غزني پوهنتون کې له اداري کارکوونکو سره په چارو کې د همغږۍ او کاري بهیر د مؤثریت په موخه اداري ناسته ترسره شوه.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۴:۹
tm

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي د پوهنتون د اداري چارو د لا منظموالي، د کاري بهیر د اغېزمنتیا لوړولو او د اداري کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه له اداري کارکوونکو سره ناسته ترسره کړه.
د ناستې پیل د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو.
ورپسې شیخ صاحب ګډونوالو ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو ترڅنګ. د مسؤلیت، وظیفوي تداخل او په وظیفو کې له غفلت کولو څخه د مخنیوي موخه خبري وکړې او زیاته یې کړه چې ټول کارکوونکي مکلف دي چې دندو ته په خپل ټاکلي وخت حاضر شي، تر څو چارو ته په منظم او معیاري ډول رسېدنه وشي.
دارنګه یې د تېري ناستي پریکړو  ته د کتنې ترڅنګ د ورسپارل شویو کارونو د ترسراوي پوښتنه وکړه؛ او په ننۍ ناسته کې بیاهم هر کارکوونکي ته په خپله برخه کې دندې ورکړل شوې تر څو یې د روانې اونۍ په جریان کې ترسره کړي او کاري راپورونه یې په راتلونکې ناسته کې له دغه معاونیت سره شریک کړي.
په آخیر کې په ځينو متفرقه موضوعاتو بحث او د نظر تبادله وشوه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
شنبه ، ١٣ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق— ١٣ جدې۱۴۰۴هـ ش

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۵:۸
Background image

د غزني پوهنتون علمي او څېړنیزي مجلې ملي ژورنال د آنلاین مقالو د نشر او پروسیس په موخه په فعالیت پیل وکړ.

د غزني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې معاونیت د خپلو علمي او څېړنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په لړ کې د علمي او څېړنیزې مجلې ملي ژورنال د آنلاین مقالو د ثبت، ارزونې، پروسیس او نشر رسمي بهیر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۴:۲۱
Background image

غزني پوهنتون کې اداري او خدماتي کارکوونکو ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس لړۍ په منظم ډول جریان لري.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد امریت له لوري  د اسلامي او ټولنیزو ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه اداري او خدماتي کارکوونکو ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس لړۍ په منظم او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۴:۹
Background image

غزني پوهنتون کې له اداري کارکوونکو سره په چارو کې د همغږۍ او کاري بهیر د مؤثریت په موخه اداري ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي د پوهنتون د اداري چارو د لا منظموالي، د کاري بهیر د اغېزمنتیا لوړولو او د اداري کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ د. . .

BACK TO NEWS