د غزني پوهنتون استادانو ته په لیکنو او مقالو کې، د ادبي غلا د مخنیوي په موخه د Turnitin سافټویر پیژندنې اړوند معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۳:۵۸
az

ورځ: یکشنبه

شعبان المعظم ١٧ مه، ۱۴۴٦ه ق

سلواغې ٢٨ مه، ۱۴۰٣ه ش

فبروري ١٦ مه، ۲۰۲۵ م

نن ورځ د غزني پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې معاونیت له لوري د استادانو لپاره په لیکنو، مقالو او تیزسونو لیکلو کې د ادبي غلا د مخنیوي په موخه د Turnitin سافټویر پیژندنې اړوند علمي او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

یاد سیمینار د علمي مجلې عمومي مدیر ښاغلي احمد شاه تکل وړاندې کړ، چې پکې یې د Turnitin سافټویر پیژندنه، تاریخي مخینه، او د دې سافټویر د کارونې ګټې او موثریت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د سیمینار موخه د استادانو د علمي اثارو د اصالت ساتنه، د ادبي غلا مخنیوی، او په نړیوالو معیارونو برابرې څیړنې ترسره کول وو. ګډونوالو د سافټویر د ګټو په اړه مفصل معلومات تر لاسه کړل او د عملي کارونې په اړه یې پوښتنې وکړې.

چې وروسته د څېړنو او علمي مجلې معاون پوهنمل عبدالمتین "میاڼي" له لوري په دغه سافټویر کې د یوزر اکاونټ جوړولو برخه عملاً تشریح او اړوندو استادانو او مسؤلو کسانو ته یې پکې اکاونټونه جوړ کړل.

دغه علمي غونډه د غزني پوهنتون د څیړنو د کیفیت لوړولو په لاره کې یو اغېزمن ګام ګڼل کیږي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۵:۵۰
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته تر سره او په یو شمېر مهمو موضوعاتو د بحث ترڅنګ لازمي پریکړي ترسره شوې .

قمري نېټه: صفرالمظفر، ۲۴، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: اسد، ۲۷ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اګست، ۱۸ ، ۲۰۲۵م

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته د یاد پوهنتون د علمي چارو د مرستیال مولوي محمد. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۴:۴۴
Background image

غزني پوهنتون کې یو شمېر محصلینو ته د اخلاقي ارزښتونو، ټولنیزو نزاکتونو اړوند د عامه پوهاوي په موخه اصلاحي بیان ترسره شو.

قمري نېټه: صفرالمظفر، ۲۴، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: اسد، ۲۷ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اګست، ۱۸ ، ۲۰۲۵م 

 غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو د مرستیال پوهندوی مفتي عزت نور له لوري په لیلیه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۴:۴۲
Background image

غزني پوهنتون کې د داخلي ساحې، سړکونو او لارو د هوارکارۍ او اساسي رغونې رسماً چارې پیل شوې.

قمري نېټه: صفرالمظفر، ۲۴، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: اسد، ۲۷ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اګست، ۱۸ ، ۲۰۲۵م 

 د غزني پوهنتون د ودې او معیاري کیدو په لړ کې، د یاد پوهنتون د محوطې دننه د سړکونو او. . .

BACK TO NEWS