د غزني پوهنتون د عمومي کتابتون په اړه لنډ معلومات او مقررات یې:
کتابتون د پوهنتون له مهمو او اړینو سرچینو څخه شمېرل کېږي، ځکه په علمي ټولنه او د معلوماتو په عصر کې معلوماتي سواد ته لاسرسی یو حیاتي او ضروري امر دی. د محصلینو اړتیا د باوري، معتبره او ګټورو سرچینو ترلاسه کول ټولو ته څرګنده ده. د فکر او خلاقیت وده یوازې د ټولګي درسونو، کورنیو دندو او ازموینو له لارې نه ترسره کېږي، بلکې محصلین اړتیا لري چې د هرې موضوع ژور تحلیل او څېړنه وکړي. دا کار له کتاب، درس او استاد څخه زیات څه غواړي. په همدې لاره کې کتابتونونه د محصلینو په فردي، ټولنیزه، علمي او فرهنګي وده کې مهم رول لري.
په هر پوهنتون کې د کتابتون شتون یوه اړتیا ده، ځکه کتابتونونه د مطالعې د پیاوړتیا، د علم د خپرولو او د مطالعې د فرهنګ د لوړولو وسیله ګڼل کېږي. د لوړو زده کړو په منظم نظام کې کتابتون یو اساسي ضرورت دی، او که کتابتون نه وي یا یې فعالیت کمزوری وي، د محصلینو زده کړې یوازې د درسي کتابونو تر کچې محدودې پاتې کېږي.
د غزني پوهنتون د عمومي کتابتون تاریخچه:
د غزني پوهنتون کتابتون په لومړیو کې د دودیز کتابتون په توګه فعالیت کاوه او په معیاري بڼه نه و جوړ شوی. د پوهنتون له جوړېدو سره سم کتابتون هم رامنځته شو. د کتابتون لومړنی عمومي مدیر عبدالروف زیباکلام و. تر ۱۴۰۲ هـ ش کال پورې یې د مدیر په توګه دنده ترسره کړه. وروسته د غزني پوهنتون د رهبرۍ د هدایت او وړاندیز له مخې اسدالله د هغه پر ځای وټاکل شو، او اوس مهال هم اسدالله منصور د کتابتون عمومي مدیر دی.
په ۱۳۹۰ هـ ش کال کې د غزني پوهنتون کتابتون په نسبي ډول په یوه معیاري کتابتون بدل شو. د پوهنتون د رهبرۍ د هڅو او زیار په پایله کې یو شمېر اړین کتابونه هم ورزیات شول. د افغانستان د اسلامي امارت له راتګ وروسته د کتاب او کتابدارۍ برخې ته ځانګړې پاملرنه وشوه، چې له برکته یې د طب پوهنځي لپاره له ۸۳۰ څخه زیات نوي چاپ شوي کتابونه کتابتون ته ور زیات شول.
اداري جوړښت
د غزني پوهنتون د مرکزي کتابتون په اداري تشکیل کې دوه بستونه شتون لري:
- د کتابتون عمومي مدیر (څلورم بست)
- کتابدار مدیر (پنځم بست)
یاد کتابتون نیږدې ۱۵۰۰۰ ټوکه کتابونه لري، چې په لاندې برخو پورې اړه لري:
- طب
- تعلیم او تربیه
- حقوق
- شرعیات
- اقتصاد
- زراعت
- ادبیات
- کمپیوټر
- فکري او فرهنګي برخې
- بدني روزنه
همدارنګه د اسلامي امارتي پوهنتونونو علمي مجلې هم د کتابتون مدیریت ته را رسېږي.
ټول کتابونه په ډیټابېس کې ثبت شوي او په منظم ډول په شمېره لرونکو الماریو کې ځای پر ځای شوي دي. هره ورځ د مراجعینو د اسانتیا لپاره کتابونه ارزول او تنظیمېږي. د محصلینو لپاره د ډلهییزې مطالعې یو مناسب او معیاري ځای هم جوړ شوی دی، چې پخوا موجود نه و.
د کتابتون د ننوتلو لپاره د غړیتوب کارت په پام کې نیول شوی، چې په نیږدې راتلونکې کې به ووېشل شي.
برېښنايي کتابتون
د غزني پوهنتون کتابتون دوه ډوله خدمتونه وړاندې کوي:
- حضوري خدمتونه
- برېښنايي خدمتونه
عمومي کتابتون یو برېښنايي کتابتون هم لري، چې په ۱۴۰۳ هـ ش کال کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي د څلورو محصلینو له خوا جوړ شو. په دې برېښنايي کتابتون کې له ۱۰۰۰ څخه زیات PDF کتابونه موجود دي.
د کتاب ترلاسه کولو مقررات
- د کتاب ترلاسه کولو پر مهال د کتابتون د غړیتوب کارت وړاندې کول ضروري دي، او د شخص معلومات د هر کتاب په ځانګړي کارت کې ثبتېږي.
- کتابتون کولی شي هر غړي ته د کتابتون څخه بهر د مطالعې لپاره تر دوو کتابونو پورې د یوې اوونۍ لپاره امانت ورکړي. د اړتیا په صورت کې موده د یوې بلې اوونۍ لپاره هم تمدیدېدای شي. د ټاکلې مودې له تېرېدو وروسته هره ورځ ۱۰ افغانۍ جریمه اخیستل کېږي. که کتاب ورک شي، باید هماغه نسخه راونیول شي، او که په بازار کې موجوده نه وي، د کتاب دوه برابره بیه ورکړل شي. استادانو او محصلینو ته تر څلورو کتابونو پورې امانت ورکول د پوهنځي او کتابتون د مسؤول تر همغږۍ پورې تړلي دي.
- که یو کتاب د ډېرو کاروونکو اړتیا وي، کتابتون حق لري د امانت موده راکمه کړي.
- که کتاب د بل غړي له خوا مخکې له مخکې نه وي غوښتل شوی، د امانت موده یې تمدیدېدای شي.
- کتابونه باید په ټاکلې نېټه بېرته وسپارل شي.
- په هر ځل یوازې یو کتاب امانت ورکول کېږي؛ خو د استاد د لیکلي سپارښت لیک په صورت کې تر دوو کتابونو پورې اخیستل کېدای شي.
- که کتاب د بل چا له خوا امانت اخیستل شوی وي، د بیا غوښتنې په صورت کې به تر یوې اوونۍ وروسته غوښتونکي ته ورکړل شي.
- مرجع کتابونه او مجلې یوازې د اړتیا په وخت کې استادانو ته د یوې یا دوو ورځو لپاره امانت ورکول کېږي.
- استادان باید کتابونه په خپل نوم وانخلي او محصلینو ته یې ور نه کړي. د کتاب د خرابېدو یا ورک کېدو مسؤولیت د امانت اخیستونکي پر غاړه دی.
- د پوهنتون اداري کارکوونکي هم د کتابونو د استفادې حق لري او د مقرراتو له مخې یې ترلاسه کولای شي.
- استادان یوازې د پوهنځي له تأیید او محصلین د زدهکړیال هویت کارت په وړاندې کولو سره کتاب امانت اخیستلای شي.
- لاندې سرچینې یوازې په کتابتون کې مطالعه کېدای شي:
- مرجع کتابونه (قاموسونه، دایرةالمعارفونه، اطلسونه او نور)
- خطي نسخې
- نفیس، کمیاب او نایابه کتابونه
- د کتابتون له مسؤولینو پرته د هر ډول کتاب، مجلې او نورو موادو ایستل د یوه کال لپاره د کتابتون له خدماتو څخه د محرومیت سبب ګرځي.
- هر کال د قوس میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰ ورځو لپاره ټول امانت ورکړل شوي کتابونه راټولېږي، څو د کتابتون موجودي وکتل شي.
- امانت اخیستونکی باید د کتاب ترلاسه کولو پر مهال هغه په دقت وګوري، او که کوم عیب یا نقص پکې وي، سمدستي کتابدار خبر کړي؛ که نه، د تاوان ورکولو مسؤول به وي.
- د امانت مقررات او شرایط باید د مراجعینو د لیدو وړ ځای کې ځوړند وي.
- د امانت ورکړل شوو کتابونو احصائیه او راپورونه باید په دقیقه توګه ثبت شي.
- د کتاب د بېرته سپارلو پر مهال مراجعه کوونکی باید له کتابدار څخه وغواړي چې د امانت ثبت شوی لېست د ده په حضور کې لغوه کړي؛ که نه، کتاب به لا هم د هغه په نوم ثبت ګڼل کېږي.
- د امانت اخیستل شوو کتابونو په اړه یوازې امانت اخیستونکی د کتابتون پر وړاندې مسؤول دی.
- د نویو کتابونو او سرچینو کارول تر هغه وخته نه دي مجاز چې تنظیم، فهرست او چمتووالی یې بشپړ شوی نه وي.
-
د کتابتون د منابعو د کارولو پر مهال باید کتابونه په الماریو کې ګډوډ نه شي، او که د کتاب سم ځای معلوم نه وي، باید د نورو کتابونوترمنځپه خپل سر کېنښودل شي.