غزني پوهنتون کې د بیلابیلو پوهنځیو محصلینو ته د افتخاري درسونو په دوام د محرماتو، لویو ګناهونو او ولاء او برأ په اړه دیني سیمینار ترسره شو.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۵:۱۳
zx

قمري نېټه: محرم الحرام  ۴، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه:  سرطان ۹، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جون ۳۰، ۲۰۲۵م

 نن ورځ په غزني پوهنتون کې د بېلابیلو پوهنځیو محصلینو ته د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د "محرماتو، لویو ګناهونو او ولاء او برأ" تر عنوان لاندې دیني سمینار وړاندې شو.
په دغه سمینار کې د محصلینو ترڅنګ استادانو هم ګډون کړی و.
چې د جهادي مدرسې استاد شېخ صاحب غلام رسول له لوري استادانو او محصلینو ته د محرماتو (حرامو اعمالو) پیژندنه، د کبیره ګناهو خطرونه، او د ولاء او برأ مفهوم، چې د یوه مسلمان د عقیدې بنسټیز اصول ګڼل کېږي، په اړوند هر اړخیز معلومات ورسره شریک کړل. او د هغوی هر راز پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

دا رنګه د سمینار ګډونوالو دا ډول دیني غونډې د پوهنتوني چاپېریال لپاره ګټورې وبللې. محصلینو وویل چې ورته غونډې نه یوازې دیني پوهاوی زیاتوي، بلکې اخلاقي بنسټونه هم پیاوړي کوي.

باید وویل شي چې د غزني پوهنتون دا دیني سیمینار یو ارزښتناک ګام و، چې موخه یې د ځوان نسل د عقیدې، عمل او اسلامي شعور لوړول و. ګډونوالو غوښتنه وکړه چې ورته دیني علمي غونډې دې دوام ومومي، تر څو د نوي نسل د فکري روزنې بهیر لا غښتلی شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۲۳
Background image

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو ستونزو او د هغوی د غوښتنو د اوریدو په موخه له لیلیې څخه لیدنه ترسره شوه.

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو د ستونزو له نیږدې ارزونې، د هغوی د غوښتنو د اورېدو او د اوسېدنیزو چارو د ښه والي په موخه د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري له لیلیې څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۹:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالي ورعاه د پنځو فرامينو د مجموعې سلګونه ټوکه جریده د عامه پوهاوي په ورکولو سره وويشل شوه.

غزني پوهنتون کې د منظم پلان له مخي د يوه درې کسيز هېئت چې په ترکيب کې يې د پوهنتون عمومي رئيس شيخ مولوي عبدالمالک محسن، د محصلانو چارو مرستيال مفتي عزت الله نوري او د دعوت او ارشاد آمر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

پوهنتون کې استادانو ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس لړۍ پای ته ورسېده.

غزني پوهنتون کې د استادانو لپاره د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس او پوهاوي ځانګړې لړۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسېده. دغه روزنیز پروګرام د پوهنتون د عمومي رئیس شیخ مولوي. . .

BACK TO NEWS