غزني پوهنتون کې د علمي څېړنو او مجلې معاونیت اړوندو چارو د پرمختګ په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۴:۴۱
ko

قمري نېټه: ۱۰ شوال ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه: ۲۲ وري ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: ۲۲ اپرېل ۲۰۲۵م

نن ورځ په غزني پوهنتون کې د علمي څېړنو او مجلې معاونیت اړوندو چارو د پرمختګ په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه، یاد ناسته د دغه معاونیت د مرستیال، پوهندوی احسان‌الله کامران، په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د علمي څېړنو او مجلې معاونیت اړوند آمریتونو او مدیریتونو مسؤلینو د کاري پلان مطابق د چارو د تطبیق راپورونه وړاندې کړل.
همدارنګه، د چارو د سرته رسولو پر وړاندې موجودو ستونزو او د هغوی د حل لارو په اړه بحث وشو، او اړین تصمیمونه ونیول شول.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

غزني پوهنتون کې اداري کارکوونکو ته د احتمالي اور لګېدنې پر مهال د پر وخت غبرګون؛ او اور وژنې وسایلو د پېژندنې او سمې کارونې په اړه د عامه پوهاوي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د اداري کارکوونکو د مسلکي پوهاوي او د احتمالي اورلګېدنې پر مهال د سم او پر وخت غبرګون د وړتیا لوړولو په موخه، د اور وژنې وسایلو د پېژندنې او سمې کارونې تر عنوان لاندې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۱۷
Background image

د غزني ولایت د سکتوري ریاستونو او مؤسساتو د همغږۍ په موخه جوړه شوې ناسته کې د غزني پوهنتون له لوري په زیربنایې او څېړنیزه برخه کې غوښتنې او وړاندیزونه شریک شول.

د غزني ولایت اقتصاد ریاست په مشرۍ د سکتوري ریاستونو او مؤسسو ترمنځ د لړ مهمو موضوعاتو د ترسراوي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د غزني پوهنتون د علمې څېړنو د مرستیال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۶
Background image

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د پسرلني سمستر په ازموینو کې د پوهنتون په کچه د لوړو فیصدیو ترلاسه کوونکو ۱۹ تنه ممتازو محصلینو د ستاینې په موخه ځانګړې غونډه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د محصلانو معاونیت له لوري ۱۹ تنه ممتاز او د نمرو د لوړې فیصدي لرونکې محصلین د ځانګړو مراسمو پر مهال، د تحایفو او ستاینلیکونو په ورکړه وستایل شول.
په دې غونډه کې د. . .

BACK TO NEWS