غزني پوهنتون کې د علمي کادر غړو ته د علمي اثارو د لیکلو لارښوود، د آنلاین کتابخانو او د غزني پوهنتون د آنلاین کتابخانې پېژندنې اړوند معلوماتي سمینار ترسره شو.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۳:۵۱
gy

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي پرمختګ آمریت له لورې او د الکترونیکي زده کړو عمومي کمېټې په نوښت، د علمي کادر غړو ته د علمي اثارو د لیکلو اصولو، د آنلاین کتابخانو د کارونې او د غزني پوهنتون د آنلاین کتابخانې د پېژندنې په موخه یو ورځنی معلوماتي سمینار ترسره شو.
یاد سمینار لومړی د کرنې پوهنځي استاد پوهندوی محمد مسعود نیکنام له لوري د علمي مقالو او څېړنیزو اثارو د لیکلو بنسټیز اصول، د علمي تولیداتو پر ارزښت، د څېړنې پر معیارونو او د علمې اثر د لیکلو په اصولو او علمي پړاوونو د سرچینو او مأخذونو پر ترتیب باندې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
وروسته د کتابخانې عمومي مدیر اسدالله منصور د آنلاین کتابخانو پر پېژندنه او د آنلاین علمي سرچینو سمه کارونه، د معتبرو نړیوالو او ملي آنلاین کتابخانو د کارولو لارې چارې، او همدارنګه د غزني پوهنتون د آنلاین کتابخانې اسانتیاوې او د هغې د اغېزمنې استفادې څرنګوالی ګډونوالو ته عملاً تشریح کړل.

هېره دي نه وي چې غزني پوهنتون د علمي کادر د ظرفیت لوړونې او د څېړنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه ورته علمي او معلوماتي پروګرامونو ته دوام ورکوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
چهارشنبه ، ۲۶ جمادی الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق— ۲۶ قوس۱۴۰۴ه ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS