د غزني پوهنتون د کرنې پوهنځي د کرنیزو څېړنو فارم پېژندنه :
د غزني پوهنتون د کرنې پوهنځي د کرنیزو څېړنو فارم د دې لپاره جوړ شوی چې د کرنې په برخه کې د څېړنیزو، ښوونیزو او عملي فعالیتونو پیاوړتیا ته زمینه برابره کړي. دا فارم د علمي څېړنو د ترسره کولو، د محصلانو د عملي زده کړو، د نوو زراعتي ټکنالوژیو د ازموینې او د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي لپاره د اغېزمنو لارو چارو د وړاندې کولو مناسب چاپېریال برابروي.
دغه فارم د نظري زده کړو او عملي فعالیتونو ترمنځ د اړیکې د پله په توګه د څېړنو، ازمایښتونو او د نوو تولیدي میتودونو د ارزونې لپاره مناسب فرصتونه برابروي.
د غزني پوهنتون د کرنې پوهنځي د کرنیزو څېړنو فارم په ۱۳۹۵ هـ.ش کال کې د ناروې کمېټې (NAC) په مالي همکارۍ د درېیو برخو په توګه جوړ شو:
- د پستې باغ.
- د ناک او د بېلابېلو ډولونو مڼو متراکم باغ.
- د مېوه لرونکو او غیر مېوه لرونکو نیالګیو د روزنې فارم.
وروسته په ۱۴۰۳ هـ.ش کال کې د لوړو زده کړو وزارت د مقام د لارښوونې او د پوهنتون د ماسټر پلان له مخې، د کرنیزو څېړنو فارم د جوړولو لپاره ۲۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه چې دا مهال ترې په عملي توګه ګټه اخیستل کېږي.
کرنیزو څېړنو فارم موخې :
- د کرنیزو علومو په برخه کې د بنسټیزو او تطبیقي څېړنو پراختیا.
- د کرنې پوهنځي محصلانو ته د عملي زده کړو زمینه برابرول.
- د اصلاح شوو کرنیزو نباتي ورایټیو ارزونه او معرفي کول.
- د اوبو، خاورې او د خاورې د حاصلخېزۍ د مدیریت د نوینو لارو چارو مطالعه او معرفي کول.
- د څېړنو پایلې اړوندو ادارو او سکتورونو ته لېږدول.
د فارم د فعالیتونو برخې :
۱- د کرنیزو نباتاتو څېړنې
پر غلو، دانو، صنعتي نباتاتو، علوفهیي نباتاتو او نورو کرنیزو محصولاتو علمي څېړنې ترسره کول.
۲- د باغدارۍ څېړنې
د مېوه لرونکو ونو، سبزیجاتو او زینتي نباتاتو ارزونه او مطالعه.
۳- د خاورې او اوبو څېړنې
د خاورې د حاصلخېزۍ، د اوبو د سرچینو د مدیریت او د اوبولګولو د اغېزمنو سیسټمونو ارزونه.
۴- د نباتاتو د اصلاح څېړنې
د چاپېریالي فشارونو پر وړاندې د مقاومو او نویو ورایټیو ارزونه او معرفي کول.
۵- د نباتي افتونو او ناروغیو مدیریت
د نباتي افتونو او ناروغیو پېژندنه، مطالعه او د کنټرول مناسبو لارو چارو وړاندې کول.
۶- عملي زده کړې او کارآموزي
د کرنیزو علومو په بېلابېلو برخو کې محصلانو ته د عملي زده کړو زمینه برابرول.
د ۱۴۰۳، ۱۴۰۴ او ۱۴۰۵ هـ.ش کلونو زراعتي څېړنې
د ۱۴۰۳ هـ.ش کال څېړنې
۱. د وچکالۍ تر شرایطو لاندې د هیومیک اسید اغېزه د وحشي نعناع پر وده او حاصل.
لارښود استاد: پوهنمل عبدالواسع تاجزاده
۲. د پوتاشیم سرې اغېزه د مټرو پر وده او حاصل.
لارښود استاد: پوهندوی شفیق الله رحماني
۳. د خاورو ورکولو اغېزه د کچالو پر وده او حاصل.
لارښود استاد: پوهنوال حبیب الله همایون
۴. د کرنې د طریقو او د غذایي عناصرو د مدغم مدیریت اغېزه د غنمو پر وده او حاصل.
لارښود استادان: پوهنمل حمیدالله مظفري او پوهنوال سیدرحیم غفاري
۵. د فاسفورس سرې اغېزه د اوربشو د بېلابېلو ورایټیو پر وده او حاصل.
لارښود استاد: پوهندوی میرزا محمد مدثر
۶. د اوبولګولو د نوبتونو او ملچ اغېزه د غزني تر اقلیمي شرایطو لاندې د سترګو لرونکي لوبیا او محلي لوبیا د ګډ کښت پر حاصل او اقتصادي ګټه.
لارښود استاد: پوهندوی احمدرضا صالحي
د ۱۴۰۴ هـ.ش کال څېړنې
۱. د هیومیک اسید اغېزه د ګلاب د قلمو پر ریښه جوړونه.
لارښود استاد: پوهنوال محمد عمر درویش
۲. د اوبولګولو د نوبتونو او ملچ اغېزه د سترګو لرونکي لوبیا پر حاصل.
لارښود استاد: پوهندوی احمدرضا صالحي
۳. د وچکالۍ تر شرایطو لاندې د هیومیک اسید اغېزه د شنه مټر پر وده او حاصل.
لارښود استاد: پوهنمل عبدالواسع تاجزاده
۴. د وچکالۍ تر شرایطو لاندې د هیومیک اسید اغېزه د مرچو پر وده او حاصل.
لارښود استاد: پوهندوی غلام معروف فقیري
۵. د اوبولګولو د نوبتونو او ملچ اغېزه د نخودو پر وده او حاصل.
لارښود استاد: پوهندوی میرزا محمد مدثر
۶. د وچکالۍ تر شرایطو لاندې د هیومیک اسید اغېزه د رومي بانجانو پر وده او حاصل.
لارښود استاد: پوهنمل عبدالواسع تاجزاده
۷. د سرو پیازو د بېلابېلو اندازو اغېزه د تخم پر تولید.
لارښود استاد: پوهنوال حبیب الله همایون
۸. د څاڅکي، جویچهیي او سیلابي اوبولګولو سیستمونو پرتله د عضوي او غیرعضوي کرنیزو کړنو تر شرایطو لاندې د تور بانجان پر وده او حاصل.
لارښود استاد: پوهندوی احسان الله اکرمزی
د ۱۴۰۵ هـ.ش کال څېړنې
۱. د کرنې د بېلابېلو طریقو اغېزه د اوربشو پر حاصل.
لارښود استاد: پوهندوی میرزا محمد مدثر
۲. د کرنې د طریقو او د فاسفورس د بېلابېلو اندازو اغېزه د سویابینو پر حاصل.
لارښود استاد: پوهنمل سید حمیدالله مظفري
۳. د اندول بیوتاریک اسید اغېزه د بېدانو (کشمشي) انګورو د قلمو پر ریښه جوړونه او وده.
لارښود استاد: پوهنوال محمد عمر درویش
۴. د غیرعضوي ملچ او د کښت د وخت اغېزه د غزني تر اقلیمي شرایطو لاندې د کچالو پر وده او حاصل.
لارښود استاد: پوهنوال محمد عمر درویش
۵. د NPK سرې اغېزه د غزني ولایت د رومي بانجانو پر وده او حاصل.
لارښود استاد: پوهنمل عبدالواسع تاجزاده
۶. د غزني ولایت تر شرایطو لاندې د کچالو د پنځو ورایټیو د ودې او حاصل پرتله.
لارښود استاد: پوهنوال حبیب الله همایون
د فارم اسانتیاوې
د زراعتي څېړنو فارم لاندې اسانتیاوې لري:
- څېړنیزې او ازمایښتي ځمکې.
- نمایشي او ښوونیزې قطعې.
- شنې خونې (ګلخانې).
- د کرنیزو محصولاتو زېرمتون.
- د اوبو څاه.
- لوړموقیعت لرونکې د اوبو ذخیره.
- د لمریزې برېښنا سیستم.
د فارم لاسته راوړنې
- د کرنیزو نباتاتو او باغدارۍ په برخه کې د علمي څېړنو ترسره کول.
- د محصلانو د عملي مهارتونو لوړول.
- د کرنیز تولید او مدیریت د نوینو میتودونو معرفي کول.
د زده کړو او څېړنو په برخه کې د فارم رول :
د زراعتي څېړنو فارم د یوه طبیعي او ښوونیز لابراتوار په توګه د علمي څېړنو، د محصلانو د فراغت پروژو، عملي زده کړو او تخنیکي مهارتونو د پراختیا لپاره مناسب چاپېریال برابر کړی دی. د کرنې پوهنځي محصلان کولای شي د خپلو عملي فعالیتونو، څېړنیزو پروژو او علمي مطالعاتو یوه مهمه برخه په همدې فارم کې ترسره کړي.
اساسي ارزښتونه
- علمي او څېړنیزو اصولو ته ژمنتیا؛
- کیفیت او نوښت؛
- مسؤلیتپذیري او روڼتیا؛
- د طبیعي سرچینو او چاپېریال ساتنه؛
- د پایدارې کرنې پراختیا؛
- علمي همکاري او مشارکت.
علمي او اداري کادر
د زراعتي څېړنو فارم د کرنې پوهنځي تر مدیریت لاندې، د استادانو، څېړونکو، تخنیکي کارکوونکو او محصلانو په همکارۍ فعالیت کوي او د غزني پوهنتون د علمي او څېړنیزو موخو د تحقق لپاره هڅې کوي.