د غزني پوهنتون محصلینو ته د نشه ‌یي توکو د روغتیايي زیانونو په اړوند یوه ورځني علمي او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۴:۵۱
bu

قمري نېټه: شوال ٣٠، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمریزه نېټه: غویی٨، ۱۴۰۴ هـ.ش
میلادي نېټه: اپرېل ٢٨، ۲۰۲۵م

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت او په غزني ولایت کې په نشه‌یې توکو د روږدو کسانو د درملنې ۵۰ بستریز روغتون په نوښت او ګډې همکارۍ د نشه‌یي توکو د روغتیايي زیانونو په اړه یوه ورځنی معلوماتي سیمینار وړاندې شو. 
ناسته د کلام الله مجید د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.
ورپسې، د غزني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال انجنیر محمد عثمان منیب د سیمینار په ارزښت او د نشه‌ یي توکو د زیانونو په اړه هراړخیزې خبرې وکړې او محصلینو ته یې د عامه پوهاوي اړتیا په ډاګه کړه.
وروسته د یاد روغتون آمر، ډاکتر محمد ایوب محمدي، د نشه‌ یي توکو د استعمال، زیانونو او د مخنیوي اړوند مهم معلومات وړاندې کړل. نوموړي زیاته کړه چې محصلین د ټولنې په روښانولو کې مهم رول لري او باید خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.
په پای کې، روانشناس ډاکتر خیال محمد افغان د نشه‌یي توکو د ټولنیزو، رواني او دیني زیانونو په اړه تفصیلي پریزینټیشن وړاندې کړ. نوموړي د نشه ‌یي توکو پېژندنه، د اسلام له نظره د نشه‌یي توکو د استعمال حرمت، او د هغو اغېزې پر روح او روان اړوند مفصلې څرګندونې وکړې او محصلین یې په ټولنه کې د عامه پوهاوي او د دغو توکو مخنیوي ته وهڅول.
ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسیدله.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS