غزني پوهنتون کې د کیفیت لوړاوي او اداري چارو د لا ښه تنظیم په موخه د مالي او اداري چارو معاونیت کلنۍ ارزونه ترسره شوه.
غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن له لوري د اداري چارو د لا ښه تنظیم، شفافیت او د کیفیت د لوړولو په موخه د مالي او اداري چارو معاونیت کلنۍ ارزونه ترسره شوه.
یاده ارزونه د تضمین کیفیت له لوري د ورکړل شوي چک لېست پر اساس ترسره کیږي.
چې نن ورځ يې د مالي او اداري چارو معاونیت ارزونه ترسره کړه؛ د دغې ارزونې پرمهال د یاد معاونیت اداري بهیرونه، د تضمین کیفیت دوسیو څېړنه او د اسنادو تنظیم اوهمداراز د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د ټولو کمېټو بېلابېل اسناد او کړنې وارزول شوې او د چارو د لا ښه والي لپاره لازمې سپارښتنې هم وشوې. د ارزونې پلاوې ټینګار وکړ چې د پوهنتون ټول اداري واحدونه باید د تضمین کیفیت اصولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي څو د لوړو زده کړو په بنسټونو کې د خدماتو کیفیت لا لوړ شي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، رمضان المبارک ٢١ مه
۱۴۰۴هـ.ش، حوت ١٩ مه
۲۰۲۶م، مارچ ١٠ مه
