غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره؛ او په یو لړ علمي، تدریسي او اداري موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۴۳
dr

غزني پوهنتون کې د علمي شورا  ناسته د پوهنتون د رهبرۍ، پوهنځیو رئیسانو او اړوندو علمي غړو په ګډون ترسره شوه، چې پکې پر یو لړ مهمو علمي، تدریسي او اداري موضوعاتو هر اړخیز بحثونه او لازمې پرېکړې ترسره شوې.
د ناستې پیل د قرآن کریم په مبارکو آیتونو سره وشو.
وروسته د تیري ناستې پریکړو ته د اطمینان په موخه لنډه کتنه وشوه.
او همداراز د نوې اجنډا سره سم د دعوت او ارشاد آمریت د څلورمې ربعي راپور، د علمي شورا د غړیتوب لپاره د بېلابېلو پوهنځیو د استادانو معرفي او د هغوی تائیدي، د معلوماتي بانک او استادانو چارو آمریت د ۱۴۰۵هـ ل کاري پلان تائیدي او دارنګه د پوهنتون د علمي شورا او د پوهنځیو د علمي شوراګانو لپاره د غړو تائیدي، د مختلفو کمېټو د ۱۴۰۵هـ ل کال لپاره د غړو تائیدي او د دریو تنو استادانو د علمي رتبو تثبیت دوسیو تائیدي ترڅنګ په شمېر مهمو او متفرقه مسائلو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، رمضان المبارک ۲۸ مه
۱۴۰۴هـ.ش، حوت ۲۶ مه
۲۰۲۶م، مارچ ۱۷ مه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS