د غزني پوهنتون د علمي او څېړنیزې مجلې اتمه ګڼه چاپ چې ټاکل شوې چې د پوهنتون د مسؤلینو او کارکوونکو ترڅنګ به له مربوطه ادارو سره هم شریکه شي.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۲۶
xc

د غزني پوهنتون علمي او څېړنیزې مجلې اتمه ګڼه په بریالیتوب سره چاپ او چمتو شوه، چې ټاکل شوې د پوهنتون د مسؤلینو، علمي کادرونو او اداري کارکوونکو تر څنګ به له اړوندو دولتي او خصوصي ادارو سره هم شریکه شي.
په ورته مهال د علمي څېړنو او مجلې معاونیت مسؤلینو وویل چې دا مجله د علمي معیارونو پر بنسټ چمتو شوې، د بېلابېلو علمي او څېړنیزو مقالو ټولګه ده او موخه یې د علمي څېړنو پراختیا او د استادانو د علمي لاسته راوړنو خپرول دي.
او زیاته یې کړه چې پوهنتون ژمن دی څو د علمي تولیداتو د کیفیت لوړولو او د څېړنې فرهنګ پیاوړتیا لپاره لا زیاتې هڅې وکړي. د هغوی په وینا، د مجلې دوامداره چاپ به د هېواد په کچه د علمي اړیکو په پراخېدو کې مهم رول ولوبوي.
په دې ګڼه کې د غزني پوهنتو د استادانو ترڅنګ د هیواد د بېلابیلو پوهنتونونو د استادانو او څېړونکو ۲۶ علمي مقالې شاملې دي، چې د ټولنې مهمو موضوعاتو ته پکې علمي کتنه شوې ده. مسؤلین زیاتوي چې د مجلې راتلونکې ګڼې به لا بډایه او د نړیوالو معیارونو سره سمې به چمتو شي.
د یادونې وړ ده چې د غزني پوهنتون علمي او څېړنیزه مجله د پوهنتون له مهمو علمي خپرونو څخه ده، چې د علمي څېړنو او نوښت د ودې لپاره ځانګړی ارزښت لري.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، شوالمکرم ۱۹ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ۱۷ مه
۲۰۲۶م، اپریل ۶ مه

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

غزني پوهنتون کې اداري کارکوونکو ته د اصلاحي او عقیدوي درسونو لړۍ پیل شوه.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د اداري کارکوونکو لپاره د اصلاحي او عقیدوي درسونو لړۍ پیل شوې.
د دغو درسونو موخه د اداري کارکوونکو د دیني پوهې پیاوړتیا، اخلاقي ارزښتونو ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۵۹
Background image

غزني پوهنتون کې د کارکوونکو او محصلینو ستونزو ته د رسېدنې او اضافي اطاقونو د تثبیت په موخه د پوهنتون له ټولو ودانیو څخه لیدنه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شيخ عبدالهادي ذوالهادي او ورسره پلاوي د پوهنتون د کارکونکو او محصلینو د ځای د ستونزو د حلولو او اضافي اطاقونو د تثبیت په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۲۶
Background image

د غزني پوهنتون د علمي او څېړنیزې مجلې اتمه ګڼه چاپ چې ټاکل شوې چې د پوهنتون د مسؤلینو او کارکوونکو ترڅنګ به له مربوطه ادارو سره هم شریکه شي.

د غزني پوهنتون علمي او څېړنیزې مجلې اتمه ګڼه په بریالیتوب سره چاپ او چمتو شوه، چې ټاکل شوې د پوهنتون د مسؤلینو، علمي کادرونو او اداري کارکوونکو تر څنګ به له اړوندو دولتي او خصوصي ادارو. . .

BACK TO NEWS