غزني پوهنتون کې د علمي څېړنو او مجلې معاونیت اړوندو چارو د پرمختګ په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

قمري نېټه: ۱۰ شوال ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه: ۲۲ وري ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: ۲۲ اپرېل ۲۰۲۵م
نن ورځ په غزني پوهنتون کې د علمي څېړنو او مجلې معاونیت اړوندو چارو د پرمختګ په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه، یاد ناسته د دغه معاونیت د مرستیال، پوهندوی احسانالله کامران، په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د علمي څېړنو او مجلې معاونیت اړوند آمریتونو او مدیریتونو مسؤلینو د کاري پلان مطابق د چارو د تطبیق راپورونه وړاندې کړل.
همدارنګه، د چارو د سرته رسولو پر وړاندې موجودو ستونزو او د هغوی د حل لارو په اړه بحث وشو، او اړین تصمیمونه ونیول شول.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت