غزني پوهنتون کې یو شمېر محصلینو ته د اخلاقي ارزښتونو، ټولنیزو نزاکتونو اړوند د عامه پوهاوي په موخه اصلاحي بیان ترسره شو.

قمري نېټه: صفرالمظفر، ۲۴، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: اسد، ۲۷ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اګست، ۱۸ ، ۲۰۲۵م
غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو د مرستیال پوهندوی مفتي عزت نور له لوري په لیلیه کې مېشت محصلینو ته دپوهنتون پېژندنې او له وسایلو څخه یې سالمه استفاده، د استادانو دحقوقو پېژندنې، درناوي د محصلینو ترمنځ د ګډ ژوند حقوقو، ټولنیزو نزاکتونو، اخلاقي ارزښتونو او په شرعي طریقه د محصلینو صورت او سیرت برابرولو په اړه د عامه پوهاوي په موخه اصلاحي بیان ترسره شو.
یاد بیان د ټولنیزو ارزښتونو په پیاوړتیا، د ځوانانو د اخلاقو په سمون او د محصلینو ترمنځ د درناوي، متقابلې همکارۍ او انساني اړیکو د لا ښه کولو په موخه ترسره شو.
مفتي صاحب ټینګار وکړ چې د ټولنیزو ستونزو د کمولو او د ټولنې د سوکالۍ لپاره باید د پوهنتون ځوانان د اخلاقو او نزاکتونو په برخه کې د نورو لپاره ښه بېلګه واوسي.
ګډون کوونکو محصلینو ژمنه وکړه چې دغو مهمو مواردو ته لا متوجه او د داسې مثبتو او اصلاحي پروګرامونو ملاتړ به کوي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت