د غزني پوهنتون زده‌کړیالانو ته د روشن مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د "آنلاین زده کړو او آنلاین کتابتون" تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۳:۲۱
sd

نېټه:

هجري قمري: ١٣ جمادی‌الثاني ۱۴۴۶

هجري شمسي: ٢٥ قوس ۱۴۰۳

میلادي: ١٥ دسمبر ۲۰۲۴

نن ورځ د غزني پوهنتون زده ‌کړیالانو ته د روشن مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د "آنلاین زده کړو او آنلاین کتابتون" تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي او معلوماتي سیمینار وړاندې شو، د سیمینار پرانیسته د قران کریم په مبارکو آیتونو وشوه.

وروسته د محصلانو چارو مرستیال، انجنیر محمد عثمان منیب، د ټکنالوژۍ د ګټې اخیستنې په اړه محصلینو ته وینا وکړه، هغه د انټرنیټ د ارزښت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، او همدارنګه یې له انټرنیټ څخه د مثبتي استفادې او د وخت مدیریت په اړه یې خبري وکړې، او زیاته یې کړه چې څنګه کولای شو په ټاکلي وخت کې خپلو موخو ته ورسېږو.

ورپسې د روشن مخابراتي شرکت د سویل ختیځ زون مسؤل، احمد میا غزنوي، د غزني پوهنتون له رهبرۍ مننه وکړه، چې د سیمینار د ترسره کولو لپاره امکانات او سرچینې برابرې کړې دي، نوموړي وویل: "تاسو د وطن راتلونکی یاست، نو باید خپل وخت مدیریت کړئ، له موجودو امکاناتو اعظمي ګټه واخلئ او خپلو اهدافو ته په ټاکلي وخت ورسېږئ."

د احمد میا غزنوي له‌ خوا د روشن مخابراتي شرکت فعالیتونه، په ځانګړي ډول په غزني ولایت کې د ۴جي انټرنیټ خدماتو اړوند معلومات وړاندې کړل، نوموړي د پوهنتون ساحه کې یو مخابراتي سایټ د جوړښت ژمنه هم وکړه او د محصلینو لپاره یې د روشن د الفا خدماتو په اړه خبرې وکړې.

همدارنګه د غزني پوهنتون د ټکنالوژۍ عمومي مدیر، وحیدالله عمریار، د الکترونیکي زده‌ کړو او د الفا خدماتو په اړه معلومات وړاندې کړل. هغه لاندې ټکي روښانه کړل:

۱. د الکترونیکي زده‌کړو پېژندنه

۲. د الکترونیکي زده‌کړو ځانګړتیاوې او اهمیت

۳. د الکترونیکي زده‌کړو ډولونه

۴. د الکترونیکي زده‌کړو په وړاندې پراته خنډونه او ستونزې

۵. له آنلاین سرچینو څخه موثره ګټه اخیستنه

نوموړي همدارنګه د غزني پوهنتون د آنلاین کتابتون څخه د ګټې اخیستنې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

په پای کې د روشن مخابراتي شرکت د فروشاتو مسؤل، طارق احمد عمریار، د روشن الفا خدماتو په اړه محصلینو ته معلومات وړاندې کړل او د دې خدماتو او وړاندیزونه په اړه یی معلومات ارایه کړل.

او سیمینار د دعا په ویلو سره پای ته ورسېد.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۹:۱۹
Background image

دورۀ آموزش، ترجمه و تفسیر قرآن عظیم الشأن در پوهنتون غزنی آغاز شد.

این برنامۀ مبارک طی محفل با شکوه با حضور داشت استادان، کارمندان ومحصلین این پوهنتون امروز یک‌شنبه مورخ ۱۱ صفر سال ۱۴۴۵ هـ ق در مسجد پوهنتون عزنی برگزار گردید و هدف از تدویر این برنامۀ. . .

شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

غزني پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د اجرایه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتو مدیریت سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام دایر کړ

غزني پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د اجرایه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتو مدیریت سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام دایر کړ.

پدغه پروګرام کې چې د غزني. . .

BACK TO NEWS