غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستیال د پوهنتون د خدماتي چارو د منظموالي په موخه له خدماتي کارکوونکو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۵:۱۲
gb

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي د پوهنتون د خدماتي چارو د لا منظمولو، د کاري بهیر د اغېزمنتیا لوړولو او د خدماتي کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه له خدماتي کارکوونکو سره ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې شیخ صاحب د خدماتي کارکوونکو د رول او مسؤلیتونو پر ارزښت خبرې وکړې؛ او په پوهنتون کې یې د خدماتي کارکوونکو رول مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې د پوهنتون د ورځنیو چارو منظم پرمخ وړل د دوی له هڅو پرته ناشوني دي. دارنګه، نوموړي د کاري نظم، دندې ته پر وخت حاضرېدلو او د اداري اصولو د مراعتولو پر اهمیت او د کاري اصولو د مراعات په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې او له خدماتي کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې خپلې دندې په صداقت، او مسلکي روحیې ترسره کړي.
همدارنګه، په ناسته کې د خدماتي کارکوونکو ستونزې، وړاندیزونه او نظریات واورېدل شول او د شته ستونزو د حل لپاره پر ګډو همکاریو او دوامدارې همغږۍ ټینګار وشو.
په اخیر کې شیخ صاحب ډاډ ورکړ چې د خدماتي کارکوونکو د کاري شرایطو د ښه والي لپاره به لازمې هڅې وکړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 شنبه ، ٢٩ جمادی الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق— ٢٩ قوس۱۴۰۴ه ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS