غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره؛ او په یو لړ علمي، تدریسي او اداري موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.
غزني پوهنتون کې د علمي شورا ناسته د پوهنتون د رهبرۍ، پوهنځیو رئیسانو او اړوندو علمي غړو په ګډون ترسره شوه، چې پکې پر یو لړ مهمو علمي، تدریسي او اداري موضوعاتو هر اړخیز بحثونه او لازمې پرېکړې ترسره شوې.
د ناستې پیل د قرآن کریم په مبارکو آیتونو سره وشو.
وروسته د تیري ناستې پریکړو ته د اطمینان په موخه لنډه کتنه وشوه.
او همداراز د نوې اجنډا سره سم د دعوت او ارشاد آمریت د څلورمې ربعي راپور، د علمي شورا د غړیتوب لپاره د بېلابېلو پوهنځیو د استادانو معرفي او د هغوی تائیدي، د معلوماتي بانک او استادانو چارو آمریت د ۱۴۰۵هـ ل کاري پلان تائیدي او دارنګه د پوهنتون د علمي شورا او د پوهنځیو د علمي شوراګانو لپاره د غړو تائیدي، د مختلفو کمېټو د ۱۴۰۵هـ ل کال لپاره د غړو تائیدي او د دریو تنو استادانو د علمي رتبو تثبیت دوسیو تائیدي ترڅنګ په شمېر مهمو او متفرقه مسائلو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، رمضان المبارک ۲۸ مه
۱۴۰۴هـ.ش، حوت ۲۶ مه
۲۰۲۶م، مارچ ۱۷ مه
