د غزني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د عقیدوي درسونو د طهارت برخي اخیستل شوي ازمویني پایلي اعلان او د لوړو نمرو اخیستونکي یې په ډالیو ونازول شول.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱۴:۳۰
ad

یکشنبه: ۱۹/ربیع الاول/۱۴۴۶ه.ق

۱/مېزان/۱۴۰۳ه.ش

۲۲/سیپټمبر/۲۰۲۴م

د غزني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د عقیدوي درسونو د طهارت برخي اخیستل شوي ازمویني پایلي نن ورځ اعلان او د لوړو نمرو اخیستونکي یې په ډالیو ونازول په همدې مناسبت جوړه شوي غونډه کې د یاد پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي نقیب احمد منذر غونډي ته په وینا کې له اداري او خدماتي کارکوونکو مننه وکړه او د دغو درسونو په اهمیت او د درسونو په پابندي، د امتحان د پروسې په شفافیت او په امتحان کې د ټولو ګډونوالو ستاینه او قدرداني وکړه او زیاته یې کړه چې باید د خپلو نفسونو د اصلاح او کنټرول ترڅنګ د درسونو په زده کړه او عمل کولو باندي خبري وکړې. وروسته د غزني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د دغو کارکوونکو ستاینه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه چې په درسونو کې د فعال ګډون ترڅنګ یې خپل صورت او سیرت هم برابر کړی او غوښتنه یې وکړه چې باید د علومو د زده کړي سره سره خپلو وظیفو ته پابند واوسو او را سپارل شوي مسؤلیتونه په ښه توګه او د ایمانداري له مخي ترسره کړو. په پای کې د امتحان د لوړو نمرو اخیستونکو ته د تقدیر پاڼو ترڅنګ چمتو شوي ډالۍ ووېشل شوې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS