د مالي او اداري چارو معاونیت پېژندنه:
د غزني پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت د پوهنتون له مهمو او اساسي معاونیتونو څخه دی، چې د پوهنتون مالي، اداري او خدماتي چارو د تنظیم، همغږۍ او پرمختګ مسؤلیت پر غاړه لري. د مالي او اداري چارو معاونیت، د پوهنتون په تشکیلاتي جوړښت کې یو کلیدي او حیاتي بخش دی، ځکه د پوهنتون ټولي مالي منابع (بودجه، معاشونه، عواید) تنظیموي، اداري سیستم، کارکوونکي او تدارکاتي چارې مدیریت کوي، د پوهنتون د ورځنیو چارو د سم پرمخ وړلو بنسټ جوړوي، په عمومي ډول، دا معاونیت د پوهنتون د اداري نظم، شفافیت او حساب ورکونې تضمین کوي.
د مالي او اداري چارو معاونیت مهمې دندې او مسؤلیتونه:
1. مالي مدیریت
- د پوهنتون کلنۍ بودجه جوړول او تطبیقول
- د معاشونو، امتیازاتو او مالي حوالو تنظیم
- د عوایدو راټولول او ثبتول
- د لګښتونو کنټرول او حساب ورکونه
2. اداري چارې
- د کارکوونکو استخدام (بشري سرچینې)
- د حاضری، سوانحو او ارزونې سیستم مدیریت
- د اداري اصولو پلي کول
- د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پروګرامونه
3. تدارکات او لوژستیک
- د اړتیا وړ وسایلو، تجهیزاتو او خدماتو تدارک
- د قراردادونو تنظیم او څارنه
- د پوهنتون عمومي ستراتیژۍ سره همغږي
- د پوهنتون د زیربناوو ساتنه او مراقبت
4. پلان جوړونه او راپور ورکول
- کلني او ربعوار کاري پلانونه جوړول
- د بېلابېلو آمریتونو راپورونه ارزول.
د مالي او اداري چارو معاونیت په لاندې څانګو کې فعالیت تر سره کوي:
د کارکوونکو چارو آمریت
د مالي او حسابي چارو آمریت
د تهیه، تدارکاتو او خدماتو آمریت
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
د معلوماتي ټکنالوژۍ عمومي مدیریت
د کار طریقه او فعالیتونه
په غزني پوهنتون کې دا معاونیت:
په منظم ډول اونیزې اداري ناستې ترسره کوي
کارکوونکو ته مشخصې دندې سپاري
د ترسره شویو کارونو ارزونه کوي
د شفافیت، نظم او پرمختګ لپاره پرېکړې کوي او همداراز آمریتونه مکلف دي چې خپل کاري پلانونه او راپورونه پر وخت وړاندې کړي
ټول فعالیتونه د ارزونې وړ اهدافو پر بنسټ تنظیمېږي.
اهمیت او رول
د دغه معاونیت اهمیت په دې کې دی چې:
- د پوهنتون ټول سیستم ورباندې تکیه لري
- د مالي فساد مخنیوی او شفافیت تضمینوي
- د اداري نظم له لارې د تحصیلي کیفیت ملاتړ کوي
- د پوهنتون د پرمختګ لپاره بنسټیزه فضا برابروي