د غزني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدواسع منصور د کرني پوهنځي د نوي جوړېدونکي تحقیقاتي فارم څخه لیدنه وکړه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۹:۵۳
az

ورځ: یکشنبه

هجري قمري نېټه: ۶ جمادی الثاني ۱۴۴۶

هجري شمسي نېټه: ۱۸ قوس ۱۴۰۳

میلادي نېټه: ۸ ډسمبر ۲۰۲۴

د غزني پوهنتون عمومي رئیس، الحاج مولوي عبدواسع منصور، او ورسره مل پلاوي د کرني پوهنځي د نوي جوړېدونکي تحقیقاتي فارم څخه لیدنه وکړه. په دغه پلاوي کې د علمي چارو مرستیال، م..ول.وي محمد حیدر همزه، د کرني پوهنځي رئیس پوهندوی حبیب‌الله همایون، او د تحقیقاتي فارم عمومي مدیر فرهاد ګډون درلود.

یاد تحقیقاتي فارم چې په شل جریبه ځمکه کې جوړېږي، د غزني پوهنتون رئیس د فارم د جوړښت، د خاورې په کیفیت او څرنګوالي، او د اړتیا وړ پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

او همدارنګه یې د فارم د ښه جوړښت په موخه اړوند کسانو ته لازمې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د فارم ټولې برخې د نړیوالو معیارونو سره سمې جوړې شي. نوموړي د خاورې په کیفیت ډېر تاکید وکړ او ورسره پلاوي سره یې د فارم د جوړولو په اړه نظرونه تبادله کړل.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS