غزني پوهنتون کې استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د نبي کریم ﷺ د سنتو اتباع اړوند یو ورځنی اصلاحي سمینار ترسره شو.
غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د اسلامي ارزښتونو د ترویج په موخه، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د نبي کریم ﷺ د سنتو د اتباع اړوند یو ورځنی اصلاحي سمینار ترسره شو.
دغه سمینار چې د پوهنتون په مسجد کې جوړ شوی ؤ، پکې د ټولو پوهنځیو استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو پراخ ګډون کړی و. د پروګرام موخه ګډونوالو ته د نبوي سنتو اتباع او په اړه یې معلومات او په ورځني ژوند کې په هغو عمل کول ؤ.
یاد سمینار د شرعیاتو پوهنځي استاد شیخ محمد نسیم راشد وړاندې کړ چې پر مهال یې د نبي کریم ﷺ د سنتو اتباع او پر هغوی عمل کول او همداراز د نبی کریم ﷺ په طریقه تګ کولو اړوند یې تفصيلي معلومات وړاندې کړل؛ او ګډونوال یې وهڅول چې دغه صفات په خپل مسلکي او شخصي ژوند کې عملي کړي.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، ذوالقعدة الحرام ۱۸ مه
۱۴۰۵هـ.ش، ثور ۱۵ مه
۲۰۲۶م، مې ۵ مه
