علمی چارو آمریت

د غزني پوهنتون د علمي څېړنو او استادانو چارو د آمر لنډه پېژندنه

 

 

روح الله کاظمي د محمد کاظم زوی په کال 1363 دغزني ولایت ناور ولسوالۍ کې زېږېدلی، لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې په خپل ټاټوبي کې د شهید حسین علي او شهید غلام حیدر په ښوونځیو کې کړي، او د لېسې دوره یې د غزني ښار سنايي  عالي لېسې کې په کال 1383 کې بشپړې کړي، او لوړې زده کړې یې د غزني پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي دري څانګه کې تر لاسه کړي.

دندې او تجربې

ښاغلي کاظمي خپله لومړنۍ دنده د (PRR) آزاد رقابت له لارې د غزني د مخابراتو او ټکنالوژۍ ریاست کې پیل کړه او له ۸/۳/۱۳۸۶ نېټې څخه تر ۱۷/۷/۱۳۸۷ نېتې پورې په یاده دنده کې پاتې شو،‎ چې په همدې موده کې يې د کمپیوټر د ښوونکي په توګه د تلاش ښوونیز مرکز سره هم مرسته کوله، له ۱۸/۷/۱۳۸۷ نېتې څخه د ۱۳۸۹ کال تر پایه د آزاد رقابت له لارې د اداري اصلاحاتو او ملکې خدماتو مستقل کمیسیون کې د کمپیوټر دښوونکي په توګه مقرر شو، او همدارنګه په یاده موده کې یې د فرهنګ ښوونیز مرکز کې د مسؤول مدیر په توګه دنده لرله، او له 24/10/1391 را په دېخوا د غزني پوهنتون د علمي څېړنو او استادانو چارو د آمر په توګه خپل دنده په فعاله ډول سره په مخ وړي.

د څېړنو برخه کې د پوهنتون لاسته راوړنې

لکه څرنګه چې ښکاره ده غزني پوهنتون په هیواد کې یو له هغو پوهنتونونو څخه دی چې نوي تاسیس شوي، او د علمې کادر غړي يې اکثریت ځوانان دی، سره له دې چې علمي څېړنې اوږدې علمي مخینې ته اړتیا لري بیا هم د غزني پوهنتون د علمي کادر غړو د داخلي او خارجي پوهنتونونو داستادانو له تجربو څخه په ګټه اخېستنې د علمي څېړنو په ډګر کې مهم او ګټور فعالیتونه ترسره کړي، غزني پوهنتون تر اوسه پورې په دې برخه کې کار کوي چې د علمي څېړنو لپاره زمینه برابره کړي، د مثال په ډول: هر کال له غزني پوهنتون څخه ۲-۵ د علمي کادر غړي د لوړو زده کړو وزارت په هغو سمینارونو او ورکشاپونو کې ګډون کوي چې د علمي څېړنو د لارو چارو په اړه د هیواد دننه یا بهر جوړیږي، چې د همدې په پایله کې د غزني پوهنتون د کرنې پوهنځي د درې تنو استادانو پروپوزل د آزاد رقابت له لارې د لوړو زده کړو د انکشاف په ملي رقابت کې ګټونکی شو، او همدارنګه د غزني پوهنتون د علمي کادر د (۸۰) غړو علمي آثار همدا اوس د یاد پوهنتون په کتابتون کې شتون لري، چې په مختلفو موضوعاتو کې لیکل شوي، او همدارنګه د غزني پوهنتون د علمي کادر غړي په فعالانه ډول سره د پوهنتون او وزارت په کچه په علمي – څېړنیزو سمینارونو او کنفرانسونو کې ګډون کوي، او له بلې خوا د علمي څېړنو لاسته راوړنې او کارونه ډلییز وي، او نه شي کیدای چې په فردي ډول محسوس شي، اګر که دا کار په علمي تحصیلي بنسټونو کې لږ هم دی.

له هغه ځایه چې د غزني پوهنتون د کادري تشکیلاتو له اړخه د پرمختګ او انکشاف په حالت کې دی، یاد پوهنتون د خپلو استادانو د علمي کچې ارتقاء ته ژمن دی، او همدا اوس له (۴۰) څخه ډېر استادان له هیواد څخه بهر د ماسټري او دوکتورا په زده کړو بوخت دي، چې له دې ډلې څخه (۲۰) تنه د دکتورا محصلین دي، په ټوله کې غزني پوهنتون د پرمختګ پر لاره روان دی او کولای شو ووایو چې په نږدې راتلونکې کې به نورې سترې لاسته راوړنې ولري.

د علمي څېړنو او استادانو چارو د آمر لاسته راوړنې (له۲۴/۱۰/۱۳۹۱څخه تر ۸/۴/۱۳۹۹)

  1. هر کال له (۱۰) څخه تر (۲۰) پورې د علمي کادر غړي مقرر شوي، د غزني پوهنتون تشکیل په ۲۴/۱۰/۱۳۹۱ (۴۰) تنه وو، او اوس يې (۱۱۲) تنو ته ارتقاء کړې.
  2. په ۲۴/۱۰/۱۳۹۱ کې غزني پوهنتون یوازې (۳) ماسټر استادان درلودل، په داسې حال کې چې اوس یو دوکتور او (۶۷) نور دعلمي کادر غړي د ماسټرۍ په کچه تحصیلات لري.
  3. په ۲۴/۱۰/۱۳۹۱ کې غزني پوهنتون ددوکتورا یوازې یو محصل درلود، او اوس دا شمېر (۲۰) ته رسیدلی.
  4. په ۲۴/۱۰/۱۳۹۱ کې دغزني پوهنتون یوازې (۵) تنه استادان دماسټرۍ په زده کړو بوخت ول، او اوس دیاد پوهنتون (۲۰) تنه د دوکتورا په زده کړو بوخت دي.
  5. هر کال له ۱ څخه تر ۵ پورې په بهرني لنډمهاله بورسیو کې د ګډون لپاره د علمي کادر دغړو لېږل.
  6. د علمي معاونیت په ناستو کې د منشي په توګه فعال ګډون، چې یادې ناستې د مختلفو اړخونو سره د همغږۍ پیداکېدو، ښو پایلو ته درسیدو او په لږو لګښتونو د ډېرو اهدافو د لاسته راوړلو په موخه د استادانو لپاره د بشري او مالي ځواک دبسیج کولو، او همدارنګه استادانو، کارمندانو او محصلینو ته د ښو خدمتونو او آسانتیاوو د برابرولو په موخه جوړې شوي.
  7. هر کال له (۱۰) تر (۲۰) پورې د علمي کادر د غړو د علمي رتبو د ترفیع اجراء او ارتقاء.
  8. په کال (۱۳۹۵) کې د پوهنتون د علمي شورا منظوري تر لاسه کول، او د علمي شورا، علمي ترفیعاتو اود علمي کادر د بستونو د شارټ لېسټ په ناستو کې دمنشي په توګه فعال ګډون.
  9. د علمي څېړنو د آمریت د کاري پلان او راپورونو چمتو کول.
  10. د استادانو لپاره ګڼ دیټابیسونه جوړول، او د لوړو زده کړو وزارت په معلوماتي سیسټم کې د(۹۹) استادانو د معلوماتو ثبتول.
  11. (۹۹) استادانو لپاره په معلوماتي سیسټم کې حسابونه جوړول، تر څو استادان په هغو کې د نمرو شقې ثبت کړي، او همدارنګه استادانو ته له یاد سیسټم څخه د ګټې اخېستنې لارښوونه.
  12. هر کال د (۱۷) استادانو لپاره د پوهنتون دننه د (OBL) او (SCL) د ظرفیت لوړونې  سمینار په دایرولو کې مرسته کول، او په بهر کې د (OBL) او (SCL) په ورکشاپ کې د ګډون لپاره د دوه تنو استادانو لېږل.
  13. د (۹۰) تنو استادانو د مخلتفو رتبو لپاره د موضوعاتو او لارښود استادانو ټاکل.
  14. مالي او اداري معاونیت او مربوطه پوهنځیو ته د نوي مقرر شوي استادانو د اړینو اسنادو او معلوماتو لېږل تر څو هغوی ته د سوانحو دفتر جوړ شي.
  15. د غزني ولایت خصوصي لوړو زده کړو موسساتو د کانکور ازموینو کې فعال ګډون.
  16. د لایحې مطابق د نورو دندو تر سره کول.