي په مشرۍ د شرعي، مسلکي او علمي متخصصینو پلاوي، د نصاب د ارزولو په موخه غزني پوهنتون ته له سفر سره سم؛ د دغه پوهنتون د ټولو. . .

BACK TO NEWS