غزني پوهنتون کې د کیفیت لوړاوي او اداري چارو د لا ښه تنظیم په موخه د مالي او اداري چارو معاونیت کلنۍ ارزونه ترسره شوه.

gu_user1
Tue, Mar 10 2026 1:09 PM
vb

غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن له لوري د اداري چارو د لا ښه تنظیم، شفافیت او د کیفیت د لوړولو په موخه د مالي او اداري چارو معاونیت کلنۍ ارزونه ترسره شوه.
یاده ارزونه د تضمین کیفیت له لوري د ورکړل شوي چک لېست پر اساس ترسره کیږي.
چې نن ورځ يې د مالي او اداري  چارو معاونیت ارزونه ترسره کړه؛ د دغې ارزونې پرمهال د یاد معاونیت اداري بهیرونه، د تضمین کیفیت دوسیو څېړنه او د اسنادو تنظیم اوهمداراز د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د ټولو کمېټو بېلابېل اسناد او کړنې وارزول شوې او د چارو د لا ښه والي لپاره لازمې سپارښتنې هم وشوې. د ارزونې پلاوې ټینګار وکړ چې د پوهنتون ټول اداري واحدونه باید د تضمین کیفیت اصولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي څو د لوړو زده کړو په بنسټونو کې د خدماتو کیفیت لا لوړ شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، رمضان المبارک ٢١ مه
۱۴۰۴هـ.ش، حوت ١٩ مه
۲۰۲۶م، مارچ ١٠ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS