غزني پوهنتون کې استادانو ته د (Mendely،Endnote،Latex او Zotero )پروګرامونو اړوند څلور ورځني علمي سیمینار په منظم ډول پای ته ورسېده.

gu_user1
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۳:۳۵
lk

ورځ: پنج شنبه

۲۸/شعبان المعظم۱۴۴۶ه ق

۹/ کب / ۱۴۰۳ هـ ش

۲۷/ فبروري / ۲۰۲۵ ميلادي

غزني پوهنتون کې د څېړنو او علمي مجلې معاونیت له لوري استادانو ته ( د احصایې د اساساتو،SPSS Mendely،Endnote،Latex او Zotero ) پروګرامونو اړوند څلور ورځنی علمي سیمینار پای ته ورسیده.

په دغه سیمینار کې د غزني پوهنتون د مسؤلینو او استادانو ترڅنګ، د غزني تخنیکي پوهنتون، مسلم د لوړو زده کړو مؤسسې او خاتم النبیین د لوړو زده کړو مؤسسې استادانو ګډون کړی وو.

چې پیل د قرآنکریم په مبارکو آیاتونو سره وشو.

وروسته له اجنډا سره سم د د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنمل دوکتور محمد شریف ادیب او د څېړنو او علمي مجلې معاون ښاغلي پوهنمل عبدالمتین میاڼي له لوري د Endnote او zotero سافټویرونه په مکمل ډول تشریح او د کتاب، مقالو او څېړنو ترسره کولو پروسه یې عملاً تشریح او د دغو سافټویرونو په باره کې چمتو کړي هر اړخیز علمي معلومات وړاندې کړل.

او د ګډونوالو پوښتنو ته یې هر ډول علمي ځوابونه وویل.

په اخیر کې د خاتم النبیین خصوصي د لوړو زده کړو مؤسسې یو تن استاد، د ګډونوالو په نماینده ګې د سیمینار ارزونه وکړه او د غزني پوهنتون له رهبري یې مننه وکړه چې دا ډول ګټوري او علمي برنامې ترسره کوي. او زیاته یې کړه چې له دغه څلور ورځني سیمینار څخه یې ډیره څه زده کړل او د څېړنو ترسره کولو پروسه لا نوره ورته اسانه او ساده شوه.

او غونډه د دعایې په ویلو پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS