غزني پوهنتون د تدارکاتي چارو او مالي نظم په برخه کې د غوره کړنو له امله د یاد ولایت د مستوفیت ریاست له لوري د یوې شانداره غونډې په ترڅ کې د ستاینلیک په ورکړه وستایل شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۵:۴۸
cv

د غزني پوهنتون د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د منظمې رهبرۍ او د مالي او اداري چارو معاونیت د نه ستړي کیدونکو هڅو په نتېجه کې پوهنتون د تدارکاتي چارو د پر وخت ترسره کولو، مالي نظم، د مستوفیت له لوري د ورکړل شوي مالي هدف پر وخت پوره کولو او په دغه برخه کې د غوره کړنو له امله د مستوفیت ریاست له لوري د یوې شانداره او باوقاره غونډې په ترڅ کې د ستاینلیک په ورکړه وستایل شو.
یاده غونډه چې د ولایت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوي وه؛ پکي د ولایت مقام د مسؤلینو ترڅنګ د غزني ولایت د بېلابیلو ادارو استازو او د غزني پوهنتون پلاوي هم ګډون کړی وو.
د یادې غونډې پرمهال د ولایتې ادارې مسؤلینو او د مستوفیت ریاست رئیس د غزني پوهنتون هڅې او لاسته راوړنې وستایلې او د عوایدو د مدیریت په برخه کې یې د شفافیت او همغږۍ ستاینه وکړه.
د مستوفیت ریاست رئيس په خپلو خبرو کې وویل، چې غزني پوهنتون د عوایدو د تنظیم، راټولولو او د مالي اصولو د مراعتولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی او د نورو ادارو لپاره یې یو ښه مثال وړاندې کړی دی.
د غزني پوهنتون مسؤلینو د یاد ستاینلیک د ترلاسه کولو له امله خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې پوهنتون به د مالي شفافیت، حساب ورکونې او د عوایدو د ښه مدیریت په برخه کې خپلې هڅې لا نورې هم پیاوړې کړي.

د غونډې په پای کې د غزني پوهنتون استازي ته د مستوفیت ریاست له لوري د قدردانۍ ستاینلیک وسپارل شو او د ادارې د هڅو ستاینه یې وشوه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، رمضان المبارک ٢١ مه
۱۴۰۴هـ.ش، حوت ١٩ مه
۲۰۲۶م، مارچ ١٠ مه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS