غزني پوهنتون کې استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د شرعي حلې (اسلامي جامې) ګټي، حکم او د تعصب زیانونو اړوند علمي او دیني سمینار ترسره شو.
غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د “شرعي حلې (اسلامي جامې) ګټې، شرعي حکم او د تعصب زیانونه” تر سرلیک لاندې علمي او دیني سمینار ترسره شو.
په یاد سمینار کې استادانو، اداري منسوبینو او خدماتي کارکوونکو پراخ ګډون کړی و. چې لومړۍ برخه يې د تعصب زیانونه، د مالي او اداري چارو د مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذولهادي له لوري وړاندې شوه په ورته مهال شیخ صاحب د تعصب پېژندنه او زیانونه یې د نبوي احادیثو په ذکر کولو سره روښانه کړل؛ او د تعصب، قومي او سمتي اختلافاتو زیانونو ته په اشارې سره یې وویل چې تعصب د ټولنې یووالي، ورورولۍ او پرمختګ ته جدي زیان رسوي او اسلامي لارښوونې د اتفاق، اخوت او متقابل احترام درس ورکوي، نو استادان دي خپل محصلین په اسلامي روحیه سمبال وروزي.
دارنګه د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه د حضرت نبي کریم ( ص ) پر ژوندانه، لباس، د هغه مبارکې قیافې او د اسلامي شریعت له نظره د شرعي لباس پر اهمیت، د مسلمان د شخصیت په جوړونه کې د اسلامي حلې پر رول او د ټولنې په اخلاقي او معنوي اصلاح کې د هغې پر اغېزو خبرې وکړې. او څرګنده یې کړه چې اسلامي حله د مسلمان د هویت څرګندونه کوي او د ټولنې د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا سبب ګرځي.
باید وویل شي چې د دعوت او ارشاد آمریت د پوهنتون مسؤلینو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو ته دومداره اصلاحي برنامې او د نصاب درسونه ترسره کوي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه
۱۴۴۷/۱۲/۲۳هـ.ق
۱۴۰۵/۰۳/۱۹هـ.ش
۲۰۲۶/۰۶/۹م
