غزني پوهنتون کې د اداري مراسلاتو د معیاري کولو او مسلکي مکتوب لیکنې په موخه د اداري مراسلاتو او مکتوب لیکنې معلوماتي سمینار ترسره شو.
غزني پوهنتون کې د کارکوونکو چارو آمریت له لوري د اداري کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې، اداري مراسلاتو د معیاري کولو او د رسمي مکتوبونو د لیکنې د کیفیت ښهوالي په موخه یو ورځنی معلوماتي سمینار ترسره شو.
په دغه معلوماتي سمینار کې ګډونوالو ته د اداري مراسلاتو د اصولو، د رسمي مکتوبونو د جوړښت، د لیکنې د معیاري بڼې او د اداري مکاتباتو د اصولي تنظیم په اړه اړین معلومات وړاندې شول.
د یاد سمینار موخه د اداري کارکوونکو د لیکنیزو مهارتونو پیاوړتیا، په اداري چارو کې دقت او چټکتیا، او د رسمي مکاتباتو د کیفیت لوړول وو، څو اداري چارې په مسلکي، منظم او اغېزمن ډول ترسره شي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
چهارشنبه
۱۴۴۸/۰۵/۰۹ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۷/۲۹ هـ.ش
۲۰۲۶/۱۰/۲۱م
