غزني پوهنتون کې د شپږ ګونو پوهنځیو د کیفیت لوړاوي، کمېټو مسؤلینو ته د کیفیت لوړاوي معیارونو اړوند یو ورځنی زده کړه ایز سیمینار وړاندې شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۴:۳۹
by

قمري نېټه: شوال ٢٤، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمریزه نېټه: غویی ٢، ۱۴۰۴ هـ.ش
میلادي نېټه: اپرېل ٢٢، ۲۰۲۵م

 غزني پوهنتون کې د کمپیوتر ساینس پوهنځی په نوښت د پنځه ګونو پوهنځیو د کیفیت لوړاوي کمېټو مسؤلینو ته د کیفیت لوړاوي معیارونو اړوند یو ورځنی سیمینار وړاندې شو. 
سیمینار د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، چې د معنوي فضا تر څنګ یې د سیمینار سپېڅلتیا څرګنده کړه.
ورپسې د یاد پوهنځي رئیس، پوهنمل عبدالمتین میاڼي، د پرانیستې وینا وکړه. نوموړي د سیمینار د جوړېدو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د کیفیت معیارونه د تحصیلي پرمختګ لپاره بنسټیز ارزښت لري. 
 وروسته سیمینار د تضمین کیفیت عمومي مدیر، دوکتور محمد مهدي رضایي له خوا وړاندې شو. ښاغلي رضایي د کیفیت لوړاوي معیارونو اړوند، ارزونې میتودونو، او د پوهنتونونو د تعلیمي پرمختګ په لارو چارو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. ګډونوالو د نوموړي له وړاندې‌ شوي سیمینار څخه خوښي څرګنده کړه او موضوع یې ګټوره وبلله.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS