غزني پوهنتون کې د مسؤلینو له لوري د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د دریمې مرحلې د اخیستلو په موخه د اړینو چارو د ترسره کولو اړوند مشورتي ناسته ترسره کړه.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۳:۴۵
ni

تېره ورځ په غزني پوهنتون کې د مسؤلینو له لورې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو پروسې د دریمې مرحلې د اخیستلو په موخه مشورتي ناسته ترسره کړه.
یاده ناسته د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو آمریت له لورې جوړه شوې وه.
چې په پیل کې یې د یاد آمریت آمر پوهندوی دوکتور دریاخان هڅاند د دویمې مرحلې د لاسته راوړنو، موجوده ننګونو او راتلونکو پلانونو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل. او همداراز یې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د دریمې مرحلې د اخیستلو لپاره د ځینو مهمو اړخونو، ارزونې معیارونو د ترسره کولو، او د کیفیت د لا پیاوړتیا لپاره د نوو تګلارو په ترسراوی باندې هر اړخیز معلومات او وړاندیزونه له مسؤلینو سره شریک کړل.
دارنګه د پوهنتون عمومي رئیس صاحب او معاون صاحبانو وویل، چې غزني پوهنتون د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د پړاوونو بشپړولو ته ژمن دی، او د دریمې مرحلې تطبیق به د پوهنتون د علمي معیارونو د لوړولو، د زده کړې د کیفیت د ښه‌والي او د ملي او نړیوال اعتبار د ترلاسه کولو په لور یو مهم ګام وي.

دغه ناسته د راتلونکو ګامونو د دقیق پلان جوړونې او د همغږۍ د ټینګښت په پرېکړې سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، د شعبان ۱۶مه
۱۴۰۴هـ.ش، د دلوې ۱۵ مه
۲۰۲۶م، د فبروري ۴ مه

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۴۶
Background image

غزني پوهنتون کې د علماء کرامو د ثانويه او مافوق ثانويه درجو د تثبیت سویې ازموینې لپاره د بایومټریک ثبت او د کارتونو د وېش پروسه په منظم او ټاکلي وخت پیل شوه.

غزني پوهنتون کې د ازموینو ملي ادارې او د یاد پوهنتون د مسؤلینو په همغږۍ د علماء کرامو د ثانويه او مافوق ثانويه درجو د تثبیت سویې ازموینې لپاره د ګډونوالو د بایومټریک ثبت او د ازموینې. . .

BACK TO NEWS