غزنی پوهنتون کې د تضمین کیفیت کمېټې نوبتې ناسته ترسره شوه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۵۴
vb

نېټه:

قمري: ١٦ رمضان المبارک ۱۴۴۶

لمریز: ٢٦ کب (حوت) ۱۴۰۳

میلادي: ١٦ مارچ ۲۰۲۵

غزنی پوهنتون کې د تضمین کیفیت کمېټې نوبتې ناسته د یاد پوهنتون د علمي چارو مرستیال په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د یادې کمېټې ټولو غړو شتون درلود.

د ناستي پیل د قران کریم په مبارکو ایتونو سره وشوه،

ورپسې د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدرحمزه د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې د کمېټو کارونه باید په ټاکلي وخت ترسره شي، ترڅو چارې له ځنډ سره مخ نشي. همداراز، کمېټې باید خپلې پرېکړې عملي کړي او د تطبیق لپاره واضح مهالوېش وټاکي. د پرېکړو د شفافیت، تعقیب او ارزونې لپاره باید منظم نظارت وشي، ترڅو د پوهنتون اهداف په مؤثر ډول ترلاسه شي.

په ناسته کې، تر اساسي موضوعاتو وروسته، پر ځینو متفرقه مسایلو هم بحث او خبري اتري وشوې، او اړینې پرېکړې ترسره شوې.

غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS