غزني پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي د ټولو صنفونو محصلینو ته د یاد پوهنځي د ستراتیژیک پلان د پېژندنې او تشریح په موخه روزنیز سیمینار ترسره شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۴:۲۶
bu

قمري نېټه: ذالقعده ۱۵، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه: ثور ۲۳، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: می ۱۳، ۲۰۲۵م

 نن ورځ په غزني پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي د ټولو صنفونو محصلینو ته د یاد پوهنځي د ستراتیژیک پلان د پېژندنې او تشریح په موخه یو ورځنی علمي او معلوماتي  سیمینار ترسره شو.
په دغه جوړ شوي علمي سیمینار کې د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنمل احسان الله سعید د پوهنځي او اړوندو څانګو د ستراتیژیکو پلانونو اړوند ترتیب شوي تفصیلي پریزنټېشن کې محصلینو ته د پوهنځي رسالت/مأموریت، لرلید، بنسټیز ارزښتونه، ځواکمنتیاوي او فرصتونه، ستراتیژیکي موخي او د ستراتیژیک پلان اړوند یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
او د سیمینار په پای کې محصلینو خپلې پوښتنې او نظریات شریک او د دوی پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS